عمان ته د امریکا خبرداری؛ د هُرمز تنګي د محصول په راټولولو کې ښکېل لوري به مجازات شي

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، خبرداری ورکړی چې واشنګټن به هر هغه لوری په سختۍ په نښه کړي چې د هُرمز تنګي کې د محصول د اخیستو په بهیر کې رول ولري.

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، خبرداری ورکړی چې واشنګټن به هر هغه لوری په سختۍ په نښه کړي چې د هُرمز تنګي کې د محصول د اخیستو په بهیر کې رول ولري.
بسنټ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې عمان باید په دې پوه شي چې د امریکا حکومت به د هُرمز تنګي لپاره د محصول ټولولو د نظام د پلي کولو هېڅ ډول هڅه ونه زغمي.
هغه ویلي: «د امریکا د خزانې وزارت به په تهاجمي ډول هر هغه شخص یا بنسټ هدف وګرځوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هرمز تنګي د محصول په راټولولو کې مرسته کوي، او هر شریک چې دې کار ته لېواله وي، هغه به هم مجازات شي.»
د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړې چې ټول هېوادونه باید د ایران هغه هڅې په کلکه رد کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ ازاد بهیر ګډوډوي.
بسنت ویلي: «د تهران له لوري د سیمې او نړۍ د وېرولو دوره پای ته رسېدلې ده.»
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد یوه ستره برخه ترې تېرېږي. د دې سیمې په اړه هر ډول ترینګلتیا د نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو مستقیم اغېز لرلی شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکي د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د نوموړي له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ د چاپولو طرحه تعقیبوي، خو د امریکا اوسنی قانون پر بانکنوټ د ژوندیو کسانو د انځورونو چاپول منع کوي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت ګومارل شویو چارواکو له تېر کال راهیسې په وار وار د دغه وزارت د حکاکۍ او چاپ پر ادارې فشار راوړی ترڅو د ډونالډ ټرمپ له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ لومړنۍ نمونه ډیزاین کړي. که دا اقدام عملي شي، دا به په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د یو ژوندي کس انځور د امریکا پر بانکنوټونو باندې راڅرګندېږي.
د باوري سرچینو په وینا، د امریکا خزانهدار برانډن بیچ او د هغه جګپوړي سلاکار مایک براون د تېر کال د اګسټ او سېپټمبر په میاشتو کې ازمایښتي طرحې وړاندې کړې وې، چې په یوه کې یې د ډونالډ ټرمپ انځور د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ په منځ کې ښکاري. دغه راز بریتانوي هنرمند ایین الکساندر وایي دا نمونه ده ډیزاین کړې، ټینګار یې کړی چې دا طرحه یې په خپله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همغږۍ او د هغه د نظرونو او فیډبیک له مخې چمتو کړې ده.
بلخوا د امریکا د خزانې وزارت یوه ویاند ویلي، د حکاکۍ او چاپ اداره د قانوني طرحې په ځواب کې اړینه ارزونه ترسره کوي او که دا طرحه په قانون بدله شي، د ۲۵۰ ډالري یادګاري بانکنوټ د تولید لپاره به لاس په کار شي. په همدغه مهال د خزانې وزارت څلورو کارمندانو ویلي، د امریکا د پیسو د چاپ او حکاکۍ ادارې مشره پاټریشیا پېټي سولیمین وروسته له هغې له خپلې دندې ګوښه او په وزارت کې بل پړاو ته واستول شوه چې د دغې طرحې په اړه یې خپل ملاحظات او مخالفتونه څرګند کړل. هغې خبرداری ورکړی و چې پهدې لاره کې جدي حقوقي او تخنیکي خنډونه شتون لري او د داسې بانکنوټ ډیزاین کول ښايي کلونه وخت ونیسي. هممهاله ویل کېږي چې د ډونالډ ټرمپ له لاسلیک سره د ۱۰۰ ډالري نوو بانکنوټونو د چاپ کار هم روان دی.
کارپوهان پهدې باور دي چې د کانګرس له تصویب پرته د ۲۵۰ ډالري بانکنوټونو چاپول ممکن نه دي؛ ځکه دا کار د قانوني محدودیتونو ترڅنګ، له مالي او امنیتي بنسټونو سره پراخې او جدي همغږۍ ته اړتیا لري.
د چین د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد او پاکستان د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګند او بریالیو پروژو بدل شوي او دواړه هېوادونه د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي.
د چین د دفاع وزارت ویاند ډګروال جیانګ بین ویلي، چین او پاکستان د غرونو او سیندونو له لارې تړلي ښه ګاونډیتوب او یو پر بل باور لري.
نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو لړۍ د ستراتیژیکو اړیکو، ګډو تمرینونو او روزنې، د پرسونل د تبادلې او د دفاعي تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې خورا رغنده پایلې لرلې دي.
د چین د دفاع وزارت ویاند روښانه کړه، د دواړو هېوادونو د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ چې په کې د «واریئرز»، «اوشین ګارډز» او «ایګلز» ګډ تمرینونه شامل دي، د دوهاړخیزو دفاعي همکاریو په څرګندو او بریالیو پروژو بدل شوي دي. نوموړي وویل، بیجینګ چمتو دی چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو لارښوونو لاندې کار وکړي، ترڅو دودیزه ملګرتیا کې پرمختګ وکړي او ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په همدې اونۍ کې چین ته څلور ورځنی رسمي سفر وکړ او د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه هم لاسلیک کړل.
