د جوزجان اوسېدونکی: طالبانو خلک نهدي پرېښي چې په خپلو سیمو کې د اختر لمونځ ادا کړي

د جوزجان یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو خلکو ته اجازه نهده ورکړې چې د خپلې سیمې جوماتونو کې د اختر لمونځ ادا کړي چې دغه چاره د پراخې ګڼېګوڼې لامل شوې. د هغه په وینا؛ په تېرو کلونو کې د دغه ولایت اوسېدونکو د لوی اختر لمونځ د خپلې سیمې په جوماتونو کې ادا کاوه.
