• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویس کې د چاقو په برید کې درې کسان ټپیان شوي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د سویس پولیسو ویلي، چې زوریخ ته نږدې د وینټرتور ښار د اورګاډي په تمځای کې یې یو ۳۱ کلن سویسي وګړی وروسته له هغه نیولی، چې د قاچو به برید کې یې درې کسان ټپیان کړل. پولیسو ویلي، چې د پېښې قربانیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګر د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې یاده پېښه د پنجشنبې په سهار رامنځته شوې ده او د سویس د پولیس د معلوماتو له‌مخې، بریدګر ۳۱ کلن او د سویس وګړی دی.

د راپورنو له‌مخې، له برید سمدستي وروسته مرستندویه ځواکونه او د ګڼ شمېر پولیس سیمې ته ورسېدل او سیمه کې یې پراخ عملیات ترسره کړل.

د سویس بلیک ورځپاڼې لیکلي، دوی داسې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې یو کس د اورګاډي تمځای په انګړ کې په منډه د تېښتې په حال کې لېدل کېږي او د «الله اکبر» نارې وهي.

دغې رسنۍ د یو عینی شاهد له قوله راپور ورکړی، چې د بریدګر په لاس کې چاقو و او هممهاله عام خلک په وېره او چیغو سره له سیمې څخه د تېښتې په حال کې وو.

پر همدغه مهال د سویس چارواکو ټینګار کړی چې د پېښې د انګیزې روښانه کولو لپاره جدي څېړنې دوام لري، خو لا تر اوسه یې د دغه برید په اړه کومه غوڅه څرګندونه نه ده کړې.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۴
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۵

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

•
•
•

نور کیسې

محمودخان اڅکزي د سیمې خلکو ته د طبیعي سرچینو د حقونو پر نه ورکولو د پاڅون خبرداری ورکړ

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د بلوچستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې که پښتنو او بلوڅو ته د خپلو طبیعي سرچینو حق ورنه‌کړل شي، هغوی به د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره پراخ احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.

محمودخان اڅګزي د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پښتونخوا او بلوچستان د کانونو، تېلو او ګازو له بې‌شمېره او بډایه زېرمو څخه ډک دي، خو ځايي خلک یې له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د یادو سیمو اوسېدونکو ته په خپلو طبیعي کانونو کې حق ورنه‌کړل شي، نو خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.

اڅګزي ویلي:« که د موند غوره مرمر، د بنو تېل که د سویلي سیمو ګار او سره زر په تخت رستم کې د یورانیمو زېرمې د اټوم جوړولو لپاره کارول کېږي، خو د افسوس ځای دی چې د دې ټولو سرچینو سربیره د سیمې خلک اوبو او بنسټیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د راپورونو له‌مخې،، د پښتونخوا خټک مېشتې سیمې ۷۰ سلنه اوسېدونکي پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او په سیمه کې په فعالو حکومتي فابریکو کې هم د ځايي خلکو په ګمارنه کې ونډه نه ورکول کېږي.

د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ زده کوونکې مړې شوې دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د کینیا حکومت ویلي، چې د دغه هېواد په «ریفټ ویلي» سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي په لیلیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ زده کوونکې مړې شوې دي. د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر ویلي، چې دا پېښه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده.

د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر جولیوس میګوس د‌ پنجشنبې په ورځ ویلي، چې کینیا په لوېدیځه مرکزي برخه کې د ګیلګیل ښار په اوتومیشي د نجونو عالي اکاډمۍ په لیلیه کې د شپې په نیمايي کې د اورلګېدنې پېښه رامنځته وې چې له امله یې ۱۶ نجونې مړې شوې او ۷۹ نورې ټپیانې شوې دي.

جولیوس میګوس ویلي:«په دې اړه څېړنې روانې دي، خو په اوتومیشي اکاډمۍ کې د دغه اورلګېدلو اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی».

د راپورونو له‌مخې د کینیا په ښوونځیو کې اور لګېدنې یو مروج کار دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ښوونځیو کې د اورلګېدنې تر ۱۰۰‌ ډیرې پېښې ثبت شوې دي.

برېتانیا کې پر جنسي تېري د ۷ افغان پناه غوښتونکو تر تورنېدو وروسته د کډوالۍ ضد لاریون وشو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

وروسته له هغه چې اووه افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو پر وړاندي په جنسي ځورونې او تېري تورن شول، د برېتانیا په ختیځ نارویچ ښار کې یوشمېر د کډوالۍ ضد لاریون کوونکي په یوې راټولېدنه کې سره راغونډ شول. دغه راټولېدنه د چهارشنبې په ورځ د نارویچ ښاروالۍ ودانۍ مخې ته ترسره شوه.

لاریون کوونکو د برېتانیا د لومړي وزیر کې‌ير سټارمر پر ضد شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو پر لویو پاڼو په لیکل شویو شعارونو کې د برېتانیا له حکومته غوښتي وو، چې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي او د هغوی د اېستلو بهیر پیل کړي.

