پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه اووه فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي، چې پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه اووه فلسطینیان وژل شوي دي. یوازې په مرکزي غزه کې د کډوالو پر پنډغالي د ډرون برید له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
