امرالله صالح: سیاسي بندیان د طالبانو په «وېرونکي او غیرانساني» زندانونو کې دي

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې سیاسي بندیان د طالبانو په «وېرونکي او غیرانساني» زندانونو کې دي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې سیاسي بندیان د طالبانو په «وېرونکي او غیرانساني» زندانونو کې دي.
نوموړي دغه زندانیان اراده لرونکي انسانان وبلل، چې د «د وطن حیثیت راګرځولو» لپاره د مبارزې له امله د طالبانو په زندانونو کې دي. امرالله صالح وایي، چې طالبان په افغانستان کې د پنځو ناورینونو لامل دي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه ناورینونو حل د «زرغون بهیر» د مبارزې یوه برخه جوړوي. دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې طالبان د ملي نفاق، د ملي او نړۍوال مشروعیت د ناورین او د «ترهګرو» ډلو د کوربهتوب سرچینه ده. هغه طالبان د دغه ناورینونو مسوول وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان ولس د دغه ناورینونو په رامنځته کولو کې هېڅ رول نهلري.
د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال وویل، تر هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ د دې تمه نهشته چې د نړۍ سیاست د افغانستان په اړه د ترهګرۍ، جرمونو او کډوالۍ له بحثونو هاخوا ولاړ شي.
له بل پلوه د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که طالبان خپل سیاستونه بدل نهکړي؛ نو هېواد به یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ناورین د مخنیوي لپاره له خپلو مخالفینو او سیاسي اپوزېسیون سره سملاسي خبرې اترې پیل کړي.