• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ایران هوکړې ته لېواله دی خو موږ تراوسه راضي نه یو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅه کوي، خو واشنګټن تر اوسه له وړاندیز شوې طرحې راضي نه دي او کېدای شي وروسته راضي شي او که نه پاتې کار به بشپړ کړي.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران «ډېر لیواله دی چې معامله وکړي»، خو په وینا یې دا پروسه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

هغه زیاته کړه: «موږ تر اوسه راضي نه یو، خو کېدای شي وروسته راضي شو او که نه، نو بیا به اړ شو چې کار بشپړ کړو».

د امریکا ولسمشر د دې جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو څرګنده یې کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بهیر روان دی.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵

په سویس کې پولیسو درې هغه ځوانان نیولي چې یو ۲۱ کلن افغان ځوان یې په سر وهلی و

•
•
•

نور کیسې

د ایران او امریکا د تفاهم مسوده په یوه میاشت کې د هرمز تنګي پر عادي کولو ټینګار کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د ایران دولتي تلویزیون وایي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د لومړني او غیر رسمي تفاهم مسودې ته یې لاسرسی موندلی، چې هدف یې د خلیج د شخړې کمول او د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ بېرته عادي کول دي، خو دا سند لا وروستی شوی نه دی.

د راپور له مخې په دې مسوده کې وړاندیز شوی چې ایران به د یوې میاشتې په موده کې د هرمز تنګي له لارې تجارتي کښتۍ تر جګړې مخکې پېر کچې ته بېرته عادي کړي، په بدل کې به متحده ایالات د ایران شاوخوا پوځي حضور راکم کړي او د سمندري محدودیتونو د نرمولو پر لور به حرکت وکړي.

په سند کې ویل شوي چې ایران به د کښتیو د تګ راتګ د مدیریت په برخه کې له عمان سره همکاري کوي، خو پوځي بېړۍ ترې مستثنا دي.

ایراني دولتي رسنۍ ټینګار کړی چې تهران به تر هغه هېڅ عملي ګام وانخلي څو د هرې موافقې عملي تایید او راڼه تضمینونه نه وي ورکړل شوي.

همدارنګه ویل شوي چې که په ۶۰ ورځو کې بشپړ تړون وشي، امکان لري دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په توګه هم تصویب شي.

نتنیاهو د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني اړیکه نیولې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټیلیفوني اړیکه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د لبنان پر وړاندې د اسراییل پوځي عملیات، په ځانګړي ډول د حزب‌الله پر ضد، لا پراخ شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه اړیکه په داسې حساسو شرایطو کې شوی چې د راپورونو له مخې امریکا له اسراییل غوښتي له بېروت ښار څخه د احتمالي بریدونو ډډه وکړي، څو د واشنګټن او ایران ترمنځ روانو مذاکراتو ته زیان ونه رسېږي.

تر اوسه د نتنیاهو او ټرمپ د خبرو د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو شنونکي باور لري چې د سیمې امنیتي وضعیت، د لبنان جګړه او له ایران سره روانې سیاسي هڅې به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې او د جګړې د پراخېدو په اړه وېره هم مخ په زیاتېدو ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: هیله لرو چې منځني ختیځ ته ژر تر ژره سوله بېرته راستانه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحه‌محور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.

وانګ يي د سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته، چې مشري یې هم خپله کوله، خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو له لورو تمه لري د اوربند د ساتلو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لوري د اوربند تعقیب ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر وړاندې د روغې جوړې چلند ته دوام ورکړي، څو سوله هر څه ژر منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران جګړه او د سیمې روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنو سبب شوی او ګڼ هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي حل‌لارې غوښتنه کوي.

ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.

د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.

دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.

لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.