• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوست: بایډن د خپلو غږیزو ریکارډونو د خپرېدو مخنیوی غواړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ددغه هېواد د عدلیې وزارت پر وړاندي دعوه کړې او غوښتي دي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له لوري دې د هغه د شخصي مرکو غږیز ریکارډونه او لیکلي متنونه نه خپرېږي.

دا هغه مرکې دي چې بایډن د خپلو خاطراتو د کتاب لیکوال سره د مرستې په دود کړې دي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د بایډن دغه خبرې او مرکې د هغې څېړنې د یوې برخې په توګه راټولې شوې وې چې د هغه د محرمو اسنادو د مدیریت او چلند په اړه روانه وه، او اوس د دغو موادو د خپرولو د مخنیوي لپاره حقوقي اقدام شوی دی.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵

په سویس کې پولیسو درې هغه ځوانان نیولي چې یو ۲۱ کلن افغان ځوان یې په سر وهلی و

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني اړیکه نیولې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټیلیفوني اړیکه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د لبنان پر وړاندې د اسراییل پوځي عملیات، په ځانګړي ډول د حزب‌الله پر ضد، لا پراخ شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه اړیکه په داسې حساسو شرایطو کې شوی چې د راپورونو له مخې امریکا له اسراییل غوښتي له بېروت ښار څخه د احتمالي بریدونو ډډه وکړي، څو د واشنګټن او ایران ترمنځ روانو مذاکراتو ته زیان ونه رسېږي.

تر اوسه د نتنیاهو او ټرمپ د خبرو د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو شنونکي باور لري چې د سیمې امنیتي وضعیت، د لبنان جګړه او له ایران سره روانې سیاسي هڅې به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې او د جګړې د پراخېدو په اړه وېره هم مخ په زیاتېدو ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: هیله لرو چې منځني ختیځ ته ژر تر ژره سوله بېرته راستانه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحه‌محور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.

وانګ يي د سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته، چې مشري یې هم خپله کوله، خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو له لورو تمه لري د اوربند د ساتلو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لوري د اوربند تعقیب ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر وړاندې د روغې جوړې چلند ته دوام ورکړي، څو سوله هر څه ژر منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران جګړه او د سیمې روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنو سبب شوی او ګڼ هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي حل‌لارې غوښتنه کوي.

ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.

د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.

دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.

لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.

جرمني د روسیې سفیر احضار کړی دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې سفیر یې پر کیېف د مسکو له وروستیو بریدونو او ګواښونو وروسته احضار کړی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني اړوند ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني د ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي او هم یې په کیف کې د جرمني سفارت له کارکوونکو غوښتي چې ښار پرېږدي. برلین دغه اقدامات د فشار او ترهې هڅه بللې ده.

دغه وزارت ویلي چې د همدې پېښو له امله یې د روسیې سفیر احضار کړی او هغه ته یې په ډاګه کړې چې جرمني به د روسیې له ګواښونو ونه وېرېږي.

برلین ټینګار کړی چې له اوکراین څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د روسیې د فشار سیاست به د دوی دریځ بدل نه کړي.