• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په باجوړ او شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر نور ولي مسید د اختر پیغام او تبلیغاتي پاڼې پر دېوالونو نښلول شوې او وېشل شوې دي. په دغه درې مخیز پیغام کې پر خلکو غږ شوی چې د حکومت پر ضد ودرېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ ځايي خلک وايي چې د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نامعلومو کسانو د تحریک طالبان پاکستان تبلیغاتي توکي وېشلي چې د دې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید د اختر پیغام هم پکې شامل دی.

د باجوړ یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې تېره شپه ناوخته د باجوړ په مرکز خار تحصیل کې پر دېوالونو د ټي ټي پي د مشر لیکلي پیغامونه نښلول شوي دي.

په دغو پیغامونو کې د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام هم شامل دی چې د هغه له انځور سره خپور شوی دی.

ځینې ځايي سرچینې وايي چې دا لیکلي توکي د خار تحصیل د عیدګاه او شاوخوا ځینو نورو جوماتونو پر دېوالونو نښلول شوي وو او نن سهار چې کله ځايي خلک د اختر د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړل، نو پمفلټونه پر دېوالونو نښلول شوي لیدل کېدل.

د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تر دې حده تایید کړه چې د خار تحصیل په ځینو سیمو کې د تېرې شپې په تیاره کې نامعلومو کسانو د ټي ټي پي توکي پر جوماتونو او دېوالونو نښلولي دي.

بلخوا له شمالي وزیرستان څخه هم راپورونه وايي چې هلته هم د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام او د ځینو نورو وسله والو ډلو لیکلي پیغامونه پر دېوالونو نښلول شوي او په عامو خلکو کې وېشل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د ټي ټي پي د مشر له خوا هر کال د اخترونو په مناسبت پیغام خپرېږي چې د ټي ټي پي د رسمي رسنۍ عمر میډیا له خوا پر بېلابېلو ټولنیزو رسنیو خپرېږي.

سږ کال هم د ټي ټي پي په درې مخیز پیغام کې له خلکو غوښتل شوي چې د حکومت پر ضد راپورته شي. ټي ټي پي د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی، خو د ټي ټي پي جنګیالیو ته لارښوونه شوې چې که د امنیتي ادارو له خوا پر دوی برید وشي، نو دوی دې هم «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې په تېرو ۲۰ ورځو کې تر ۶۰ پورې بار وړونکي موټر سوځول شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱

په بلوچستان کې پر مال وړونکو موټرو د پرله پسې وسله والو بریدونو او سوځولو په غبرګون کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولانو لنډمهالی کاربندیز اعلان کړی دی. د بلوچستان د باروړونکو موټرو د څښتنانو ټولنه وايي، په تېرو دریو اونیو کې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۶۰ پورې لارۍ سوځول شوې دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر بار وړونکو موټرو د پرله پسې بریدونو د زیاتوالي، د هغو د سوځولو د پېښو او د امنیت د نشتوالي له امله، د لاریو مالکانو د موټرو تګ راتګ په موقتي ډول بند کړی دی.

د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د باروړونکو موټرو د څښتنانو اتحادیې په دغه ایالت کې د امنیت د خراب وضعیت، اقتصادي بحران، پر مال وړونکو موټرو د بریدونو او د هغو د سوځولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ټولو سوداګریزو سازمانونو یوه مهمه غونډه د جون پر درېیمه نېټه بللې ده.

د بلوچستان د باروړونکو موټرو د څښتنانو اتحادیې مشر حاجي نور محمد شاهواني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، په دغه ایالت کې په تېرو دریو اونیو کې د بار وړونکو موټرو د سوځولو پېښې خورا زیاتې شوې دي چې له امله یې له ټرانسپورټ سره تړلو سوداګرو ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی دی.

د هغه په وینا، په تېرو درېو اونیو کې د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د وسله والو کسانو له خوا پر ۵۰ تر ۶۰ پورې مال وړونکو موټرو بریدونه شوي او سوځول شوي دي.

