• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویلي وزیرستان کې ځايي خلکو د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بندښت پرضد لاریون کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د سروکۍ او بروند سیمو اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د بندیز لړۍ د دوام پرضد پراخ لاریون کړی او له چارواکو یې غوښتي، چې ژر تر ژره د دوی لپاره مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه بېرته فعال کړي.

په دغه لاریون کې د سیمې ګڼ شمېر قبایلي مشرانو، ځوانانو، ټولنیزو فعالانو او سوداګرو ګډون کړی و. دوی وویل، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بندښت د خلکو ورځنی ژوند زیانمن کړی او بنسټیز خدمتونه یې په ټپه درولي دي.
لاریون کوونکو وویل، چې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې د اړیکو اسانتیاوې د ژوند بنسټیزه اړتیا ګرځېدلې؛ خو د وزیرستان خلک بیا له دغه حق نه بې‌برخې کېږي. دوی زیاته کړه، چې د اختر په ورځو کې زرګونه خلک له خپلو کورنیو سره د اړیکو نیولو توان نه‌لري؛ نه د هېواد دننه او نه بهر.
د دوی په وینا؛ د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بندښت د زده‌کوونکو زده‌کړې، د سوداګرو کاروبارونه، انلاین بانکي چارې او رسمي اړیکې سختې اغېزمنې کړې دي. ناروغان او د بېړنیو مرستو اړمن کسان هم له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه له روغتونونو او ژغورنې ادارو سره اړیکه نه‌شي نیولی. د سیمې د معلوماتو له مخې؛ د سرا روغې احمدوام په مخابراتي ستنو کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې، چې د سیمې درې مخابراتي ستنې له همدې مرکز سره تړلې دي او د همدې خرابۍ له امله ټولې شبکې او انټرنېټ ګډوډ شوی دی.
ټولنیز فعال جمال ملیار محسود ویلي، د وزیرستان خلک د هېواد برابر وګړي دي او باید ورته هماغه بنسټیز خدمتونه برابر شي چې د هېواد په نورو برخو کې دي. هغه زیاته کړه، چې د اړیکو پرله‌پسې بندښت له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده او د زده‌کوونکو، ناروغانو، سوداګرو او عامو خلکو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
لاریون کوونکو له حکومتي چارواکو، مخابراتي شرکتونو او ولسي استازو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي او مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه دې بېرته فعال کړي.

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي فرید اپریدي د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکی شو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي فرید اپریدي د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکی شو
100%

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال فریدالله اپریدي د تښتول کېدو په اړه سملاسي خپلواکې او رڼې پلټنې وکړي. فریدالله اپریدی د روانې مې میاشتې پر ۱۸مه (د غويي ۲۸مه) ماښام مهال د خیبر پښتونخوا له پېښور ښار څخه لادرکه شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې د فریدالله اپریدي کورنۍ د هغه د برخلیک په تړاو له پولیسو بار بار غوښتنه کړې، خو هغوی د لومړني معلوماتي راپور له ثبتولو او د نوموړي د لادرکه کېدو په اړه له هر ډول پلټنو ډډه کړې ده.

د اپریدي کورنۍ او د پي‌ټي‌اېم غړي د هغه د روغتیايي حالت او برخلیک په اړه سخت اندېښمن دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د فریدالله اپریدي لادرکه کېدل کومه نوې پېښه نه‌ده، بلکې دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د جبري ورکولو او د پاکستاني چارواکو له‌خوا د هغوی د ځپلو د یوې داسې لړۍ برخه ده، چې په دې وروستیو کې په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

یاد سازمان ټینګار کړی، که فریدالله اپریدی د پاکستاني امنیتي ځواکونو په توقیف کې وي، باید سمدستي یې د ساتلو ځای په ډاګه او پرته له ځنډه خوشې کړل شي. د بښنې نړیوال سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره سم باید د نوموړي د تښتولو مسوولین وپېژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان په زندانونوو کې شپې او ورځې تېروي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا په باجوړ او شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر نور ولي مسید د اختر پیغام او تبلیغاتي پاڼې پر دېوالونو نښلول شوې او وېشل شوې دي. په دغه درې مخیز پیغام کې پر خلکو غږ شوی چې د حکومت پر ضد ودرېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ ځايي خلک وايي چې د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نامعلومو کسانو د تحریک طالبان پاکستان تبلیغاتي توکي وېشلي چې د دې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید د اختر پیغام هم پکې شامل دی.

