د خبرپاڼې لهمخې، د دغې مرستې د وېش پر مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن د ترکیې سرې میاشتې او دیانت خیریه بنسټ له دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، دا ډول مرستې دبېوزلو او اړمنو کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همدردۍ اړیکې هم لا پیاوړې کوي.
په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې مسوول نعیمالله کریمي وویل، د ترکیې سره میاشت تل د افغان ولس ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي په هر ډول حالاتو کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې سبا به هم (پنجشنبه د غبرګولي ۷مه) د ترکیې سرې میاشتې په ملاتړ پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ۳ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی او نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، او بلخوا د بدخشان د سرو زرو د کانونو پر سر د قندهار او بدخشان د طالبانو ترمنځ اختلافات هم موجود دي.
هغه ټینګار کړی چې یوازې د سیمې هېوادونه حق لري د خپلو امنیتي او برخلیک ټاکونکو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي او هیله یې څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونو د همکارۍ او مشورو له لارې د نورو هېوادونو له مداخلې پرته د خپلواکې تصمیمنیونې زمینه برابره شي.
باقري د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي او زیربنایي همکارۍ د سیمهییز ثبات لپاره رغنده وبللې.
ایرنا ویلي، چې طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم په دې لیدنه کې د ایران له خلکو سره د امریکا او اسراییل د وروستیو نظامي اقداماتو پر وړاندې د پیوستون څرګندونه کړې ده.
ایرنا ویلي، چې مولوي یعقوب د ایران د رهبر او نورو ایراني چارواکو او وګړو پر مړینې تسلیت ویلی دی.
د رپوټ پر بنسټ، مجاهد ویلي، چې د افغانستان خاوره، هوا او پولې هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې او ټینګار یې وکړ چې کابل دا موضوع په وروستۍ جګړه کې ثابته کړې ده.
هغه د تهران او کابل د اړیکو د پراختیا او د پلاویو د تبادلې د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.
په دې لیدنه کې چې په روسیه کې د ایران سفیر هم پکې حضور درلود، دواړو لوریو د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا په ګډون پر دوهاړخیزو او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
طالبانو تراوسه ددې ناستې د جزئیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.