• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمودخان اڅکزی: که پر عمران خان فشارونه دوام وکړي، پاکستان به له ژور سیاسي کړکېچ سره مخ شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي ویلي، که د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد روان چلند همداسې دوام وکړي او هغه ته درنې سزاګانې واورول شي؛ نو سیاسي کړکېچ به نور هم ژور شي.

د هغه په وینا؛ که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د تحریک انصاف او د هغه ملګرو ګوندونو له‌خوا د پاکستان قامي اسمبلۍ او سنا د پرېښودو احتمال به زیات شي. اڅکزي وویل، د عمران خان ګوند د خلکو په رایو ټاکنې ګټلې وې؛ «غلا شوی واک» ورته نه‌دی سپارل شوی.
هغه ادعا کړې، چې په وروستیو ټاکنو کې د خلکو اراده بدله شوې او د پاکستان سیاسي نظام د «بازار» بڼه خپله کړې ده. نوموړي د پاکستان پر عدلیې سیسټم، رسنیو او واکمنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې «انصاف او د بیان ازادي» له‌منځه تللې ده.
د هغه په وینا؛ خلک اوس د خپلو حقونو لپاره د شکایت ځای نه‌لري او عام وګړي د زورواکو پر وړاندې بې‌وسه شوي دي. محمود خان اڅکزي د پاکستان پر واکمنو او ځینو سیاسي ګوندونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه ګوندونو چې پخوا یې د جمهوریت لپاره مبارزه کړې وه؛ اوس یې د «جمهوريت ضد کړنو» ملاتړ کړی دی.
هغه د مولانا فضل الرحمان، نواز شریف او نورو سیاسي مشرانو نومونه واخیستل او غوښتنه یې وکړه، چې ټول لوري دې د هېواد د ژغورلو لپاره یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي. اڅکزي وویل، د ستونزو یوازینۍ حل لاره «معناداره خبرې دي» او باید ټول سیاسي خوځښتونه، پوځي واکمن او ادارې په ګډه د اساسي قانون، پارلمان، خپلواکه عدلي سیسټم او د رسنیو ازادۍ بېرته راژوندي کولو لپاره کار وکړي.

هغه خبرداری ورکړی، که سیاسي فشارونه دوام وکړي او د خلکو رایو ته درناوی ونه شي؛ نو پاکستان به له لا لویو ستونزو سره مخ شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په هرنایي کې د وسله‌والو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې په شیخ موسی بابا چونګي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې؛ وسله‌والو لومړی د شاهرګ پولیسو حوزې اړوند سیمه کلابنده کړې وه او وروسته یې پر ملکي وګړو ډزې وکړې. د یادې پېښې ټپیان او مړي لومړی د شاهرګ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي وو او وروسته د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته د ملي ډیموکراتیک غورځنګ عمومي منشي مزمل شاه د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې په شاهرګ سیمه کې امنیتي ځواکونه پراخ حضور لري بیا هم دغه ډول بریدونه ترسره کېږي.

هغه ادعا وکړه، چې په سیمه کې د سکرو کانونو او کان‌کېندنې پر سر د واکمنۍ لپاره دغه ډول پېښې رامنځته کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې پرضد به له قبیلو او سیاسي ګوندونو سره تر سلامشورو وروسته احتجاجي غورځنګ پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په هرنایي کې وسله‌والو د کاني توکو پر لېږدوونکو لاریو برید کړی و؛ څو موټرونه یې سوځولي او څلور ځايي کسان یې له ځان سره بوولي وو، چې تراوسه لادرکه دي.

نتنیاهو د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني اړیکه نیولې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټیلیفوني اړیکه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د لبنان پر وړاندې د اسراییل پوځي عملیات، په ځانګړي ډول د حزب‌الله پر ضد، لا پراخ شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه اړیکه په داسې حساسو شرایطو کې شوی چې د راپورونو له مخې امریکا له اسراییل غوښتي له بېروت ښار څخه د احتمالي بریدونو ډډه وکړي، څو د واشنګټن او ایران ترمنځ روانو مذاکراتو ته زیان ونه رسېږي.

تر اوسه د نتنیاهو او ټرمپ د خبرو د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو شنونکي باور لري چې د سیمې امنیتي وضعیت، د لبنان جګړه او له ایران سره روانې سیاسي هڅې به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې او د جګړې د پراخېدو په اړه وېره هم مخ په زیاتېدو ده.

محسین داوړ: زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».

ياده پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د هرنايي په شاهرګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

مُحسن داوړ پر اېکس حواله رسنۍ وويل، «هرنایي کې په یوه ترهګریز برید کې زاهد شاه، ضیاءالحق، زمان شاه او محمد قاهر ووژل شول او اکرام الله شاه ټپي شو».

