پر سویلي لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د سېشنبې په ورځ د لبنان پر سویلي سیمو د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې؛ دغه بریدونه د برج الشمالي، کوثریه الرز، حبوش، معرکه او سلع په ښارګوټو او کلیو شوي دي.
