• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ارګ او سپېدار کې د اختر لمونځونه؛ متقي او مولوي کبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا ادا کړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یادې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې ادا کړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري.

د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اختر لمونځ په ارګ کې د یادې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د یاد ریاست د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، یوشمېر وزیرانو، ملکي او نظامي چارواکو په حضور کې ادا شو.
د طالبانو رییس الوزرا چې په ارګ کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپله حاضر نه‌و، د هغه پيغام د نوموړي د دفتر مشر عبدالواسع له‌خوا وړاندې شو.
ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر، د یادې ډلې د کابینې یوشمېر غړو او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ډېپلوماتانو په سپېدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ. امیرخان متقي او مولوي عبدالکبیر تر دې وړاندې هم څو ځلې د ارګ پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ ادا کړی و.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۳

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

•
•
•

نور کیسې

ملاهبت الله: که یو انسان د امیر له بیعت او اطاعت پرته مړ شي، مرګ یې د جاهلیت دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اختریزې وینا ټوله برخه پر اطاعت، امر منلو، د خپل‌منځي اختلافاتو په له‌منځه وړلو او یووالي ورټوله وه. نوموړي ویلي: «که یو سړی مړ شي او د یو امیر سره بیعت ونه لري، د امیر په اطاعت کې نه‌وي نو د دې سړي‌ مرګ د جاهلیت مرګ دی».

هغه د خپلې وینا پرمهال وویل، که خپل‌منځي اتفاق رامنځ ته نه‌شي بیا به «انسانان د بنده‌ګانو بنده‌ګي» کوي. د هغه په خبره؛ د یو امیر او د هغه د اطاعت کولو پرته یوالی رامنځ ته کول ناشونې چاره ده. نوموړي زیاته کړه: «یو ساعت پرته له امیره هم فتنې او اختلاف رامنځ ته کېږي؛ نو د فتنې دروازې بندول پر مسلمانانو فرض دي».

نوموړي خپله اداره په نړۍ کې بې‌سارې بللې او ټینګار یې کړی، چې ټول باید د هغه خبره، فرمانونه، قوانین، هدایت او امرونه ومني او له بې‌اطاعتۍ ډډه وکړي.

نوموړي افغانانو ته په خطاب کې وویل: «د خپل دین د ساتنې لپاره د امارت سره ودرېږئ او اطاعت یې وکړئ، د امر اطاعت وکړئ، د فرمانونو اطاعت کوئ، دا فرمانونه شرعي دي. تاسو عقیده ورباندې ولرئ، پر مشرانو او امیر عقیده ولرئ».

هبت الله اخوندزاده زیاته کړې، په اختلافاتو او نافرمانۍ خپه کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په افغانستان کې «فتنه» رامنځته کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، که څو ځله مړ او ژوندۍ شي بیا به هم د «فتنو» مخه نیسي: «زه به فتنه ورکوم، که هر څو ځله مړ او ژوندی شم د فتنو مخه به نیسم. دغه خلکو ته چې بښنه مو ورته کړې ګورئ په مقابل کې راپورته نه‌شي که هرڅوک راپورته شي سخته سزا به ورکول شي».

هبت الله اخوندزاده وایي، چې په خپل سر یې د خلکو سرونه ساتلي او نه غواړي د خلکو په سرونو خپل سر وساتي. نوموړي د خپلي‌ وینا په یوه برخه کې وویل، چې د امریکایانو سره د مذاکراتو پرمهال اندېښمن و که بهرنیان له افغانستان نه ووځي له افغانانو سره به څه ډول جنګېږي.

هغه وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانانو وژلو موخه نه‌وه. هغه په دې اړه وویل: «د امریکایانو سره چې مذاکرات شروع شوه، په دې جریان کې زما غالب ګمان وو چې امریکا نوره تښتي. زه په دې کې فکرمن وم، که امریکا ولاړه شي، د افغانانو سره به جنګ څنګه کوو. د ټول جنګ په جریان کې د افغانانو وژل زموږ موخه نه وه موږ نه‌وژل، دغه مو ورته ویل چې د کافرانو د مخه لري شي، قصدا مو نه دي‌ وژلي».