په ټولنيزو رسنیو د پېښې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې ليدل کیږي، ټپيانو ته په روغتون کې درملنه ورکول کيږي.

هرنايي د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده، چې د سکرو کانونه په کې موقعيت لري، او اکثر په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د روانې می د میاشتې په لومړو کې په هرنايي کې ناپېژاندو وسله‌والو د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي وو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: هیله لرو چې منځني ختیځ ته ژر تر ژره سوله بېرته راستانه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحه‌محور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.

وانګ يي د سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته، چې مشري یې هم خپله کوله، خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو له لورو تمه لري د اوربند د ساتلو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لوري د اوربند تعقیب ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر وړاندې د روغې جوړې چلند ته دوام ورکړي، څو سوله هر څه ژر منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران جګړه او د سیمې روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنو سبب شوی او ګڼ هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي حل‌لارې غوښتنه کوي.

پاکستان کې افغان محصلین: په پاکستان کې د بندیانو په څېر ژوند کوو

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
•
فضل عزیز

په پاکستان کې افغان زده کړيالان هلکان او نجونې وايي، دوی په پاکستان کې د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي، چې له کبله یې د دوی په خبره د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي.

زده کړيالانو له پاکستان او طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې، «بايد محصيلين د خپلو سياسي موخو لپاره ونه کاروي».

د اسلام اباد په اسلامي نړيوال پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو زده کړیال او افغان محصيليونو د اتحاديې مشر صديق شريعتي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې افغان محصيلين زده کړې کوي، په دوی کې يو ډول په بورسونو او بل ډول یې بیا په شخصي لګښتونو زده کړې کوي.

هغه وويل، د بورسیه لرونکي کسان ډېرې ستونزې نه لري خو هغه، چې په شخصي لګښتونو زده کړو لپاره راغلي، «هغوی تر ټولو غټې، د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي»، ډېری محصيليونو د يو کال څخه تر ۱۸ مياشتو پورې مودې راهيسې ويزې نوې کولو ته عريضې کړي خو لا هم په تمه ناست دي، ويزې یې نه دي نوې شوي.

د زده کړيالانو د ويزو د نه نوې کېدو له کبله دوی ته د ورپېښو ستونزو په اړه هغه وويل، دوی نه شي کولی چې بهر لاړ شي، دوی نه شي کولی چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، د دوی د بانک اکاونټونه تړل کيږي، په لېليو او پوهنتونونو کې د نورو ورته ستونزو سره مخ کيږي «دوی په لېليو کې د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي».

همداراز صدیقي زياته کړه، محصيلين وروسته له هغې د دغې ستونزې سره مخامخ کېدل پيل شو، د کله نه چې پاکستان د افغان کډوالو پرضد خپله پاليسي جوړه کړې ده، چې «تر ټولو زيات ترې افغان محصيلين اغېزمن شوي دي».

د افغان محصيليونو د ستونزو د حل په اړه د چارواکو سره اړيکو په اړه هغه وويل، «د ويزو د ستونزې د حل د موخې په خاطر باندې مو د پاکستان دولتي چارواکو، کورنيو چارو وزارت او نورو چارواکو سره ليده کاته کړي دي، فقط دوی راسره وعدې کړي او تر دې دمه مو هېڅ نتيجه لاسته نه ده راوړې».

د طالب چارواکو سره د دغه ستونزې شريکولو په اړه یې وويل، «په اسلام اباد کې مو د طالبانو سفارت ته په کراتو کراتو مراجعه کړې، د هغوی لخوا راته تل د هڅو ویل شوي، خو تر دې دمه د هغوی هڅه هم لا نه ده بريالۍ شوې».

د ده په خبره، «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت رييس ته مو دا ستونزه وړاندې کړې، هغې هم تر دې دمه کومه پايله ور نه کړه».

«زموږ غوښتنه له پاکستاني او افغاني چارواکو څخه دا ده چې، لطفاً افغان محصيلين د خپلو سياسي موخو په کار مه ګرځوئ» او د دوی ستونزه حل کړئ، تر څو هر محصيل وکړی شي په ازادانه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

هغه وويل، تر دې دمه د ټول پاکستان څخه تر ۱۵۰ پورې محصيلين نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي، د ډېرو سمسټرې نيمګړې ودرول شوي دي، «دې هر څه افغان محصيلين د ذهني خپګان سره مخ کړي دي».

صدیق شريعتي وويل،زده کړيالان د دواړو هېوادونو د چارواکو څخه د محصيلينو د ستونزې د هواري هيله لري.