د خیبر پښتونخوا په سوات کې یو کس د خپلې مېرمنې تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې

د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې یو کس پر خپلې مېرمنې او ورېندار ډزې کړې، چې له امله یې مېرمن وژل شوې او ورېنداره یې ټپي ده. ځایي پولیس وایي، نوموړي د خپلې مېرمنې تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې ده.
یاده پېښه د سوات په شوخدړه سیمه کې شوې ده. د ځایي چارواکو په وینا؛ ټپي شوې ښځه روغتون ته لېږدول شوې ده. لاتراوسه د یادې پېښې انګېزه نهده روښانه شوې.