د باجوړ یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې تېره شپه ناوخته د باجوړ په مرکز خار تحصیل کې پر دېوالونو د ټي ټي پي د مشر لیکلي پیغامونه نښلول شوي دي.

په دغو پیغامونو کې د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام هم شامل دی چې د هغه له انځور سره خپور شوی دی.

ځینې ځايي سرچینې وايي چې دا لیکلي توکي د خار تحصیل د عیدګاه او شاوخوا ځینو نورو جوماتونو پر دېوالونو نښلول شوي وو او نن سهار چې کله ځايي خلک د اختر د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړل، نو پمفلټونه پر دېوالونو نښلول شوي لیدل کېدل.

د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تر دې حده تایید کړه چې د خار تحصیل په ځینو سیمو کې د تېرې شپې په تیاره کې نامعلومو کسانو د ټي ټي پي توکي پر جوماتونو او دېوالونو نښلولي دي.

بلخوا له شمالي وزیرستان څخه هم راپورونه وايي چې هلته هم د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام او د ځینو نورو وسله والو ډلو لیکلي پیغامونه پر دېوالونو نښلول شوي او په عامو خلکو کې وېشل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د ټي ټي پي د مشر له خوا هر کال د اخترونو په مناسبت پیغام خپرېږي چې د ټي ټي پي د رسمي رسنۍ عمر میډیا له خوا پر بېلابېلو ټولنیزو رسنیو خپرېږي.

سږ کال هم د ټي ټي پي په درې مخیز پیغام کې له خلکو غوښتل شوي چې د حکومت پر ضد راپورته شي. ټي ټي پي د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی، خو د ټي ټي پي جنګیالیو ته لارښوونه شوې چې که د امنیتي ادارو له خوا پر دوی برید وشي، نو دوی دې هم «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړي.

په بلوچستان کې په تېرو ۲۰ ورځو کې تر ۶۰ پورې بار وړونکي موټر سوځول شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱
په بلوچستان کې په تېرو ۲۰ ورځو کې تر ۶۰ پورې بار وړونکي موټر سوځول شوي
100%

په بلوچستان کې پر مال وړونکو موټرو د پرله پسې وسله والو بریدونو او سوځولو په غبرګون کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولانو لنډمهالی کاربندیز اعلان کړی دی. د بلوچستان د باروړونکو موټرو د څښتنانو ټولنه وايي، په تېرو دریو اونیو کې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۶۰ پورې لارۍ سوځول شوې دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر بار وړونکو موټرو د پرله پسې بریدونو د زیاتوالي، د هغو د سوځولو د پېښو او د امنیت د نشتوالي له امله، د لاریو مالکانو د موټرو تګ راتګ په موقتي ډول بند کړی دی.

د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د باروړونکو موټرو د څښتنانو اتحادیې په دغه ایالت کې د امنیت د خراب وضعیت، اقتصادي بحران، پر مال وړونکو موټرو د بریدونو او د هغو د سوځولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ټولو سوداګریزو سازمانونو یوه مهمه غونډه د جون پر درېیمه نېټه بللې ده.

د بلوچستان د باروړونکو موټرو د څښتنانو اتحادیې مشر حاجي نور محمد شاهواني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، په دغه ایالت کې په تېرو دریو اونیو کې د بار وړونکو موټرو د سوځولو پېښې خورا زیاتې شوې دي چې له امله یې له ټرانسپورټ سره تړلو سوداګرو ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی دی.

د هغه په وینا، په تېرو درېو اونیو کې د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د وسله والو کسانو له خوا پر ۵۰ تر ۶۰ پورې مال وړونکو موټرو بریدونه شوي او سوځول شوي دي.

نوموړي وویل، له دغو بریدونو وروسته اوس د دوی د ټولنې له خوا د بار وړونکو موټرو تګ راتګ په موقتي ډول درول شوی دی.

د کوټې ځايي خبريالان وايي، پر مال وړونکو موټرو ډېری بريدونه په نوشکي، احمدوال او دالبندین سیمو کې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په بلوچستان کې له ډېر وخت راهیسې د امنیت د خرابېدونکي وضعیت کابو کول د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده.

