په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د پنجشنبې په ورځ ویلي، د ملګرو ملتونو له اوسني سرمنشي سره د اسرابیل اړیکې نورې دوام نه کوي. هغه په یوې ویډیویي وینا کې چې پر اېکس خپره شوې، ویلي: «له دغه سرمنشي سره زموږ کار پای ته رسېدلی دی».
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازولۍ ویلي، له دې پرېکړې وروسته به د انتونیو ګوترش د ماموریت تر پای، یعنې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتر سره اړیکې ځنډول شوې وي.
ډني ډانون د اسراییل د احتمالي شاملېدو په اړه ویلي چې پر اسراییل د جنسي تاوتریخوالي د جګړهییزې وسلې په توګه د کارولو تور «رسوایي» ده. هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي تورن کړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ برابري رامنځته کوي.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کړې چې د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په اړه چمتو شوی، خو لا تر اوسه نه دی خپور شوی او د اړوندو هېوادونو له لوري ارزول کېږي.
د ملګرو ملتونو په یوه کلني راپور کې تېر اګست خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اسراییل د هغو لورو په نوملړ کې شامل شي چې په وسلهوالو شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په ترسره کولو شکمن یا مسوول بلل کېږي. په دغه نوملړ کې د حماس نوم هم شامل دی.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د اسراییلي امنیتي ځواکونو له خوا د جنسي تاوتریخوالي «باور وړ راپورونه» موجود دي، خو د دې سازمان پلټونکو ته زندانونو او نورو توقیف ځایونو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.
ډني ډانون ویلي، اسراییل د ملګرو ملتونو استازي وربللي وو څو دغه تورونه وڅېړي، خو د هغه په وینا هغوی اسراییل ته د ورتګ پر ځای د اسراییل ضد دریځ ته دوام ورکړی دی.
د اسراییل او ملګرو ملتونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې پاتې شوې دي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې، په غزه کې د جګړې له پیل وروسته، دغه اړیکې لا پسې خرابې شوې دي.
اسراییلي چارواکو د غزې جګړې په تړاو د ملګرو ملتونو د انتقادي دریځونو له امله پر انتونیو ګوترش او د دې سازمان پر نورو چارواکو سختې نیوکې کړې دي. اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې انتونیو ګوترش «نامطلوب شخص» هم اعلان کړی و.