• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

طالبانو مسکو ته د مولوي یعقوب مجاهد د سفر په ترڅ کې له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی. دا تړون د مسکو په څنډه کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شوی، چې د مسکو او کابل ترمنځ د رسمي پوځي همکارۍ نوی پړاو ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب له روسي چارواکو او ددغه هېواد د امنیت شورا له منشي سره په ناسته کې وویل چې کابل غواړي له مسکو سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې کړي او د افغانستان په تړاویې د مسکو رول مهم وباله.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه اوږدې تاریخي اړیکې لري او د همدې اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو په همدې ناسته کې ویلي چې لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د تېرو شلو کلونو د حضور مسوولیت په بشپړ ډول ومني او له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بار پر غاړه واخلي.

شویګو وړاندې ویلي و چې روسیې له طالبانو سره عملي ډیالوګ جوړ کړی او له کابل سره یې په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د پراخې همکارۍ لوری غوره کړی دی.

د هغه په وینا، مسکو باور لري چې له افغانستان سره همکاري د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده.

دا پرمختګ داسې مهال شوی چې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې ورو ورو د رسمي تعامل او همکارۍ لور ته روانې دي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵

په سویس کې پولیسو درې هغه ځوانان نیولي چې یو ۲۱ کلن افغان ځوان یې په سر وهلی و

•
•
•

نور کیسې

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې امر بالمعروف باید تر سركاري ادارو او مامورينو محدود نه شي او نه هم د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله شي. حکمتیار ویلي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د قدوري ملا د انجنیري پوهنځي رییس ونه ټاکي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د چارشنیې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چېرې چې فقر او ناامني وي او اقتدار د مفسدينو او ظالمانو په لاس كي وي هلته كه څوك سل ځله ادعا وكړي چي دلته اسلامي نظام راغلى، ستر او كركجن دروغ یې ويلي دي.

د حکمتیار په باور، واقعي سولې او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزناک داخلي لوري په رښتینې توګه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو اساسي خبرو هوکړه وكړي.

نوموړي په دغو بنسټیزو خبرو کې دوه هغه د واک لپاره له جګړې او د بل په زور د خپل مخالف لوري ماتولو نه ډډه کول بللي دي.

حکمتیار په خپل پیغام کې ویلي، چې اهل کس ته د مشرۍ امانت سپارل د ملت شرعي حق دی او امیر هم باید د بادار پرځای د خلکو خادم وي. نوموړي د ملت مشري د خلکو په اکثریت او علني رایو پورې مشروط کړې ده.

حکمتیار په خپل پیغام کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په غیر مستقیم ډول د ملا هبت الله د فرمانونو صادرولو ته اشاره کړې او وايي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د خپلو احکامو پرځای د خدای حکمونه پلي کړي او ولس د هرڅه په تړاو په مشورو کې شریک وګڼي.

حکمتیار د وړتیا پر بنسټ د ددندو پر وېش ټینګار کړی او وايي، داسې نه چې امیر د قدوري ملا د انجنيري پوهنځي ریيس وټاكي.

د حزب اسلامي مشر په خپل پیغام کې په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د افغان ولس پر رول ټینګار کړی او ددې لپاره یې د ولس د یوې ممثلې شورا موجویت وړاندیز کړی چې د اساسي قانون د جوړولو واک ولري او راتلونکي حکومتونه هم ددغه قانون له مخې جوړ شي.

هغه په خپل پیغام کې پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د پرديو امنيتي، استخباراتي او وسله وال حضور او لاسوهنې رد کړي.

حکمتیار د یوې داسې دارالافتا پر جوړولو هم ټینګار کړی، چې دده په وینا، د خپلسرو فتواګانو او له حلال نه د حرام او له حرام نه د حلال جوړولو مخه ونیسي او امر بالمعروف هم د هر مسلمان دنده وګڼل شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د حزب اسلامي دفتر بند کړی او ظاهرا د دغه ګوند د مشر پر فعالیتونو او په جومات کې پر ویناوو یې محدودیتونه لګولي، حکمتیار د قراني ایتونو په استناد ویلي، چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت د فرد فرد، نارينه او ښځينه دنده ده او هيڅوك حق نه لري چي دا دنده تعطيل، تعليق يا تحريم كړي او تر سركاري ادارو او مامورينو یې محدوده كړي.

هغه ټینګار کړی، چې له دې نه باید د نورو د غلي کولو او د منبر د مهارولو وسيله او مجوز جوړ نه شي.

طالبانو د هبت‌الله د اختر وینا پر مهال په کندهار کې د هوايي دفاع سیستم فعال کړی و

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱

طالبانو د چارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د وینا پرمهال زي پي یو۴ د هوايي دفاع سیستم ځای پرځای کړی و. دغه وسله ډېری د ټیټ الوتو اهدافو او ډرون الوتکو پروړاندې کاریږي.

