• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویمه غونډه کیږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱

چین غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ارومچي د تېرې غونډې په دوام ددغه بهیر دویمه غونډه هم جوړه کړي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د دویمې غونډې لپاره د زمینې برابرولو کار لا له وړاندې پیل کړی. هغه دا موضوع د همدې میاشتې په پیل کې کابل ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.

د چین ډیپلوماټیک منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې ژوندۍ ساتلې دي.

وروسته له هغه چې چین په اپرېل میاشت کې د سینکیانګ په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لومړۍ غونډه جوړه کړه، اوس بیجینګ غواړي دویمه غونډه هم وکړي څو دغه بهیر دوام ومومي.

دا خبره پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته هغو سرچینو کړې چې له دغو بحثونو خبرې دي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شخړو پر سوداګرۍ، ترانزیټ، د خلکو پر تګ راتګ او په سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري داسې ښکاري چې په مهمو موضوعاتو کې نرمښت نه ښيي؛ لکه د حکومتي اړیکو بیا فعالول، سوداګري او د خلکو ازاد تګ راتګ، خو طالبانو د ارومچي بهیر په اړه ځینې مثبتې نښې له ځانه ښودلې دي.

پاکستان په رسمي ډول د سې ‌شنبې په ورځ په هغه ګډه اعلامیه کې خپله چوپتیا ماته کړه چې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د چین د درې ورځني سفر له پای وروسته خپره شوې ده.

اعلامیه وایي: «پاکستاني لوري د چین په ارومچي کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو د بریالي ترسره کېدو هرکلی وکړ او د چین له خوا یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوه پلیټفارم برابرولو ملاتړ وکړ».

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دویمې غونډې لپاره د زمینې برابرولو کار لا له وړاندې پیل کړی دی. هغه دا موضوع د همدې میاشتې په پیل کې کابل ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.

سفیر یو د مې پر۱۳مه په ایکس کې ولیکل: « دواړه لوري د ارومچي بهیر مثبت ارزوي او د سولې، امنیت او ګډ پرمختګ لپاره ګډ کار ته چمتو دي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم څو ځله د دې بهیر د پرمختګ خبره کړې ده.

د مې د ۱۱مې د غونډې له اعلامیې سره سم، متقي ټینګار کړی، « د خبرو اترو د بهیر بری په عملي ګامونو، د باور فضا په پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کچې په کمولو پورې تړلی او اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي».

خو هغه دا نه ده روښانه کړې، چې کوم مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

داسې باور کېږي چې ښايي نوموړي د هغو راپورونو یادونه کړې وي چې وايي،طالب چارواکو د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو غړي په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ کې نیولي او له اوسنیو سرحدي سیمو یې لرې کړي دي.

خو دا راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ناامنو سیمو وضعیت یوڅه ارام شوی او ځینې پرمختګونه د سیمه‌ییزو هوکړو له امله رامنځته شوي دي. د باجوړ، مهمند، کونړ او چترال–نورستان د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب ځینې وسله‌وال عناصر له سیمو ایستل شوي دي.

پر دغو هوکړو یو شمېر افغان سیاستوالو، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې شامل دی، نیوکې کړې دي.

د پاکستان ضد وسله والو پرضد اقدام، چې د اسلام اباد په وینا، د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، د دغه هېواد مهمه غوښتنه ده.

یو پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ځینې معلومات په شخصي توګه شریک کړي، خو لا نه ده څرګنده چې له نیول شویو کسانو سره به څه وکړي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې پاکستان له طالبانو څه غواړي، هغه وویل، « وژل، نیول، بې‌وسلې کول، پاکستان ته سپارل، یا له سرحديسیمو څخه د پاکستاني وسله‌والو لیرې کول».

بل لور ته افغان طالبانو ویلي چې پاکستان باید له دغو وسله‌والو ډلو سره خبرې وکړي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.

د یوه طالب چارواکي په وینا، کابل نه غواړي د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې نوې جګړه پرانیزي، ځکه دوی په خپله خاوره کې د یوې نوې شخړې توان نه لري.

پاکستان هڅه کړې چې له طالبانو لیکلې ژمنه واخلي چې تحریک طالبان پاکستان یا نورې ډلې به د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره نه کاروي، خو تر اوسه داسې کومه رسمي ژمنه نه ده ترلاسه شوې.

د سرچینو په وینا، « طالبانو په ارومچي کې منلې وه چې د احتمالي تړون په متن کې د ټي ټي پي نوم شامل کړي، خو د ترهګر اصطلاح کارولو سره یې مخالفت کړی و».

