روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي ویلي، چې «په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول» یو نه منونکی اقدام دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي ویلي، چې «په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول» یو نه منونکی اقدام دی.
ریانووستي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) راپور ورکړی، چې سرګي شویګو دغه څرګندونې د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي. دغه غونډه د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې ده.
شویګو د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) وویل: «په افغانستان کې وضعیت لا هم ستونزمن دی. د مخدره توکو او وسلو د قاچاق ګواښ پر ځای پاتې دی او د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او ډلو فعالیتونه دوام لري».
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې، چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د اړیکو د جوړولو پر مهال باید په یاد وساتل شي، چې د هغه په وینا د ناټو هېوادونو کړنو اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه، چې د ناټو هېوادونه د افغانستان د اوسني وضعیت «اصلي مسوولیت» پر غاړه لري.
شویګو وویل: «همدا لامل دی، او په ځانګړي ډول د ایران شاوخوا وروستیو پېښو ته په کتو، موږ په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي بنسټونو جوړول نه منو».
هغه ټینګار وکړ، چې دا ډول اقدامات «له خطر پرته بل څه نهلري».
روسیې په وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان یا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور د بېرته ستنېدو مخالفت کړی دی. مسکو دا موضوع د سیمې امنیت ته ګواښ او خپلو پولو ته نږدې د لوېدیځ د پوځي نفوذ زیاتوالی ګڼي.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې په دوامداره توګه افغانستان ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو د حضور لېوالتیا ښودلې، خو د امریکا حکومت تر اوسه بګرام ته د بېرته ستنېدو لپاره کوم رسمي پلان نهدی اعلان کړی.
له دې ټولو سره سره روسیه په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پېژندلې ده.