د طالبانو مشر یو ځل بیا وویل، چې له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نه‌کوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته تیار دي. هغه زیاته کړې: «دنیا دې زموږ څخه دا تمه نه‌کوي چې د دین په مقابل کې به د دوی سره معامله کوو، د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې هم کوو».

طالبانو کندهار کې د لوی اختر لمانځه لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې له نن سهار ۶ بجو راهیسې د لوی اختر لمانځه لپاره د مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ پرې شوی. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کوي.

په کندهار کې سږکال هم د لوی اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا کېږي. له کندهار نه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د لوی اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د سهار له ۶ بجو راهیسې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی دی. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې دي.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

د اختر په مناسبت کندهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د لوی اختر له رارسېدو سره هم‌مهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د معلوماتو له مخې؛ سږ کال هم د کندهار په لویه عیدګاه او یوشمېر ځانګړو جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي او ټاکل شوې ده، چې د ښار په دغه جوماتونو کې د اختر لمونځ د سهار په اته نیمو بجو پر یوه وخت ترسره شي.

د کندهار مرکزي عیدګاه هرکال د اختر د لمانځه تر ټولو ستر مرکز ګڼل کېږي او د کندهار له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان د اختر لمونځ لپاره دغه ځای ته ورځي. د طالبانو مشر ملاهبت الله هم د اختر د لمانځه امامت په همدې عیدګاه کې کوي، له همدې امله د عیدګاه دننه او بهر امنیتي تدابیر د نورو سیمو پرتله خورا سخت نیول شوي دي.

کندهار ښاریان وايي، طالبانو د ښار پر مهمو لارو، د عیدګاه شاوخوا او ګڼې ګوڼې سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي. دغه راز درنې وسلې هم عیدګاه ته نږدې او دننه انتقال شوي او د خلکو تګ‌راتګ تر جدي څار لاندې دی.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۸۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی چې د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، ټولټال ۸۶۸کورنۍ چې شمېر یې یو زر او ۸۴۷کسانو ته رسېږي، د بېلابېلو لارو افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کورنیو څخه ۷۷۲کورنۍ، چې یو زر او ۴۷۹کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۹نورې کورنۍ د سپین بولدک، ۴۷کورنۍ د نیمروز او ۴۰کورنۍ د هرات د اسلام‌ کلاله لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.

په داسې حال کې چې هره ورځ د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري، ګڼې هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل کېږي، له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې ډېری دغه کورنۍ له چمتووالي او حتا د اړینو اسنادو له لرلو پرته افغانستان ته راګرځول کېږي او د راتګ په لومړیو ورځو کې د سرپناه نشتوالي، د خوراکي توکو کمښت او د ژوند د لومړنیو لګښتونو له ستونزو سره مخ وي.

له بلې خوا، په هېواد کې روان اقتصادي بحران د دغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. پراخه بې‌کاري، د کار د فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو د پېرلو توان کمېدل هغه عوامل دي چې د راستنو شویو کورنیو وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.

صلاح الدین رباني: د هېواد مالي او سیاسي وضعیت سخت خراب شوی دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د لوی اختر په مناسبت پېغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد پر خرابېدونکي وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د طالبانو تر غیرقانوني او غاصبانه واکمنۍ لاندې اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

صلاح الدین رباني په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې چې دغو سختو شرایطو له هېوادوالو څخه د خوشاله ژوند درلودلو او په ښه توګه د مذهبي مناسبتونو د نمانځلو فرصتونه اخیستي دي. خو نوموړي زیاته کړې چې د ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان متدین او سخاوتمند خلک هڅه کوي چې خپل مذهبي او دیني مناسبتونه په غوره توګه ونمانځي او تود هرکلی یې وکړي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر په دې پیغام کې یو ځل بیا د لوی اختر مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې دغه ګوند ژمن دی ترڅو په هېواد کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د سیاسي حاکمیت د بیا رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي. هغه ویلي چې د هېواد له دغه بحراني حالت څخه د تېرېدو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د صلاح الدین رباني د دغه غبرګون سره هم‌مهاله، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د لوی اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې خبرداری ورکړی چې هېواد د ژوند او نابودۍ په دوه لارې کې قرار لري.