د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د چارشنیې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چېرې چې فقر او ناامني وي او اقتدار د مفسدينو او ظالمانو په لاس كي وي هلته كه څوك سل ځله ادعا وكړي چي دلته اسلامي نظام راغلى، ستر او كركجن دروغ یې ويلي دي.
د حکمتیار په باور، واقعي سولې او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزناک داخلي لوري په رښتینې توګه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو اساسي خبرو هوکړه وكړي.
نوموړي په دغو بنسټیزو خبرو کې دوه هغه د واک لپاره له جګړې او د بل په زور د خپل مخالف لوري ماتولو نه ډډه کول بللي دي.
حکمتیار په خپل پیغام کې ویلي، چې اهل کس ته د مشرۍ امانت سپارل د ملت شرعي حق دی او امیر هم باید د بادار پرځای د خلکو خادم وي. نوموړي د ملت مشري د خلکو په اکثریت او علني رایو پورې مشروط کړې ده.
حکمتیار په خپل پیغام کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په غیر مستقیم ډول د ملا هبت الله د فرمانونو صادرولو ته اشاره کړې او وايي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د خپلو احکامو پرځای د خدای حکمونه پلي کړي او ولس د هرڅه په تړاو په مشورو کې شریک وګڼي.
حکمتیار د وړتیا پر بنسټ د ددندو پر وېش ټینګار کړی او وايي، داسې نه چې امیر د قدوري ملا د انجنيري پوهنځي ریيس وټاكي.
د حزب اسلامي مشر په خپل پیغام کې په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د افغان ولس پر رول ټینګار کړی او ددې لپاره یې د ولس د یوې ممثلې شورا موجویت وړاندیز کړی چې د اساسي قانون د جوړولو واک ولري او راتلونکي حکومتونه هم ددغه قانون له مخې جوړ شي.
هغه په خپل پیغام کې پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د پرديو امنيتي، استخباراتي او وسله وال حضور او لاسوهنې رد کړي.
حکمتیار د یوې داسې دارالافتا پر جوړولو هم ټینګار کړی، چې دده په وینا، د خپلسرو فتواګانو او له حلال نه د حرام او له حرام نه د حلال جوړولو مخه ونیسي او امر بالمعروف هم د هر مسلمان دنده وګڼل شي.
په داسې حال کې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د حزب اسلامي دفتر بند کړی او ظاهرا د دغه ګوند د مشر پر فعالیتونو او په جومات کې پر ویناوو یې محدودیتونه لګولي، حکمتیار د قراني ایتونو په استناد ویلي، چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت د فرد فرد، نارينه او ښځينه دنده ده او هيڅوك حق نه لري چي دا دنده تعطيل، تعليق يا تحريم كړي او تر سركاري ادارو او مامورينو یې محدوده كړي.
هغه ټینګار کړی، چې له دې نه باید د نورو د غلي کولو او د منبر د مهارولو وسيله او مجوز جوړ نه شي.