• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

پاکستان کې مېشت کډوال: د پولیسو له وېرې د اختر لمونځ لپاره جومات ته نه یو تللي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۱

پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) ویلي، دا دویم اختر دی چې دوی د پولیسو له‌خوا د نیولو له وېرې د اختر لمونځ لپاره جومات ته نه‌دي تللي.

د هغه په وینا؛ په پاکستان کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ خورا تنګه شوې ده. هغه وایي: «که څه هم موږ د اختر لمونځ نیت لاره؛ خو د پولیسو له‌خوا د نیولو له وېرې ونه توانېدو، چې د اختر په لمونځ کې برخه واخلو».
نوموړي زیاته کړې: «پاکستاني پولیسو د اختر په شپه هغه افغان کډوالې له بازارونو ونیولې، چې د اختر سودا پسې تللې وې؛ نو یادې پېښې زموږ وېره لاپسې ډېره کړه او سږکال د دویم ځل لپاره مو د اختر په لمونځ کې ګډون ونه کړ».
هغه چې په تحصیلي ویزې پاکستان ته د زده‌کړو لپاره تللی و، د ویزې موده یې له څو میاشتو راهیسې پوره شوې او د ویزو د ورکړې لړۍ بندېدو له امله بیا نه‌دی توانېدلی چې ویزه ترلاسه کړي. هغه وایي، دا دویم اختر دی چې دا او افغان ټولګي‌وال یې په لیلیه کې تېروي او د ویزو د نشتوالي له امله کور ته نه‌شي ستنېدای.

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

کندهار اوسېدونکي:د ترافیکو په ریاست کې له ترافیکو څخه د معاش‌ورکړې په بدل پیسې اخیستل کېږي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
کندهار اوسېدونکي:د ترافیکو په ریاست کې له ترافیکو څخه د معاش‌ورکړې په بدل پیسې اخیستل کېږي
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د کندهار ولایت د ترافیکو ریاست ځینې مسوولین له بې‌وزلو ترافیکو څخه د معاش په بدل کې پیسې اخلي او که څوک پیسې ور نه کړي، له فشار، لرې پوستو او سختو دندو سره مخ کېږي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، د کندهار د ترافیکو اوسنی د «تنظیم امر» چې ثاقب نومېږي او د هغه معاون عمري، له ترافیکو څخه هره میاشت زر او دوه زره افغانۍ اخلي. د کندهار دغه اوسېدونکی ادعا کوي، هغه کسان چې پیسې ور نه کړي، لرې او ستړو کوونکو ځایونو ته استول کېږي او یا هم له اداري فشار سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي، د ښار ګڼ مېشتي او مزدحم چوکونه او هغه ځایونه چې هلته رېړۍ‌وال او نور کسبه کاران درېږي، په «ټیکه» ورکړل شوي او له هماغو ترافیکو څخه په اوونیز ډول پیسې اخیستل کېږي.

د یوه ترافیک د کورنۍ غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل ورور یې تازه معاش اخیستی و، خو د تنظیم امر او د هغه د معاون له خوا ترې زر افغانۍ اخیستل شوي.

هغه زیاته کړه: «ورور مې غوښتل د اختر لپاره د کور سودا وکړي، خو پیسې ترې واخیستل شوې. که څوک پیسې ور نه کړي، بیا یې لرې چوکونو ته استوي او زوروي یې».

دغو اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې د دغو ادعاوو په اړه دې جدي څېړنه وکړي او د بې‌وزلو ترافیکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

د یادولو وړ ده چې دا د کندهار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د نويو راستنو شوو افغانانو شکایت: ولایتي دفترونو کې پاسپورټونه نه راکول کېږي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۱
د نويو راستنو شوو افغانانو شکایت: ولایتي دفترونو کې پاسپورټونه نه راکول کېږي
100%

هېواد ته یو شمېر نوي راستنه شوي افغانان شکایت کوي، چې که څه هم قانوني کاغذي او برېښنایي تذکرې لري، خو د پاسپورټ په ولایتي دفترونو کې ورته پاسپورټونه نه ورکول کېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي پیغام کې دغو افغانانو ویلي، کله چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره ولایتي دفترونو ته مراجعه کوي، غوښتنلیکونه یې نه منل کېږي او مرکز ته د ورتګ سپارښتنه ورته کېږي.

د دوی په وینا، په مرکز کې بیا ورته ویل کېږي چې باید خپل عمر بدل کړي او نوې تذکره واخلي، څو د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر بشپړ شي.

شکایت کوونکي وایي، دا چلند نه یوازې غیرعادلانه دی، بلکې د خلکو پر دولتي ادارو باور هم زیانمنوي او د فساد لپاره زمینه برابروي.

دوی له طالب چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د راستنېدونکو افغانانو قانوني حقونه دې خوندي شي.