طالبانو د چارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر د لمانځه او د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وینا پر مهال د هوايي دفاع دودیز سیستم ځای پرځای کړی و.

له سیمې په را رسېدلو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې طالبانو د ZPU-4 په نوم روسي جوړ د هوايي دفاع سیستم په سیمه کې فعال کړی و.

دغه هوايي ضد ماشیګڼ څلور میله لري او ۱۵،۵ سانتي متره مرمۍ خوري.

طالبان دا ډول وسلې په مهمو امنیتي غونډو او لوړپوړو مراسمو کې د احتمالي هوايي ګواښونو د مخنیوي لپاره نصبوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال هم له دې او ورته نورو وسلو څخه د هوايي دفاع لپاره کار اخېستی دی.

د اختر په وینا کې؛ هبت‌الله ۸۱ ځله پر وحدت، ۳۵ ځله پر اختلاف او ۱۲ ځله پر اطاعت خبرې وکړې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کې د اسلامي ټولنې د وحدت، د امیر د اطاعت او د داخلي اختلافاتو د کمولو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه۸۱ ځله پر وحدت، ۳۵ ځله پر اختلاف او ۱۲ ځله پر اطاعت خبرې وکړې.

هبت‌الله په خپله وینا کې د «وحدت» مفهوم ۸۱ ځله یاد کړ، د «اختلاف» موضوع ته یې ۳۵ ځله اشاره وکړه او د «اطاعت» کلمه یې ۱۲ ځله وکاروله، چې دا موضوعات د هغه د خطبې اصلي محور جوړوي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د مسلمانانو لپاره یووالی د دیني عملونو بنسټ دی او د اختلاف شته والی د عباداتو د بشپړولو مخه نیسي. د هغه په وینا، جهاد هم د مسلمانانو د یووالي د ټینګښت لپاره فرض عمل دی.

ملا هبت‌الله همدارنګه د اسلامي تاریخ په حواله وویل چې د پیغمبر په وخت کې خلکو ته ویل کېدل چې د اختر لمانځه ته د ګډون لپاره ووځي څو د مسلمانانو صفونه ښکاره شي او وروسته د اسلامي ځواک د پیاوړتیا په پایله کې یوازې نارینه دې لمانځه ته بلل کېدل.

هغه ټینګار وکړ چې د مسلمانانو د لیکو پراخول او یو موټی کول عبادت دی او داخلي اختلافات د اسلامي ټولنې د کمزورتیا سبب ګرځي. د هغه په وینا، مسلمانان باید خپل اختلافات د محبت او بښنې له لارې حل کړي.

د طالبانو مشر زیاته کړه چې د مسلمانانو لپاره د یو امیر درلودل ضروري دي او د همدې لپاره د منظم نظام جوړول اړتیا ده، چې خلک د هغه اطاعت وکړي. هغه د طالبانو اداره د نړۍ تر ټولو غوره اسلامي اداره وبلله.

هغه همدارنګه وویل، هغه کړنې چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې سبب کېږي باید له منځه یووړل شي او د شخصي انتقام اخیستلو پر ځای بښنه او عفو غوره شي.

ملا هبت‌الله د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل چې مسلمانان باید د داسې حالت مخه ونیسي چې د اختلاف له امله د نورو تر واک لاندې راشي او ټینګار یې وکړ چې د اسلام هدف د انسانانو له بندګۍ څخه د بشر ازادول او د الله د عبادت لپاره د هغوی یو ځای کول دي.

هبت الله اخوندزاده پر خپلو مخالفانو غږ وکړ چې ورسره جوړ شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په لمانځه کې د وینا پرمهال پر خپلو مخالفانو غږ کړی، چې افغانستان ته لاړ شي، ورسره موافق شي او د طالبانو له ادارې سره یوځای شي. هغه ویلي، چې دا مهال د پخواني نظام معلولانو او د سرتېرو یتیمانو ته هم پیسې ور کوي او پردي یې نه بولي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د چارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپله وینا کې یوځل بیا د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو له منځه وړو ټینګار کړی دی.

هبت الله اخوندزاده د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د خپلو هغو اندېښنو یادونه وکړه، چې دده په وینا، د کورنۍ جګړې د بیا پیل کېدو په اړه ورسره وې، خو زیاتوي، چې دوی ټولبښنه وکړه او افغان ځواکونو هم وسلې کېښودې او کورنۍ جګړه ونه نښته.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د غچ اخېستنې پرځای د بښنې لاره خپله کړي، ځکه دده په وینا، « شخصي غچ اخېستنې د خدای رسول نه دي کړې او هغه بښنه کوله».

نوموړي زیاته کړه، چې «غچ اخېستل دښمني رامنځته کوي او د انتقام په صورت کې دوستان نه پیدا کیږي».

هغه د طالبانو د ادارې پر مخالفانو غږ وکړ، چې اوسنۍ اداره ددوی خپله اداره ده او افغانستان یې خپل هېواد دی.

