طالبان وایي په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې تر ۱۱.۶ مېلیونه ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رافع خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې یې په ټول افغانستان کې تر ۱۱.۶ مېلیونه ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي. د هغه په وینا؛ دامهال په ټول افغانستان کې ۸۷ څانګې د برېښنا د وېش فعالیتونه پرمخ وړي.
