• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد د محدوده ودې سربېره لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد سره له دې چې محدوده وده کړې؛ خو لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا؛ د نفوس او انفلاسیون زیاتوالي او د بهرنیو مرستو کمښت د خلکو پر معیشت فشار زیات کړی او د خلکو د ژوند کچه یې کمزورې کړې ده.

نړۍوال بانک د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) د یو راپور په خپرولو ویلي، د سیمه‌ییزو کړکېچونو او لارو تړل پاتې کېدو سره، سره د افغانستان اقتصاد محدوده وده کړې چې د دې اصلي ناخالص کورني تولید شاوخوا ۴.۸ سلنه اټکل شوی.
د راپور له مخې؛ دغه اقتصادي وده په ځانګړې توګه د کورنۍ تقاضا زیاتوالي او د مېلیونونه افغان کډوالو د راستنېدو له امله وه، هغه لاملونه چې د کورني لګښت او د کورني بازار فعالیت یې زیات کړی دی.
خو نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د شاوخوا ۳.۷ مېلیونه افغانانو راستنېدنه له اقتصادي ودې ډېره شوې ده چې له امله یې ناخالص کورنی تولید ۵.۶ سلنه کم شوی دی. د دغه بنسټ په وینا؛ د نفوسو زیاتوالي او د بیو لوړېدو د کورنیو پر معیشت فشار راوستی دی.
په راپور کې راغلي، چې د انفلاسیون کچه په منځني ډول په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۳.۶ سلنه وه او د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې ۷.۶ سلنې ته ورسېده.
نړۍوال بانک د کرنې د تولید کمښت، د تقاضا زیاتوالی او د سوداګرۍ ګډوډي د دغه زیاتوالي اصلي لامل بولي او ټینګار کوي، که څه هم د پېسو د تبادلې نرخ ټیکاو او ټیټو نړۍوالو نرخونو تر یوې اندازې د انفلاسیون په کنټرول کې مرسته کړې؛ خو د بیو لوړېدو د کورنیو په ځانګړې توګه د بې‌وزله کسانو لپاره د پېر ځواک کم کړی دی.
نړۍوال بانک وايي، چې دغه وضعیت د بې‌وزلۍ او د ناخوندي خوړو د زیاتوالي لامل شوی دی. اټکلونه ښيي، چې د ۲۰۲۵کال تر پایه شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو او دغه شمېره ښایي په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴ مېلیونه خلکو ته ورسېږي چې د افغانستان د نفوس نږدې ۴۰ سلنې سره برابر ده.
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، د طالبانو کورني عواید په ۲۰۲۵کال کې د ناخالص کورني تولید ۱۹.۸ سلنې ته لوړ شول چې تر ټولو لوی لامل یې د مالیاتو راټولول وو. خو د بهرنیو مرستو کمښت په زېربناوو کې د پانګونې او د اقتصادي ناورینونو سره د مقابلې وړتیا محدوده کړې ده.نړۍوال بانک دارنګه د افغانستان بهرنی اقتصادي وضعیت هم نازک وباله او ویې ویل، چې د وارداتو زیاتوالي او کمزوري صادراتي وضعیت د سوداګرۍ کسر زیات کړی دی. اټکل کېږي، چې د روان حساب کسر به په ۲۰۲۵کال کې د ناخالص کورني تولید ۳۶.۱ سلنې ته ورسېږي.دغه بنسټ زیاته کړه، چې خصوصي سکتور له ۲۰۲۲کال راهیسې په پلور، کارموندنې او پانګونې کې د ښه‌والي نښې ښودلې؛ خو د برېښنا کمښت، مالي سرچینو ته محدود لاسرسی او د نارسمي اقتصاد پراختیا په څېر ستونزو د دوامداره ودې او کارموندنې زمینې رامنځته کولو مخه ډب کړې ده.د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک رییس فرِیس حداد-زِروس وویل: «د افغانستان اقتصاد د لویو ننګونو پر وړاندې یو څه انعطاف ښودلی؛ خو یوازې اقتصادي وده کافي نه‌ده. د نفوس چټکې ودې د اقتصادي لاسته راوړنو مخه نیولې، عاید یې کم کړی او فقر یې زیات کړی دی».نړۍوال بانک وړاندوینه کړې، د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۴ سلنې ته راټیټه شي او خبرداری یې ورکړی چې دوامداره سیمه‌ییزه بې‌ثباتي، د بهرنیو مرستو کمښت او د نفوسو فشارونه به د هېواد اقتصادي لیدلوری نور هم زیانمنونکی کړي.





ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.