• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ افغان ښځینه لوبغاړې: نړۍوال رسمیت او د لوبېدو حق غواړو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د بنفشه هاشمي په ګډون د کرېکټ افغان ښځینه لوبغاړې وايي، سره له دې چې له افغانستان نه جلاوطنه شوې او لاهم په نړۍواله کچه په رسمیت نه‌دي پېژندل شوې؛ د کرېکټ لپاره یې هیلې او مبارزه نه‌ده کمزورې شوې.

بنفشه هاشمي وایي، د جمهوریت پرمهال په افغانستان کې د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله د جوړېدو په حال کې وه؛ خو په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نوموړې او ګڼې نورې لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.

دغه لوبغاړو وروسته په جلاوطنۍ کې خپله لوبډله جوړه کړه او تېر کال یې په ملبورن کې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه. اغلې هاشمي وايي، دوی غواړي د نړۍ د نورو ښځینه لوبډلو په څېر په رسمیت وپېژندل شي او نړۍوالو سیالیو ته لار ومومي.

نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال لوبډلې ته د نړۍوال فدراسیون له‌خوا د رسمي ګډون اجازې د دوی هیلې هم پیاوړې کړې دي. د هغې په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون د هغو افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره ځانګړي اصول بدل کړل، چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د کرېکټ نړۍوالې شورا لاهم د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د رسمیت پېژندنې په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

بنفشه هاشمي وایي: «موږ غواړو خپل حقونه ترلاسه کړو او د نورو لوبډلو په څېر ولوبېږو». دغه افغان ښځینه لوبغاړو تر دې وړاندې هم د کرېکټ نړۍوالې شورا پر چوپتیا او کم ملاتړ نیوکې کړې دي؛ خو تېر کال د کرېکټ نړۍوالې شورا د دوی لپاره ځانګړی مرستندوی پروګرام پيل کړ، چې په‌کې روزنې، لوبغالو او مسلکي تمرینونو ته لاسرسی شامل و.

دغه لوبغاړو په هند کې تمریني سیالۍ هم ترسره کړې او د ښځو نړۍوال جام ځینې لوبې یې هم له نږدې کتلې دي. اغلې هاشمي وایي، په افغانستان کې د یوې نجلۍ لپاره د کرېکټ لوبډلې ته رسېدل اسانه کار نه‌وو او هغې کلونه مبارزه وکړه؛ څو خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړي.

اوس بنفشه هاشمي او د هغې ملګرې په استرالیا کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي او هیله لري، چې یوه ورځ به د افغانستان په نوم په نړۍوالو سیالیو کې ولوبېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تازه اصولنامې ته غبرګون؛ ایټالیا وایي افغانې ماشومانې د ژوند تېرولو حق لري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایټالیې سفارت، د ښځو او نجونو د وضعیت او د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې) په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده. دغه هېواد ویلي چې افغان نجونې د خپل ماشومتوب د تېرولو حق لري، نه دا چې په زوره ودونو ته اړ ایستل شي.

روم خبرداری ورکړی چې د طالبانو د ۱۸م ګڼه فرمان به د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب نور هم له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ کړي. د ایټالیا حکومت پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو د اساسي حقونو درناوی وکړي.

په ورته وخت کې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د افغان نجونو او ښځو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د تامین لپاره باید نړیوالې هڅې دوام ولري. دغه هېواد د اجباري ودونو پر زیاتېدو او پر ښځو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې ده.

ایټالیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه په کلکه غندي او د ښځو د حقونو د اعادې غوښتنه کوي. د طالبانو دغه نوی فرمان د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د برېټانیا استازي د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامه «ظالمانه» بللې ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» چې په کې د ماشومو نجونو ودونه قانوني ګڼل شوي، یو بل «ظالمانه اقدام» بللی او د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان ښځې او نجونې د ژوند په ټولو برخو کې د بشپړې برابرۍ وړ دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د «زوجینو د تفریق اصولنامه» په ۳۱ مادو کې تصویب کړې ده؛ هغه سند چې پکې د ماشومانو ودونه، د نکاح د فسخ شرایط، او د حضانت اړوند احکام په تفصیلي ډول بیان شوي دي.

