د ښار اوسېدونکي وایي، ګرمې هوا او د طالبانو د امربالمعروف ادارې سخت څار او محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری خلک او په ځانګړي ډول ځوانان مېلو او پارکونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د کندهار یو اوسېدونکی عبدالواسع وایي، چې د تېرو کلونو پرتله سږکال د اختر فضا بېخونده شوې ده. هغه وویل: «پخوا به د اختر په دویمه او درېیمه ورځ پارکونه دومره ډک وو، چې پښه به نه اېښودل کېده؛ خو اوس خلک زړه نه ښه کوي چې ووځي، نه لوبې شته، نه خوشحالي، نه هغه ازادي، هر ځای امربالمعروف والا درته ولاړ وي».
د ښار یو بل ځوان صدیقالله هم ورته نظر لري او وایي، د امربالمعروف د محتسبینو دوامداره حضور او د ځینو دودیزو لوبو بندیزونو د خلکو ذهني فضا اغېزمنه کړې ده. هغه وايي: «کله چې ځوانان ویني هره شېبه څوک درته وايي دا مه کوه، موسیقي مه اوره، هګۍ مه جنګوه؛ نو طبیعي ده چې خلک مېلو ته زړه نه ښه کوي، لا سپکې هم وایي، چې ږېره مو ولې وهلې ده، ورښتان مو ولې د انګرېزانو په شان جوړ کړي دي؛ نو داسې حالت مایوسه کوونکی وي».
په کندهار کې د اختر پرمهال د هګیو جنګول، دودیزې لوبې او د کورنیو تفریح هغه دودونه وو چې کلونه یې دوام درلود؛ خو اوس د طالبانو د امربالمعروف لهخوا ځینې دغه دودونه نامناسب بلل شوي او محدود شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو په عامه ځایونو، پارکونو او بازارونو کې خپل حضور پراخ کړی دی. د خلکو په خبره؛ د دوی سخت چلند او دوامداره سپارښتنې د دې لامل شوې، چې د تفریح عامه فضا محدوده شي.
یوشمېر ځوانان وایي، په پارکونو کې د ګرځېدو، تصویر اخیستلو او ان له ملګرو سره د ناستې پرمهال هم له پوښتنو او محدودیتونو سره مخ کېږي. عینومېنې ښارګوټی، د ښار مشهور پارکونه، د ارغنداب سیمې، د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې اوبو بند، تفریحي باغونه او د ښار شاوخوا مېلهځایونه به د زرګونه خلکو کوربه وو.
سره له دې چې خلک د طالبانو د امربالمعروف محدودیتونه د اختر د پیکهوالي بنسټیز لامل بولي؛ خو اقتصادي ستونزې او ګرمه هوا هم مهم لاملونه ګڼل کېږي. خو بیا هم ډېری ځوانان ټینګار کوي، که فضا ازاده او د خوښۍ دودیزو مراسمو ته اجازه ورکړل شي؛ نو خلک به بېرته پارکونو او مېلو ته راوګرځي.