هبت الله اخوندزاده وویل، « اوس مو هم معافي ده، رادې شي، دا یې خپل ملک، خاوره او نظام دی».

هغه د پخوانیو افغان ځواکونو د یتیمانو او معلولانو په اړه وویل، چې په بودجه کې شامل دي.

هبت الله زیاته کړه، « زه خو اوس هم، چې له موږ سره په جګړه کې وژل شوي، د هغوی یتیمانو او معلولانو ته هم پیسې ورکوم، خپل یې بولم، پردي یې نه بولم».

هغه د طالبانو پر مخالفانو غږ وکړ، چې اختلافات پریږدي: « راشئ، له دې اجتماع سره یوځای شئ، فتنې ختمې شوې، مسلمانان یو، اختلاف ولې سره کوو، موافق به شو».

دا په نږدې وخت کې لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر پر خپلو مخالفانو د اختلافاتو پرېښودو او توافق کولو غږ کوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو وسله وال مخالفان فعال شوي او تازه مخکیني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې افغانستان اوس د سیمې هېوادونو ته هم د یوه امنیتي ګواښ په څېر دی او د مرګ او ژوند ترمنځ واقع دی.

طالبانو د تخار او بدخشان د سرو زرو د استخراج د سیمه ییزو شرکتونو فعالیتونه درولي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو د کانونو پر سر شخړه پراخه شوې او محلي سرچینې وايي چې طالبانو د دغو دوو ولایتونو د سرو زرو د اېستلو د نږدې ټولو سیمه ییزو شرکتونو چارې درولې او یوازې له طالب چارواکو سره تړلي شرکتونه فعال دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په تخار کې د بندیز لړۍ د کوکچه سیند په حوزه کې له کلفګان ولسوالۍ پیل شوې او وروسته نورو سیمو ته غځېدلې ده. په بدخشان کې بیا په درواز ولسوالۍ کې د سرو زرو د استخراج د شرکتونو د فعالیت د درولو امر صادر شوی او اوس د دغه ولایت په ډېرو برخو کې محلي کان کیندنه درېدلې ده.

طالبانو په رسمي ډول هم د خپلو ولایتونو د مطبوعاتي دفترونو له لارې تایید کړې چې د هغو شرکتونو فعالیتونه یې درولي چې د دوی په وینا قانوني جواز نه لري. خو محلي سرچینې وایي چې په عملي ډول د بندیز تر شا هدف د محلي شرکتونو له منځه وړل او طالبانو ته د نږدې کسانو شرکتونو ته د کار زمینه برابرول دي.

دا کړکېچ وروسته له هغه نور هم زیات شوی چې د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې د قطقطي د سرو زرو په کان کې د کارګرانو او د طالبانو د سیمه‌ییزو کسانو ترمنځ نښته وشوه، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې، دا نښته د کان د ځمکو د ویش پر سر شوې وه.

له دې پېښې وروسته، د طالبانو لوړپوړو چارواکو د بدخشان درواز سیمې ته سفر وکړ او په دې لړ کې لږ تر لږه پنځلس کسان ونیول شول چې د سیمه‌ییزو طالب قوماندانانو نږدې کسان وو. همدارنګه د ځینو کانونو تونلونه او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

رپوټونه وايي، د طالبانو ځینې سیمه‌ییز قوماندانان هم نیول شوي، چې یو پکې موسی کاکه یادېږي. ځینې کسان نظامي محکمو ته معرفي شوي او نور له پلټنو وروسته خوشې شوي دي.

په تخار او بدخشان کې شرکت‌ وال وایي چې د جوازونو په ویش کې پراخ فساد، باج اخیستل او توپیري چلند موجود دی. د دوی په وینا، هغه شرکتونه چې سیمه‌ییزو چارواکو ته پیسې ورکوي، د فعالیت اجازه ترلاسه کوي، خو نور بیا له بندیز او فشار سره مخ کېږي.

یو شمېر شرکت‌وال ادعا کوي چې له دوی څخه د بیا فعالیت لپاره لسګونه زره افغانۍ اخیستل شوې، خو وروسته بیا د فعالیت مخه نیول شوې او له هغوی څخه د لا زیاتو پیسو غوښتنه شوې ده. ځینې هم وایي چې حتا تجهیزات ترې اخیستل شوي او په زور مالي فشارونه پرې وارد شوي دي.

په بدخشان کې یو بل شرکت‌وال وایي چې د جواز ورکولو بهیر په عملي ډول درېدلی او له مرکز کابل څخه د ټاکل شوې تګلارې له مخې یوازې د ځینو ځانګړو کسانو شرکتونو ته اسانتیاوې ورکول کېږي.

شنونکي وایي چې طالبان هڅه کوي د طبیعي زیرمو کنټرول له سیمه ییزو شبکو واخلي او د خپل مرکزي اقتصادي جوړښت تر ولکې لاندې یې راولي.

طالبانو د شرکتونو د مسوولانو ددغو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.