کورنۍ لوبې؛ په بغلان کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو په ګډون د رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې

په بغلان کې د رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې، چې د افغانستان له څلورو ولایتونو ۸۰ لوبغاړو پهکې برخه اخیستې وه. په دغه سیالیو کې د کابل، بلخ، بدخشان او بغلان ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه او د بغلان ولایت په مرکز کې یې د یوې ورځې لپاره د یو بل په وړاندې سیالي وکړه.