نوموړي وویل، له دغو بریدونو وروسته اوس د دوی د ټولنې له خوا د بار وړونکو موټرو تګ راتګ په موقتي ډول درول شوی دی.

د کوټې ځايي خبريالان وايي، پر مال وړونکو موټرو ډېری بريدونه په نوشکي، احمدوال او دالبندین سیمو کې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په بلوچستان کې له ډېر وخت راهیسې د امنیت د خرابېدونکي وضعیت کابو کول د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده.

ډېری دغه بریدونه بلوڅ بېلتون پالې ډلې کوي.

د تیرا یو شمېر بېځایه شویو خلکو لمونځ او اختر په احتجاجي پرلت کې وکړل

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د تیرا خلکو، چې له درې نیمو میاشتو راهیسې بېځایه شوي، د اختر لومړۍ ورځ په احتجاجي پرلت کې تېره کړه. د دوی استازي وایي چې د چارواکو د بې غورۍ له امله د دوی د بېرته ستنېدو ژمنې نه دي پوره شوې او لا هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو استازي وایي چې دوی په احتجاجي توګه د اختر خوښۍ په پرلت کې ځکه نمانځي چې واکمنو ته وښيي د دوی اصلي ستونزې نه دي حل شوې او نه ورته پاملرنه کېږي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې اختر داسې یو جشن دی چې خلک پکې له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او خوښۍ شریکوي، خو له بده مرغه د تیرا بېځایه شوي خلک په در په دره ژوند تېرولو مجبور دي.

هغه وویل چې کوچنی اختر هم د دوی له خوا په احتجاجي توګه په کیمپ کې نمانځل شوی و، خو دوی هیله درلوده چې شاید د لوی اختر لمونځ به په خپلو پلرنیو سیمو کې وکړي، خو د واکمنو د بېغورۍ له امله د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو بهیر په پرله پسې ډول له ځنډ سره مخ دی.

د خیبر ولسوالۍ له غرنۍ سیمې تیرا درې څخه شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې زرګونو کسانو کډه کړې وه. حکومت ادعا کوي چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو له امله دغه سیمه خالي کړل شوې وه څو هلته د حکومت واکمني رامنځته شي.

د تیرا اغېزمن شوي خلک وایي چې د حکومت له خوا ورسره ژمنه شوې وه چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شي، خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو یونیمه میاشت تېره شوې او لا هم د دوی د بېرته ستنېدو کوم مهالوېش نه دی ورکړل شوی.

د تیرا بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د «تیرا د اغېزمنو غورځنګ» په نوم یو بنسټ هم جوړ کړی دی چې له درې نیمو میاشتو راهیسې د باړې پریس کلب مخې ته په احتجاج بوخت دي.

په دغه احتجاجي کیمپ کې وخت په وخت د سیاسي ګوندونو مشران هم د اغېزمنو خلکو د ملاتړ لپاره ورځي.

د صحبت خان اپریدي په وینا، دوی ته له تیرا څخه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې هلته ګڼې نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي او په لویه کچه مېوه لرونکې ونې هم وهل شوې دي چې دې چارې د کډوالو اندېښنې خورا زیاتې کړې دي.

هغه وویل چې د حکومتي ادارو له خوا چې کومه سړه رویه ښودل کېږي، داسې نه ښکاري چې د اغېزمنو خلکو بېرته ستنېدل دې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې هم ممکن شي.

بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ ځایي اداره وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني رامنځته شوې ده. د ځایي ادارې په وینا، په تیرا کې ګڼې دولتي ادارې په چټکۍ سره کار کوي، د نویو سړکونو جال غوړول کېږي او د اړینو پرمختیایي کارونو له پای ته رسېدو وروسته به هلته پولیس هم وګومارل شي.

محسین داوړ: زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».

ياده پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د هرنايي په شاهرګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

مُحسن داوړ پر اېکس حواله رسنۍ وويل، «هرنایي کې په یوه ترهګریز برید کې زاهد شاه، ضیاءالحق، زمان شاه او محمد قاهر ووژل شول او اکرام الله شاه ټپي شو».

