هغه د خپلې وینا پرمهال وویل، که خپلمنځي اتفاق رامنځ ته نهشي بیا به «انسانان د بندهګانو بندهګي» کوي. د هغه په خبره؛ د یو امیر او د هغه د اطاعت کولو پرته یوالی رامنځ ته کول ناشونې چاره ده. نوموړي زیاته کړه: «یو ساعت پرته له امیره هم فتنې او اختلاف رامنځ ته کېږي؛ نو د فتنې دروازې بندول پر مسلمانانو فرض دي».
نوموړي خپله اداره په نړۍ کې بېسارې بللې او ټینګار یې کړی، چې ټول باید د هغه خبره، فرمانونه، قوانین، هدایت او امرونه ومني او له بېاطاعتۍ ډډه وکړي.
نوموړي افغانانو ته په خطاب کې وویل: «د خپل دین د ساتنې لپاره د امارت سره ودرېږئ او اطاعت یې وکړئ، د امر اطاعت وکړئ، د فرمانونو اطاعت کوئ، دا فرمانونه شرعي دي. تاسو عقیده ورباندې ولرئ، پر مشرانو او امیر عقیده ولرئ».
هبت الله اخوندزاده زیاته کړې، په اختلافاتو او نافرمانۍ خپه کېږي او هیچا ته به اجازه ورنهکړي چې په افغانستان کې «فتنه» رامنځته کړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، که څو ځله مړ او ژوندۍ شي بیا به هم د «فتنو» مخه نیسي: «زه به فتنه ورکوم، که هر څو ځله مړ او ژوندی شم د فتنو مخه به نیسم. دغه خلکو ته چې بښنه مو ورته کړې ګورئ په مقابل کې راپورته نهشي که هرڅوک راپورته شي سخته سزا به ورکول شي».
هبت الله اخوندزاده وایي، چې په خپل سر یې د خلکو سرونه ساتلي او نه غواړي د خلکو په سرونو خپل سر وساتي. نوموړي د خپلي وینا په یوه برخه کې وویل، چې د امریکایانو سره د مذاکراتو پرمهال اندېښمن و که بهرنیان له افغانستان نه ووځي له افغانانو سره به څه ډول جنګېږي.
هغه وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانانو وژلو موخه نهوه. هغه په دې اړه وویل: «د امریکایانو سره چې مذاکرات شروع شوه، په دې جریان کې زما غالب ګمان وو چې امریکا نوره تښتي. زه په دې کې فکرمن وم، که امریکا ولاړه شي، د افغانانو سره به جنګ څنګه کوو. د ټول جنګ په جریان کې د افغانانو وژل زموږ موخه نه وه موږ نهوژل، دغه مو ورته ویل چې د کافرانو د مخه لري شي، قصدا مو نه دي وژلي».
د طالبانو مشر یو ځل بیا وویل، چې له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نهکوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته تیار دي. هغه زیاته کړې: «دنیا دې زموږ څخه دا تمه نهکوي چې د دین په مقابل کې به د دوی سره معامله کوو، د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې هم کوو».