• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تیرا یو شمېر بېځایه شویو خلکو لمونځ او اختر په احتجاجي پرلت کې وکړل

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د تیرا خلکو، چې له درې نیمو میاشتو راهیسې بېځایه شوي، د اختر لومړۍ ورځ په احتجاجي پرلت کې تېره کړه. د دوی استازي وایي چې د چارواکو د بې غورۍ له امله د دوی د بېرته ستنېدو ژمنې نه دي پوره شوې او لا هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو استازي وایي چې دوی په احتجاجي توګه د اختر خوښۍ په پرلت کې ځکه نمانځي چې واکمنو ته وښيي د دوی اصلي ستونزې نه دي حل شوې او نه ورته پاملرنه کېږي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې اختر داسې یو جشن دی چې خلک پکې له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او خوښۍ شریکوي، خو له بده مرغه د تیرا بېځایه شوي خلک په در په دره ژوند تېرولو مجبور دي.

هغه وویل چې کوچنی اختر هم د دوی له خوا په احتجاجي توګه په کیمپ کې نمانځل شوی و، خو دوی هیله درلوده چې شاید د لوی اختر لمونځ به په خپلو پلرنیو سیمو کې وکړي، خو د واکمنو د بېغورۍ له امله د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو بهیر په پرله پسې ډول له ځنډ سره مخ دی.

د خیبر ولسوالۍ له غرنۍ سیمې تیرا درې څخه شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې زرګونو کسانو کډه کړې وه. حکومت ادعا کوي چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو له امله دغه سیمه خالي کړل شوې وه څو هلته د حکومت واکمني رامنځته شي.

د تیرا اغېزمن شوي خلک وایي چې د حکومت له خوا ورسره ژمنه شوې وه چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شي، خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو یونیمه میاشت تېره شوې او لا هم د دوی د بېرته ستنېدو کوم مهالوېش نه دی ورکړل شوی.

د تیرا بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د «تیرا د اغېزمنو غورځنګ» په نوم یو بنسټ هم جوړ کړی دی چې له درې نیمو میاشتو راهیسې د باړې پریس کلب مخې ته په احتجاج بوخت دي.

په دغه احتجاجي کیمپ کې وخت په وخت د سیاسي ګوندونو مشران هم د اغېزمنو خلکو د ملاتړ لپاره ورځي.

د صحبت خان اپریدي په وینا، دوی ته له تیرا څخه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې هلته ګڼې نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي او په لویه کچه مېوه لرونکې ونې هم وهل شوې دي چې دې چارې د کډوالو اندېښنې خورا زیاتې کړې دي.

هغه وویل چې د حکومتي ادارو له خوا چې کومه سړه رویه ښودل کېږي، داسې نه ښکاري چې د اغېزمنو خلکو بېرته ستنېدل دې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې هم ممکن شي.

بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ ځایي اداره وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني رامنځته شوې ده. د ځایي ادارې په وینا، په تیرا کې ګڼې دولتي ادارې په چټکۍ سره کار کوي، د نویو سړکونو جال غوړول کېږي او د اړینو پرمختیایي کارونو له پای ته رسېدو وروسته به هلته پولیس هم وګومارل شي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

محسین داوړ: زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».

ياده پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د هرنايي په شاهرګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

مُحسن داوړ پر اېکس حواله رسنۍ وويل، «هرنایي کې په یوه ترهګریز برید کې زاهد شاه، ضیاءالحق، زمان شاه او محمد قاهر ووژل شول او اکرام الله شاه ټپي شو».

په ټولنيزو رسنیو د پېښې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې ليدل کیږي، ټپيانو ته په روغتون کې درملنه ورکول کيږي.

هرنايي د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده، چې د سکرو کانونه په کې موقعيت لري، او اکثر په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د روانې می د میاشتې په لومړو کې په هرنايي کې ناپېژاندو وسله‌والو د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي وو.

د پښتونخوا پوليس: د لوی اختر په ورځو کې د امنیت لپاره ۵۰زره پولیس ګمارل شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر ويلي، چې د لوی اختر په ورځو کې یې په دغه ایالت کې د امنيت د ټينګښت لپاره کلک ګامونه پورته کړي او ۵۰زره د پولیسو افسران او سرتېري یې ګمارلي ترڅو د خلکو امنیت خوندي کړي.

د پوليسو مشر ذوالفقار حميد په يوه ويډیویي پیغام کې ويلي، په ايالت کې د ولس د خونديتوب او مهمو ځايونو د ساتلو لپاره کوټلی پلان جوړ کړل شوی دی.

هغه وويل، د اختر د لمونځو په ځايونو، جماتونو، تمځایونو، ګڼې ګوڼې او سېلګرۍ په ځایونو کې به زيات سرتيري ځای پر ځای وي.

هغه زياته کړې، نه يوازې د اختر په ورځ، بلکې د رخصتيانو په نورو ورځو کې به هم پوليس هر ځای موجود وي، د امنيت سره سره به د خلکو سره احتمالي مرستې هم کوي.

د پوليسو مشر زياته کړې، د ایالت اوسېدونکو ته د سوله ييز اختر باور ورکوي.

د پښتونخوا د پوليسو مشر دا اختر پر مهال د امنیت د ټينګ ساتلو لپاره د اضافي سرتېرو ځای پر ځای کولو دا بيان په داسې وخت کې ورکړی، چې په دغه ايالت کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو زور اخستی دی.