په ټولنيزو رسنیو د پېښې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې ليدل کیږي، ټپيانو ته په روغتون کې درملنه ورکول کيږي.

هرنايي د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده، چې د سکرو کانونه په کې موقعيت لري، او اکثر په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د روانې می د میاشتې په لومړو کې په هرنايي کې ناپېژاندو وسله‌والو د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي وو.

د پښتونخوا پوليس: د لوی اختر په ورځو کې د امنیت لپاره ۵۰زره پولیس ګمارل شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر ويلي، چې د لوی اختر په ورځو کې یې په دغه ایالت کې د امنيت د ټينګښت لپاره کلک ګامونه پورته کړي او ۵۰زره د پولیسو افسران او سرتېري یې ګمارلي ترڅو د خلکو امنیت خوندي کړي.

د پوليسو مشر ذوالفقار حميد په يوه ويډیویي پیغام کې ويلي، په ايالت کې د ولس د خونديتوب او مهمو ځايونو د ساتلو لپاره کوټلی پلان جوړ کړل شوی دی.

هغه وويل، د اختر د لمونځو په ځايونو، جماتونو، تمځایونو، ګڼې ګوڼې او سېلګرۍ په ځایونو کې به زيات سرتيري ځای پر ځای وي.

هغه زياته کړې، نه يوازې د اختر په ورځ، بلکې د رخصتيانو په نورو ورځو کې به هم پوليس هر ځای موجود وي، د امنيت سره سره به د خلکو سره احتمالي مرستې هم کوي.

د پوليسو مشر زياته کړې، د ایالت اوسېدونکو ته د سوله ييز اختر باور ورکوي.

د پښتونخوا د پوليسو مشر دا اختر پر مهال د امنیت د ټينګ ساتلو لپاره د اضافي سرتېرو ځای پر ځای کولو دا بيان په داسې وخت کې ورکړی، چې په دغه ايالت کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو زور اخستی دی.

«ناموسي» وژنې؛ د خپلې خوښې واده غوښتنې له امله په پېښور کې یو هلک او نجلۍ وژل شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د خیبربښتونخوا د پېښور خزانه تاڼې اړوند د ګوهي قادراباد په سیمه کې د خپلې خوښې واده غوښتنې له امله یوې کورنۍ خپله ۱۶ کلنه لور او ۲۲ کلن ځوان وژلي دي. د پېښور پولیسو ویلي، چې تر پېښې وروسته د هلک کورنۍ له وسلو سره یادې سیمې ته ورغلې وه.

پولیس وايي، په یاده سیمه کې یو هلک او نجلۍ غوښتل په مینه واده وکړي چې پېښه تر وژنې او تاوتریخوالي رسېدلې. پولیسو زیاته کړې، دغه ۲۲ کلن ځوان محمود نومېده او غوښتل یې په مینه واده وکړي چې د نجلۍ کورنۍ ته یې غوښتنه هم لېږلې.

د پولیسو په خبره؛ د نجلۍ کورنۍ د نوموړي غوښتنه رد کړې او د نجلۍ پلار او وړونو یاد ۲۲ کلن محمود په زور له ځان سره بېولی او په شکنجو یې وژلی. پولیسو زیاته کړې، چې د هلک تر وژنې وروسته نجلۍ هم په خپل کور کې وژل شوې ده.

ځایي امنیتي ادارې وایي، چې د هلک تر وژنې وروسته د هغه خپلوان له وسلو سره یادې سیمې ته ورغلي، تاوتریخوالی رامنځته شوی او ان د نجلۍ د ښخولو اجازه هم نه ورکول کېده.

د دوی په وینا؛ پولیس سملاسي سیمې ته رسېدلي او له دواړه خواوو سره یې تر خبرو وروسته د نجلۍ د ښخولو اجازه ورکړې ده. پولیسو ویلي، چې د نجلۍ پلار په ګډون پر یوشمېر کسانو عریضه شوې او دامهال د دوی پلټنې پيل شوې دي.