د نورفولک سیمې پولیسو ویلي، چې د یادې قضیې دوه قربانیان تنکي ځوانان وو. دغه اووه کسان د ماشومانو د ډله‌‌ییزې جنسي استفادې د یوې قضیې په تړاو تورن شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي، چې دغه اووه کسان افغانان دي. په دغه راټولېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، لاریون کوونکو د لوډسپیکر له لارې ویناوې کولې او د برېتانیا بېرغونه یې پورته کړي وو.

تورن کسان د تېرې جمعې په ورځ د نورویچ مجسټریټ محکمې ته حاضر شول. قاضي امر وکړ، چې هغوی دې تر راتلونکې محکمې په توقیف خونه کې وساتل شي. د نارویچ یوشمېر اوسېدونکي چې د کډوالۍ پر وړاندې د دغه لاریون مخالف وو، له سیمې د تېرېدو پرمهال یې شعارونه ورکول؛ خو پولیسو هغوی له هغه ځایه لرې کړل.

د یادې قضیې راتلونکې محکمه به (د غبرګولي په ۲۹مه) د نورویچ کراون په محکمه کې ترسره شي.

د ایران کړکېچ:ټرمپ د هرمز تنګي په اړه د هوکړې له ردولو وروسته پر ایران بریدونه بیا پیل کړل

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۱

یو امریکایي چارواکی وايي، امریکایي پوځ په ایران کې پر یوه پوځي سایټ تازه بریدونه کړي دي. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغې وشول چې ټرمپ د دغې ستراتیژیکې اوبولارې له لارې د بېړیو د تګ راتګ د بېرته پیلولو په اړه د ایران له لوري د یوې هوکړې په تړاو راپور رد کړ.

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۷مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکايي پوځ څو ایراني بریدګرې بې‌پيلوټه الوتکې چې د هُرمز تنګي په شاوخوا کې یې ګواښ پېښاوه، راغورځولې دي. چارواکي زیاته کړه، په دغه برید سره په ساحلي ښار بندر عباس کې د ایران د ځمکني کنټرول یو مرکز په نښه شوی، چې په وینا یې، غوښتل یې پنځم ډرون هم وتوغوي.

له دې سره سم، د ایران د یوې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په سهار وختي د یاد بندر په شاوخوا کې درې چاودنې شوې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تړون د اپریل په لومړیو کې نافذ شوی وو.

یاد امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: «دا اقدامات په بشپړ ډول د دفاعي موخو لپاره او د اوربند د ساتلو په نیت ترسره شوي دي».

امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم په‌کې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.

د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه
100%
د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه

ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونه‌لري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».

د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نه‌کړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.

عزیزي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».

دغې درې میاشتنۍ جګړې په زرګونو کسان وژلي او د انرژۍ نړیوالې بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي. ټرمپ په وار وار ویلي، چې یوې هوکړې ته رسېدل نږدې دي.

د هُرمز تنګی، چې تر جګړې وړاندې یې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز لېږداوه، د ایران د اټومي وړتیاوو له منځه وړل او روان بندیزونه د هغو خبرو اترو اصلي ستونزې دي، چې د دغې درې میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره لا هم پر خپل ځای دي.

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دوی په اجازه ۲۳ بېړۍ، چې په‌کې د تېلو ټانکرونه، د کانټینرونو بېړۍ او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې، له هُرمز څخه تېرې شوي، چې دا له جګړې وړاندې د ورځني د ۱۲۵ تر ۱۴۰ بېړیو پر تله یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.

عاصم منیر: د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ د پوځ روحیه عالي ده

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بلوچستان صوبې ژوب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې پر ډیورند کرښه له مېشتو عسکرو سره د لوی اختر لمونځ کړی دی. نوموړي په دې سفر کې ویلي، چې پاکستاني پوځیان د ترهګرۍ د مخنیوي او وسله‌والو د ځپلو لپاره عالي مورال لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر په ژوب کې له پوځیانو سره د اختر لمونځ ادا کړ او د خپل هېواد د سولې، ثبات او د وژل شویو عسکرو ارواحو ته یې دعاګانې وکړې.

عاصم منیر د کوټې وروستي برید ته په اشارې سره وویل، چې دا ډول بې‌رحمانه بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو او د دغه هېواد د ملت هوډ نه‌شي کمزوری کولی.

هغه زیاته کړه، چې د دوی د عسکرو او ولس روحیه نه ماتېدونکې ده او پوځ به د امنیتي ارګانونو او د بلوچستان د خلکو په همکارۍ، د وسله‌والو د ټولو ملاتړو او عاملینو په نښه کولو ته په پوره ځواک سره دوام ورکړي.

کوټه کې د اورګاډي چاودنې ورستي جزیات؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېرې یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۳مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني سرتېرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم برید له امله شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپیان شول.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.