د سږکال د حج په مراسمو کې د ښځو حضور هم د پام وړ بلل شوی دی. د سعودي عربستان د احصایې ادارې د راپور لهمخې، له ۸۱۳ زرو څخه ډېرو ښځو د سږني حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.
سږکال د افغانستان لپاره د حج ونډه ۳۰ زره کسانو ته ځانګړې شوې وه.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو لهمخې، سږ کال دېرش زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی او د اختر په لومړۍ ورځ یې د قربانۍ مراسمو تر څنګ د ویښتانو قصر ترسره کړ. د طالبانو تازه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب تر څار لاندې د افغان حاجیانو مراسمو ترسره کېږي.
حج د سعودي عربستان تر سوځنده ګرمۍ لاندې
حاجیانو په منا کې، د حج د وروستیو ورځو په یوه کې، د «رمي جمرات» یا شیطان وېشتلو مراسم د سانتيګراد له ۴۲ درجو څخه په لوړه ګرمۍ کې ترسره کړل. هممهاله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانانو د چهارشنبې له سهاره د لوی اختر نمانځنه پیل کړې ده.
ډېری حاجیانو له ګرمۍ د ځانونو د ساتلو لپاره پر سرونو اوبه شیندلې او یا یې چترۍ کارولې. سعودي چارواکو د اوبو پر څښلو او د لمر د مستقیمو وړانګو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
سږکال لوی اختر، د تېرو کلونو په څېر، په ډېرو هېوادونو کې د څارویو په حلالولو او اړمنو خلکو ته د غوښې په وېشلو سره نمانځل کېږي، خو اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې په ځینو سیمو کې د جګړو او اقتصادي فشارونو له امله د دې ورځې نمانځنه کمرنګه شوې ده.
په لبنان کې لوی اختر د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې تر سیوري لاندې تېرېږي او هغه کورنۍ چې ښوونځیو او خیمو ته کډه شوي، له سختو ستونزو سره مخ دي.
په غزه تړانګه کې هم د اختر لمونځ د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د نازک اوربند په فضا کې ترسره شو. یو شمېر ځايي اوسېدونکو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د ماتم او د خوښۍ د نښو د نشتوالي خبره کړې ده.
یوه بېځایه شوی لبنانی ربیع خریس ویلي: «زموږ لپاره هېڅ اختر نشته. موږ بېځایه شوي یو، اړ شو چې خپلې ځمکې او کورونه پرېږدو».
له خانیونس څخه بېځایه شوي فلسطیني محمود صقر ویلي: «دا اختر نهدی. موږ مړه شوي یو».
په خانیونس او غزه ښار کې لمونځ کوونکي د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د جشن له ډېرو کمو مراسمو سره د اختر لمانځه ته راټول شوي وو.
له غزې ښار څخه بېځایه شوې عایده البنا، چې له خپلې لمسۍ سره یې دعا کوله ویلي: «اختر نشته. زما زامن وژل شوي دي. اختر یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې څوک یې له لاسه نهدي ورکړي».
د سږني حج مراسم داسې مهال ترسره کېږي، چې سیمه د ۱۴۰۴ کال له کب میاشتې راهیسې د امریکا، اسراییل او ایران د جګړې له امله له بېثباتۍ سره مخ ده.
دا جګړه، چې د ۱۹۹۱ کال وروسته د منځني ختیځ تر ټولو ستر پوځي بحران بلل کېږي، د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو او هوايي بریدونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته نوي پړاو ته ننوتله او ایران د بالستیک توغندیو په توغولو سره ځواب ورکړ.
د دغې جګړې اغېزو د انرژۍ پر بازار او سمندري تګراتګ پراخ اغېز کړی او د سیمې پر مذهبي مراسمو او اخترونو یې هم سیوری غوړولی دی.