د تیرا د اغېزمنو کډوالو استازي وایي چې دوی په احتجاجي توګه د اختر خوښۍ په پرلت کې ځکه نمانځي چې واکمنو ته وښيي د دوی اصلي ستونزې نه دي حل شوې او نه ورته پاملرنه کېږي.
د تیرا د اغېزمنو کډوالو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې اختر داسې یو جشن دی چې خلک پکې له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او خوښۍ شریکوي، خو له بده مرغه د تیرا بېځایه شوي خلک په در په دره ژوند تېرولو مجبور دي.
هغه وویل چې کوچنی اختر هم د دوی له خوا په احتجاجي توګه په کیمپ کې نمانځل شوی و، خو دوی هیله درلوده چې شاید د لوی اختر لمونځ به په خپلو پلرنیو سیمو کې وکړي، خو د واکمنو د بېغورۍ له امله د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو بهیر په پرله پسې ډول له ځنډ سره مخ دی.
د خیبر ولسوالۍ له غرنۍ سیمې تیرا درې څخه شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې زرګونو کسانو کډه کړې وه. حکومت ادعا کوي چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو له امله دغه سیمه خالي کړل شوې وه څو هلته د حکومت واکمني رامنځته شي.
د تیرا اغېزمن شوي خلک وایي چې د حکومت له خوا ورسره ژمنه شوې وه چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شي، خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو یونیمه میاشت تېره شوې او لا هم د دوی د بېرته ستنېدو کوم مهالوېش نه دی ورکړل شوی.
د تیرا بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د «تیرا د اغېزمنو غورځنګ» په نوم یو بنسټ هم جوړ کړی دی چې له درې نیمو میاشتو راهیسې د باړې پریس کلب مخې ته په احتجاج بوخت دي.
په دغه احتجاجي کیمپ کې وخت په وخت د سیاسي ګوندونو مشران هم د اغېزمنو خلکو د ملاتړ لپاره ورځي.
د صحبت خان اپریدي په وینا، دوی ته له تیرا څخه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې هلته ګڼې نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي او په لویه کچه مېوه لرونکې ونې هم وهل شوې دي چې دې چارې د کډوالو اندېښنې خورا زیاتې کړې دي.
هغه وویل چې د حکومتي ادارو له خوا چې کومه سړه رویه ښودل کېږي، داسې نه ښکاري چې د اغېزمنو خلکو بېرته ستنېدل دې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې هم ممکن شي.
بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ ځایي اداره وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني رامنځته شوې ده. د ځایي ادارې په وینا، په تیرا کې ګڼې دولتي ادارې په چټکۍ سره کار کوي، د نویو سړکونو جال غوړول کېږي او د اړینو پرمختیایي کارونو له پای ته رسېدو وروسته به هلته پولیس هم وګومارل شي.