د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې د بندیزونو له تور نوملړه د ۷۶ کسانو، بېړییو او ادارو نومونه لرې کوي.یاد وزارت ویلي چې دا اقدام به د بندیزونو د سرغړونې او تېښتې د مخنیوي لپاره پر پېچلو او لوړ خطر لرونکو هدفونو د لا زیات تمرکز لامل شي.
د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد نومونه زاړه او کمخطره وو او د هغوی څارنه د شرکتونو او مالي بنسټونو لپاره اضافي لګښتونه او اداري بار رامنځته کاوه.
د وزارت په وینا، ځینو شرکتونو شکایت کړی و چې دوی اړ دي د هغو هدفونو د ارزونې لپاره پراخې سرچینې ولګوي چې یا نور نشته او یا هم ډېر کم خطر لري.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي: «موږ د دې بار د کمولو لارې چارې لټو، څو د بندیزونو عملي کول اغېزناک شي او د بندیزونو د تېښتې پر پېچلو او لوړ خطر لرونکو مواردو لا زیات تمرکز وشي».
په وروستیو کلونو کې امریکا پر ایران، روسیې، سوریې او وینزویلا د بندیزونو کارول پراخ کړي دي. د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د نوو بندیزونو شمېر په ۲۰۱۷ کال کې ۸۸۰ و، خو دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له ۳۰۰۰ څخه اوښتی دی.
په نړیواله کچه امریکا د بندیزونو له وسیلې د خپلو بهرنیو سیاستونو د پلي کولو لپاره پراخه استفاده کوي، خو منتقدین وایي د بندیزونو د لېستونو پراخوالی د مالي او سوداګریزو بنسټونو لپاره پیچلتیاوې هم زیاتوي.
دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار سبا واشنګټن ډي سي ته رسمي سفر کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې به سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې اسحاق ډار به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو رسمي غونډو تر بشپړېدو وروسته واشنګټن ته ولاړ شي. د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې به د پاکستان او امریکا پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې وشي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه لوري به په مهمو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د سیمهییزې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه هم خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا سفر له امریکا سره د اسلاماباد د اوږدمهالو او پراخو اړیکو د لا ژورولو لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي.
ټاکل شوې اسحاق ډار خپلې رسمي لیدنې تر بشپړېدو وروسته په همهغه ورځ بېرته اسلاماباد ته ستون شي. د دې سفر اعلان په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د بیا فعالېدو هڅې زیاتې شوې دي.
د اوکراین پارلمان د دفاعي لګښتونو لپاره له اروپایي ټولنې سره د ۹۰ میلیارده یورو د پور تړون په رسمي توګه تصویب کړ. دا ګام د اوکراین لپاره د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لاره هواروي او حکومت ته اجازه ورکوي، چې دغه بېسارې مالي سرچینې د یاد هېواد د دفاع او له روسیې سره په جګړه کې ولګوي.
د اوکراین پارلمان دغه تړون ته د ۲۹۸ موافقو رایو په ورکولو سره تایید کړ، چې د اړتیا وړ اکثریت ۲۲۶ رایو څخه خورا لوړ و. اروپایي ټولنې تېره میاشت وروسته له هغه د دغه ۹۰ میلیارده یورو پور وروستی تایید ورکړ، چې هنګري خپل ویټو لیرې کړه او د میاشتو میاشتو ځنډ ته یې د پای ټکی کېښود.
د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون ډیر لاین وویل، چې د پارلمان دغه رایه په جون میاشت کې د لومړنیو پیسو د ورکړې لاره هواروي. اوکراین تمه لري چې راتلونکې میاشت ۳،۲ میلیارده یورو او په روان ۲۰۲۶ کال کې په ټولیزه توګه ۴۵ میلیارده یورو ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پاتې ۴۵ میلیارده یورو به د ۲۰۲۷ کال لپاره وساتل شي.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې یولیا سوېریډینکو وویل: «دا پانګې به ملي دفاع، امنیت، د انرژۍ د مقاومت پیاوړتیا او د بودیجې د کسر پوره کولو ته ځانګړې شي.»
د اوکراین پارلمان د ۲۰۲۶ کال د دولتي بودیجې د تعدیل لومړنی ملاتړ هم وکړ، چې له مخې یې حکومت ۳۱،۸ میلیارده یورو په دفاعي هڅو او ۱۳،۲ میلیارده یورو د بودیجې د تشې پر ډکولو لګوي. د راپورونو لهمخې، دا کار به د اوکراین ټولیز دفاعي لګښتونه په روان کال کې له وړاندې شوي ۶۴ میلیارد ډالرو څخه نږدې ۱۰۰ میلیارد ډالرو بېساري ریکارډ ته ورسوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا لګښت ۶۱،۴ میلیارد ډالره و. دغه راز دا مالي مرسته به د ۲۰۲۶ کال د بودیجې کسر له ټاکل شوي ۱۸،۵ سلنې څخه د ناخالص کورني تولید ۱۲،۱ سلنې ته راکم کړي.