«ناموسي» وژنې؛ د خپلې خوښې واده غوښتنې له امله په پېښور کې یو هلک او نجلۍ وژل شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د خیبربښتونخوا د پېښور خزانه تاڼې اړوند د ګوهي قادراباد په سیمه کې د خپلې خوښې واده غوښتنې له امله یوې کورنۍ خپله ۱۶ کلنه لور او ۲۲ کلن ځوان وژلي دي. د پېښور پولیسو ویلي، چې تر پېښې وروسته د هلک کورنۍ له وسلو سره یادې سیمې ته ورغلې وه.

پولیس وايي، په یاده سیمه کې یو هلک او نجلۍ غوښتل په مینه واده وکړي چې پېښه تر وژنې او تاوتریخوالي رسېدلې. پولیسو زیاته کړې، دغه ۲۲ کلن ځوان محمود نومېده او غوښتل یې په مینه واده وکړي چې د نجلۍ کورنۍ ته یې غوښتنه هم لېږلې.

د پولیسو په خبره؛ د نجلۍ کورنۍ د نوموړي غوښتنه رد کړې او د نجلۍ پلار او وړونو یاد ۲۲ کلن محمود په زور له ځان سره بېولی او په شکنجو یې وژلی. پولیسو زیاته کړې، چې د هلک تر وژنې وروسته نجلۍ هم په خپل کور کې وژل شوې ده.

ځایي امنیتي ادارې وایي، چې د هلک تر وژنې وروسته د هغه خپلوان له وسلو سره یادې سیمې ته ورغلي، تاوتریخوالی رامنځته شوی او ان د نجلۍ د ښخولو اجازه هم نه ورکول کېده.

د دوی په وینا؛ پولیس سملاسي سیمې ته رسېدلي او له دواړه خواوو سره یې تر خبرو وروسته د نجلۍ د ښخولو اجازه ورکړې ده. پولیسو ویلي، چې د نجلۍ پلار په ګډون پر یوشمېر کسانو عریضه شوې او دامهال د دوی پلټنې پيل شوې دي.

د پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې ښوونځی او روغتيايي مرکز په چاودېدونکو توکو الوزول شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په سويلي ولسوالۍ ټانک کې نامعلومو کسانو يو دولتي ښوونځی او يو روغتيايي مرکز پر چاودېدونکو توکو الوزولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې له سیمه ییزو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه پېښه د ټانک ولسوالۍ په چیسان کیچ سیمه کې رامنځه شوې ده.

بريد کې د هلکانو دولتي ښوونځی او ورسره څنګ ته روغتيايي مرکز په نښه کړل شوي دي.

د خبر له مخې، سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه چې د چاودنو پر مهال ودانۍ خالي وې. ويل شوي، پوليسو د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په ټولنيزو رسنیو هم د يادو ودانيو ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړل شوي چې په نړېدلې حالت کې دي.

له دې وړاندې هم په تېرو څو مياشتو کې په بنو، سويلي او شمالي وزيرستان کې دولتي ښوونځي او پلونه په چاودېدونکو توکو الوزول شوي دي.

د پېښور سترې محکمې د یوې پاکستانۍ ښځې افغان مېړه د خوشې کېدو امر کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې مشر قاضي د یوه افغان وګړي د پاکستانۍ مېرمنې د عریضې له اورېدو وروسته د هغه د سمدستي خوشې کېدو امر صادر کړی دی.

دغه حکم د پېښور عالي محکمې د مشر قاضي عتیق شاه په مشرۍ د څو کسیزې څانګې له خوا صادر شوی. عریضه د یوې پاکستانۍ مېرمنې له خوا د خپل افغان خاوند د نیول کېدو پر ضد وړاندې شوې وه.

د عریضه کوونکې وکیلې، ثنا ګلزار محکمې ته وویل چې عریضه کوونکې شبینې له یوه افغان وګړي ګل محمد سره واده کړی او دوه لوڼې لري. د هغې په وینا، د پېښور پولیسو څه موده وړاندې ګل محمد د بهرنیانو د قانون د ۱۴مې مادې له مخې د قانوني اسنادو د نشتوالي په تور نیولی و.

وکيلې محکمې ته وویل، چې ګل محمد د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او د دوی یوه کم‌عمره لور د تلیسیمیا پر ناروغۍ اخته. هغې زیاته کړه چې په کور کې یې بل کوم نارینه نشته او د ګل محمد له نیول کېدو وروسته د ماشومې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د اورېدنې پر مهال بي بي شبینې له خپلې ناروغې لور سره محکمې ته حاضره شوې وه. هغې محکمې ته وویل چې د مېړه له نیول کېدو وروسته یې د کورنۍ ټول مسؤلیتونه پر هغې پاتې شوي او د لور روغتیايي وضعيت یې ورځ تر بلې خرابېږي.

هغې زیاته کړه چې لور یې دوامدارې درملنې او روغتون ته د منظم تګ اړتیا لري، خو د مالي ستونزو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي. نوموړې له محکمې وغوښتل چې که مېړه یې خوشې نه شي، ښايي خپله لور له لاسه ورکړي.

د دلایلو له اورېدو وروسته مشر قاضي د افغان وګړي ګل محمد د سمدستي خوشې کېدو امر صادر کړ.