د ډان په وینا، د ارومچي بهیر ځانګړی اهمیت لري، ځکه پاکستان تر ډېره له کابل سره د دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل هڅې ناکامې ګڼي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۳

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف لسګونه ځوانان د ږېرو خریلو او سندرو اورېدو په تور نیولي‌

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي وایي، سږ کال یو ځل بیا د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو سخت دریځو اقداماتو د خلکو اختر په وېره او فشار بدل کړی دی. دوی وايي، د اختر په شپه طالبانو لسګونه ځوانان او سلمانیان د ږېرو او وېښتانو جوړولو او سندرو اورېدو په تور نیولي او ګواښلي‌ دي.

له کندهار نه باوري سرچینې وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د اختر په شپه د ښار په بېلابېلو سیمو کې سلمانیان تر سخت څار لاندې نیولي وو چې څوک د خلکو ږېرې لنډې یا و نه خروي.

د سرچینو په وینا؛ په همدې لړ کې شاوخوا ۶ سلمانۍ تړل شوې او د سلمانانو ترڅنګ تر ۵۰ زیات ځوانان د ښار له بېلابېلو برخو نیول شوي دي. ویل کېږي، پر دغه کسانو تور لګول شوی چې یا یې ږېرې لنډې کړې، خریلې او یا هم په سلمانیو کې د انتظار پرمهال په خپلو موبایلونو کې یې سندرې اورېدلې دي.

یوې سرچینې وویل: «امربالمعروف والا یوازې سلمانیو ته نه‌وو ورغلي؛ بلکې له نورو هټیو او کوڅو یې هم ځوانان نیول، دلته یوې سلمانۍ ته راغلی یو کس چې ږېره یې جوړوله هغه یې وړی بل یوه بیا سندرې اورېدلې هغه یې هم وړی او سلمان ته یې هم اخطار ورکړی».

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د امربالمعروف وروستیو اقداماتو په ښار کې د وېرې فضا خوره کړې ده. د دوی په خبره؛ ځوانان اوس ان د اختر په شپه هم د خپل ظاهري بڼې او شخصي موبایل له امله د نیول کېدو وېره لري.

یو ځوان وایي: «موږ فکر کاوه خلک به د اختر لپاره تیاری نیسي؛ خو ښار د تالاشیو او تعقیب په مرکز بدل شوی و. یوازې د ږېرې او سندرو له امله خلک وړل کېږي، موږ نه پوهېږو څه وکړو».

د سرچینو په وینا؛ یوشمېر نیول شوي کسان تر څو ساعتونو پوښتنو او ژمنو اخیستلو وروسته خوشې شوي، خو ځینې نور لا هم ساتل شوي دي. سلمانیان وایي، د امربالمعروف د سختو محدودیتونو له امله یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.

د دوی په خبره؛ خلک نور په وېره سلمانیو ته ورځي او ان د عادي وېښتانو اصلاح یا د ږېرې د برابرولو جرات هم نه‌کوي. د کندهار اوسېدونکي وایي، د اختر په شپو کې د خلکو نیول، د سلمانیو تړل او د شخصي موبایلونو پلټل هغه څه دي چې د خلکو ذهني ارامتیا او ټولنیز ژوند اغېزمنوي.

د سرچینو په خبره؛ د امربالمعروف محتسبینو په وروستیو میاشتو کې په کندهار کې خپل محدودیتونه نور هم سخت کړي او د خلکو پر شخصي ژوند څار زیات شوی؛ هغه څه چې د ګڼو اوسېدونکو په باور د ټولنې د ناراضایتۍ او خاموشۍ وېرې د پراختیا لامل شوی دی.

ملاهبت الله: که یو انسان د امیر له بیعت او اطاعت پرته مړ شي، مرګ یې د جاهلیت دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اختریزې وینا ټوله برخه پر اطاعت، امر منلو، د خپل‌منځي اختلافاتو په له‌منځه وړلو او یووالي ورټوله وه. نوموړي ویلي: «که یو سړی مړ شي او د یو امیر سره بیعت ونه لري، د امیر په اطاعت کې نه‌وي نو د دې سړي‌ مرګ د جاهلیت مرګ دی».

هغه د خپلې وینا پرمهال وویل، که خپل‌منځي اتفاق رامنځ ته نه‌شي بیا به «انسانان د بنده‌ګانو بنده‌ګي» کوي. د هغه په خبره؛ د یو امیر او د هغه د اطاعت کولو پرته یوالی رامنځ ته کول ناشونې چاره ده. نوموړي زیاته کړه: «یو ساعت پرته له امیره هم فتنې او اختلاف رامنځ ته کېږي؛ نو د فتنې دروازې بندول پر مسلمانانو فرض دي».

نوموړي خپله اداره په نړۍ کې بې‌سارې بللې او ټینګار یې کړی، چې ټول باید د هغه خبره، فرمانونه، قوانین، هدایت او امرونه ومني او له بې‌اطاعتۍ ډډه وکړي.