دغه اصولنامه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هامېش فالکنر د طالبانو تر ادارې لاندې د ماشومو نجونو د ودونو قانوني کول «سخته اندېښمنوونکې» بللي. هغه زیاته کړې: «نجونې باید خوندي او ملاتړ یې وشي، نه دا چې جبري ودونو ته اړې کړل شي».

ریچارډ لېنډسي هم د هامېش فالکنر د څرګندونو په بیا خپرولو سره، له دغو اندېښنو سره د همغږۍ ترڅنګ ټینګار کړی، چې «دا د طالبانو یو بل ظالمانه اقدام دی چې باید لغوه شي».

طالبانو ویلي، د دې اصولنامې په اړه کورنیو او بهرنیو نیوکو ته ارزښت نه ورکوي. طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو په اړه د خپلو تګلارو پر وړاندې ورته نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وې.

په خوست کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په خوست کې ویلي، د افغانستان کرکټ‌ بورډ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د جوړښت لپاره تمریني او ازمایښتي کمپ له اته ورځنیو تمریناتو او سیالیو وروسته پای ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی و او ازموینې ترسره شوې.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د تمریناتي او ازمایښتي کمپ دویم پړاو به د جون پر لومړۍ نېټه پیل شي. چارواکي وایي دا بهیر د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ټاکلو لپاره روان ساتل کېږي او ټاکل شوې ده چې غوره لوبغاړي بل پړاو ته ولېږدول شي.

د لومړي پړاو په جریان کې ګډونوالو لوبغاړو تمریناتي ناستې او داخلي سیالۍ ترسره کړې چې موخه یې د تخنیکي مهارتونو ارزونه او د لوبغاړو فټنس کچه سنجول یاد شوي دي. د خوست ولایتي رسنیز دفتر د ټاکنیزو معیاراتو جزییات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار یې کړی چې پروسه به پرلپسې روانه وي.

کرېکټ‌بورډ تر اوسه د دویم پړاو د دقیقو ورځنیو مهالوېشونو، د روزونکو نومونو او د وروستۍ لوبډلې د اعلان نېټې په تړاو نور جزئیات نه دي شریک کړي. ټاکل شوې ده چې بل پړاو کې هم ازمایښتي سیالۍ او معیاري تمرینات شامل وي.

ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.

د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

د هند پر وړاندې لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې حشمت‌الله شهیدي به د هند پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو مشري کوي. د هند او افغانستان ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې او درې یو ورځنۍ لوبې د جون پر ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه کیږي.

کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د دې لوبلړۍ لپاره دوه جلا ۱۵ کسیزې لوبډلې اعلان کړې،چې یوه د یو ورځنیو لوبو لپاره او بله د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره ده او شهیدي به په دواړو کې کپتان پاتې کېږي.

په لوبډله کې ستوري لوبغاړي لکه راشد خان، رحمان‌الله ګوربز، محمد نبي او عظمت‌الله عمرزی هم شامل دي.

د یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې رحمان‌الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل لوبغاړو په توګه راځي. محمد نبي او عمرزی بیا د الراونډرانو په توګه د لوبډلې توازن پیاوړی کوي.

په توپ اچوونکو کې د راشد خان تر څنګ ځوان سپېنر غضنفر او تیز توپ اچوونکي بلال سميع، فرید ملک او ضیاالرحمن شرفي شامل دي.

د ټیسټ لوبې لپاره بیا ځینې بدلونونه راغلي دي. عبدالمالک، رحمان‌الله ځدراڼ او شرف‌الدین اشرف په سکواډ کې ور اضافه شوي دي. رحمت شاه او ګوربز خپل ځایونه ساتلي او د ویکټ ساتنې لپاره اکرام علي خېل او افسر ځاځی ټاکل شوي دي.

راشد خان په ټیسټ لوبډله کې شامل نه دی او پر ځای یې قیس احمد، ننگیال خروټی او شرف‌الدین اشرف اخېستل شوي دي.

د هند او افغانستان ترمنځ ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې پورې په نیو چندیګړ کې کېږي او وروسته به درې یو ورځنۍ لوبې د جون په ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه په ترتیب سره په دهرمشاله، لکنهو او چینای کې کیږي.