ډېری دغه بریدونه بلوڅ بېلتون پالې ډلې کوي.

د تیرا یو شمېر بېځایه شویو خلکو لمونځ او اختر په احتجاجي پرلت کې وکړل

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱
د تیرا یو شمېر بېځایه شویو خلکو لمونځ او اختر په احتجاجي پرلت کې وکړل
100%

د خیبر پښتونخوا د تیرا خلکو، چې له درې نیمو میاشتو راهیسې بېځایه شوي، د اختر لومړۍ ورځ په احتجاجي پرلت کې تېره کړه. د دوی استازي وایي چې د چارواکو د بې غورۍ له امله د دوی د بېرته ستنېدو ژمنې نه دي پوره شوې او لا هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو استازي وایي چې دوی په احتجاجي توګه د اختر خوښۍ په پرلت کې ځکه نمانځي چې واکمنو ته وښيي د دوی اصلي ستونزې نه دي حل شوې او نه ورته پاملرنه کېږي.

د تیرا د اغېزمنو کډوالو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې اختر داسې یو جشن دی چې خلک پکې له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او خوښۍ شریکوي، خو له بده مرغه د تیرا بېځایه شوي خلک په در په دره ژوند تېرولو مجبور دي.

هغه وویل چې کوچنی اختر هم د دوی له خوا په احتجاجي توګه په کیمپ کې نمانځل شوی و، خو دوی هیله درلوده چې شاید د لوی اختر لمونځ به په خپلو پلرنیو سیمو کې وکړي، خو د واکمنو د بېغورۍ له امله د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو بهیر په پرله پسې ډول له ځنډ سره مخ دی.

د خیبر ولسوالۍ له غرنۍ سیمې تیرا درې څخه شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې زرګونو کسانو کډه کړې وه. حکومت ادعا کوي چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو له امله دغه سیمه خالي کړل شوې وه څو هلته د حکومت واکمني رامنځته شي.

د تیرا اغېزمن شوي خلک وایي چې د حکومت له خوا ورسره ژمنه شوې وه چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شي، خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو یونیمه میاشت تېره شوې او لا هم د دوی د بېرته ستنېدو کوم مهالوېش نه دی ورکړل شوی.

د تیرا بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د «تیرا د اغېزمنو غورځنګ» په نوم یو بنسټ هم جوړ کړی دی چې له درې نیمو میاشتو راهیسې د باړې پریس کلب مخې ته په احتجاج بوخت دي.

په دغه احتجاجي کیمپ کې وخت په وخت د سیاسي ګوندونو مشران هم د اغېزمنو خلکو د ملاتړ لپاره ورځي.

د صحبت خان اپریدي په وینا، دوی ته له تیرا څخه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې هلته ګڼې نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي او په لویه کچه مېوه لرونکې ونې هم وهل شوې دي چې دې چارې د کډوالو اندېښنې خورا زیاتې کړې دي.

هغه وویل چې د حکومتي ادارو له خوا چې کومه سړه رویه ښودل کېږي، داسې نه ښکاري چې د اغېزمنو خلکو بېرته ستنېدل دې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې هم ممکن شي.

بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ ځایي اداره وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني رامنځته شوې ده. د ځایي ادارې په وینا، په تیرا کې ګڼې دولتي ادارې په چټکۍ سره کار کوي، د نویو سړکونو جال غوړول کېږي او د اړینو پرمختیایي کارونو له پای ته رسېدو وروسته به هلته پولیس هم وګومارل شي.

محسین داوړ: زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱
محسین داوړ: زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي
100%

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».

ياده پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د هرنايي په شاهرګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

مُحسن داوړ پر اېکس حواله رسنۍ وويل، «هرنایي کې په یوه ترهګریز برید کې زاهد شاه، ضیاءالحق، زمان شاه او محمد قاهر ووژل شول او اکرام الله شاه ټپي شو».

په ټولنيزو رسنیو د پېښې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې ليدل کیږي، ټپيانو ته په روغتون کې درملنه ورکول کيږي.

هرنايي د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده، چې د سکرو کانونه په کې موقعيت لري، او اکثر په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د روانې می د میاشتې په لومړو کې په هرنايي کې ناپېژاندو وسله‌والو د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي وو.