نوموړي افغانانو ته په خطاب کې وویل: «د خپل دین د ساتنې لپاره د امارت سره ودرېږئ او اطاعت یې وکړئ، د امر اطاعت وکړئ، د فرمانونو اطاعت کوئ، دا فرمانونه شرعي دي. تاسو عقیده ورباندې ولرئ، پر مشرانو او امیر عقیده ولرئ».

هبت الله اخوندزاده زیاته کړې، په اختلافاتو او نافرمانۍ خپه کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په افغانستان کې «فتنه» رامنځته کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، که څو ځله مړ او ژوندۍ شي بیا به هم د «فتنو» مخه نیسي: «زه به فتنه ورکوم، که هر څو ځله مړ او ژوندی شم د فتنو مخه به نیسم. دغه خلکو ته چې بښنه مو ورته کړې ګورئ په مقابل کې راپورته نه‌شي که هرڅوک راپورته شي سخته سزا به ورکول شي».

هبت الله اخوندزاده وایي، چې په خپل سر یې د خلکو سرونه ساتلي او نه غواړي د خلکو په سرونو خپل سر وساتي. نوموړي د خپلي‌ وینا په یوه برخه کې وویل، چې د امریکایانو سره د مذاکراتو پرمهال اندېښمن و که بهرنیان له افغانستان نه ووځي له افغانانو سره به څه ډول جنګېږي.

هغه وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانانو وژلو موخه نه‌وه. هغه په دې اړه وویل: «د امریکایانو سره چې مذاکرات شروع شوه، په دې جریان کې زما غالب ګمان وو چې امریکا نوره تښتي. زه په دې کې فکرمن وم، که امریکا ولاړه شي، د افغانانو سره به جنګ څنګه کوو. د ټول جنګ په جریان کې د افغانانو وژل زموږ موخه نه وه موږ نه‌وژل، دغه مو ورته ویل چې د کافرانو د مخه لري شي، قصدا مو نه دي‌ وژلي».

د طالبانو مشر یو ځل بیا وویل، چې له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نه‌کوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته تیار دي. هغه زیاته کړې: «دنیا دې زموږ څخه دا تمه نه‌کوي چې د دین په مقابل کې به د دوی سره معامله کوو، د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې هم کوو».

طالبانو کندهار کې د لوی اختر لمانځه لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې له نن سهار ۶ بجو راهیسې د لوی اختر لمانځه لپاره د مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ پرې شوی. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کوي.

په کندهار کې سږکال هم د لوی اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا کېږي. له کندهار نه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د لوی اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د سهار له ۶ بجو راهیسې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی دی. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې دي.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

د اختر په مناسبت کندهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د لوی اختر له رارسېدو سره هم‌مهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د معلوماتو له مخې؛ سږ کال هم د کندهار په لویه عیدګاه او یوشمېر ځانګړو جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي او ټاکل شوې ده، چې د ښار په دغه جوماتونو کې د اختر لمونځ د سهار په اته نیمو بجو پر یوه وخت ترسره شي.

د کندهار مرکزي عیدګاه هرکال د اختر د لمانځه تر ټولو ستر مرکز ګڼل کېږي او د کندهار له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان د اختر لمونځ لپاره دغه ځای ته ورځي. د طالبانو مشر ملاهبت الله هم د اختر د لمانځه امامت په همدې عیدګاه کې کوي، له همدې امله د عیدګاه دننه او بهر امنیتي تدابیر د نورو سیمو پرتله خورا سخت نیول شوي دي.

کندهار ښاریان وايي، طالبانو د ښار پر مهمو لارو، د عیدګاه شاوخوا او ګڼې ګوڼې سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي. دغه راز درنې وسلې هم عیدګاه ته نږدې او دننه انتقال شوي او د خلکو تګ‌راتګ تر جدي څار لاندې دی.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۸۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی چې د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، ټولټال ۸۶۸کورنۍ چې شمېر یې یو زر او ۸۴۷کسانو ته رسېږي، د بېلابېلو لارو افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کورنیو څخه ۷۷۲کورنۍ، چې یو زر او ۴۷۹کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۹نورې کورنۍ د سپین بولدک، ۴۷کورنۍ د نیمروز او ۴۰کورنۍ د هرات د اسلام‌ کلاله لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.

په داسې حال کې چې هره ورځ د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري، ګڼې هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل کېږي، له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې ډېری دغه کورنۍ له چمتووالي او حتا د اړینو اسنادو له لرلو پرته افغانستان ته راګرځول کېږي او د راتګ په لومړیو ورځو کې د سرپناه نشتوالي، د خوراکي توکو کمښت او د ژوند د لومړنیو لګښتونو له ستونزو سره مخ وي.

له بلې خوا، په هېواد کې روان اقتصادي بحران د دغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. پراخه بې‌کاري، د کار د فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو د پېرلو توان کمېدل هغه عوامل دي چې د راستنو شویو کورنیو وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.