د یادونې وړ ده، دا د یو شمېر نویو راستنو شویو افغانانو روایت دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې له بې‌پامۍ او محرومیت سره مخ دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱
د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې له بې‌پامۍ او محرومیت سره مخ دي
100%

د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابادخاني کلي اوسېدونکي شکایت کوي چې نه د پخواني جمهوري نظام پر مهال او نه هم د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی سیمې ته لازمه پاملرنه شوې ده. د سیمې خلک وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د کلي سړکونه ډېر خراب او کنډو کپر دي، پلچکونه او د تګ راتګ مناسبې لارې نه لري، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي چې د سیمې ښوونځي هم د اساسي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي؛ نه تشنابونه لري او نه هم چهاردیوالي، چې د زده‌کوونکو لپاره یې مناسب تعلیمي چاپېریال له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ابادخاني اوسېدونکي وایي، د حفظ الصحې د امکاناتو د نشتوالي له امله زده‌کوونکي او د سیمې خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي. د دوی په خبره، کله اسهالات او کله نورې ساري ناروغۍ خپرېږي، خو په سیمه‌ییز کلینیک کې د درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت موجود دی.

بل لور ته، خلک شکایت کوي چې مخابراتي شبکې سم فعالیت نه لري او د اړیکو له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي همداراز د کونډو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو لپاره د پرمختیايي او حرفوي پروګرامونو غوښتنه کوي، څو وکولای شي د خپل ژوند اقتصادي وضعیت ښه کړي.

د ابادخاني کلي اوسېدونکو له طالب چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو د اساسي اړتیاوو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دا د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابادخاني کلي اوسېدونکو روایت دی. افغانستان انټرنشنل- پښتو یوازې ددوی غږ رسوي.

د البیروني پوهنتون زده‌کړیالان: له پنځو میاشتو راهیسې مو د بدل اعاشې پیسې نه‌دي ترلاسه کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱
د البیروني پوهنتون زده‌کړیالان: له پنځو میاشتو راهیسې مو د بدل اعاشې پیسې نه‌دي ترلاسه کړي
100%

د البیروني پوهنتون یوشمېر زده‌کړیالانو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې طالبانو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د «بدل اعاشې» پیسې نه‌دي ورکړي. د دوی په وینا؛ ډېری زده‌کړیالان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

دوی زیاتوي، هغه زده‌کړیالان چې له لرو پرتو ولایتونو او سیمو راځي او په دولتي لیلیه کې نه اوسېږي؛ اړ دي چې د همدې «بدل اعاشې» په پیسو له پوهنتون بهر د استوګنې ځای برابر کړي.
دغه زده‌کړیالان وایي، چې د دوی د ورځني ژوند لګښتونه هم له همدې پیسو تامینېږي؛ خو تراوسه دغه پیسې نه‌دي ورکړل شوې. تر دې وړاندې د تخار پوهنتون یوشمېر زده‌کړیالانو هم له ورته ستونزې شکایت کړی و.
هغوی ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د «بدل اعاشې» پیسې نه‌دي ترلاسه کړې او له همدې امله د کور کرایې او د خوړو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

ویل کېږي، د بدل اعاشې د ورکړې ځنډ د دې لامل شوی چې ځینې زده‌کړیالان، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان ولایتونو زده‌کړیالان خپلې زده‌کړې پرېږدي او د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره یې د سرو زرو په کانونو کې سخت کار ته مخه کړې.

یوشمېر خلک وایي، چې طالبان د حکومتي بودجې له لارې د خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

یو افغان: افغان ناروغان د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره د ۲زره ډالرو د ورکړې وس نه‌لري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
یو افغان: افغان ناروغان د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره د ۲زره ډالرو د ورکړې وس نه‌لري
100%

یو کس افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې لیکلي، د پاکستان د بېړنۍ ویزې بیه ۲زره ډالرو ته رسېدلې چې د ډېرو تر توان لوړه خبره ده. نوموړي په دغه پیغام کې دا یوه جدي ستونزه یاده کړې او د یادې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي په دغه لېږلي پیغام کې لیکلي: «د پاکستان د عادي ویزې رسمي بیه ۸.۱۸ ډالره ده؛ خو ناروغانو ته دغه ویزه هېڅکله په همدې بیه نه ورکول کېږي. که څوک وغواړي په بېړني ډول ویزه ترلاسه کړي؛ نو تر ۲زره ډالرو پورې پیسې ترې اخیستل کېږي».

دغه کس ټینګار کړی، چې یاده موضوع باید تر حکومتونو او نړۍوالۍ ټولنې ورسېږي؛ تر څو د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. هغه کاږلي: «ما څو ځلې لیدلي، چې خپلوان او دوستان مې د سرطان په ناروغۍ اخته دي او د درملنې وس نه‌لري. نو بیا به دومره زیاتې پیسې د ویزې لپاره له کومه کړي؟»

تر دې وړاندې د تېر جمهوري نظام پرمهال افغان ناروغان پر ټوکنونو پاکستان ته د درملنې لپاره تلل؛ خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا له امله اوس ان د ویزو د ورکړې لړۍ له خنډونو سره مخ شوې ده.