د اسراییل پوځ: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د حزبالله له ۱۳۵ څخه ډېر هدفونه په نښه کړي دي

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په صور، بقاع او سویلي سیمو کې د حزبالله له ۱۳۵ څخه ډېر هدفونه له منځه وړي دي.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په صور، بقاع او سویلي سیمو کې د حزبالله له ۱۳۵ څخه ډېر هدفونه له منځه وړي دي.
د اسراییل د پوځ د معلوماتو لهمخې، په دغو بریدونو کې د راکټ توغولو شاوخوا ۱۰ هغه ځایونه په نښه شوي، چې حزبالله ترې د اسراییلي پوځیانو او ملکي وګړو پر وړاندې کار اخیست. د اسراییل پوځ همداراز ویلي، دغه د توغندیو اډې د بقاع او د سویلي لبنان په اړوندو سیمو کې هدف ګرځول شوې دي.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د بقاع په «بریتال» سیمه کې یې د حزبالله ډلې یو لوی روزنیز کمپ هم تر سختو هوايي بریدونو لاندې راوستی او زیانمن کړی دی. د اسراییل پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو تېره شپه د لبنان په ساحلي ښار «صور» کې د حزبالله شاوخوا ۱۵ پوځي تاسیسات او بنسټونه هم په نښه کړي، چې د دوی په وینا یادې ډلې ترې د خپلو عملیاتو او بریدونو د پرمخ بېولو لپاره استفاده کوله.
په ورته مهال د اسراییل هوايي ځواک ادعا کړې، چې د حزبالله یو شمېر وسله وال یې هم په هغو شیبو کې هدف ګرځولي او وژلي دي، چې د راکټ توغولو له یوه کارول شوي ځای څخه د وتلو او تېښتې په حال کې وو. د حزبالله ډلې تر اوسه پورې د اسراییل د پوځ د دغو ادعاوو او بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د سویس پولیسو ویلي، چې زوریخ ته نږدې د وینټرتور ښار د اورګاډي په تمځای کې یې یو ۳۱ کلن سویسي وګړی وروسته له هغه نیولی، چې د قاچو به برید کې یې درې کسان ټپیان کړل. پولیسو ویلي، چې د پېښې قربانیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګر د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې یاده پېښه د پنجشنبې په سهار رامنځته شوې ده او د سویس د پولیس د معلوماتو لهمخې، بریدګر ۳۱ کلن او د سویس وګړی دی.
د راپورنو لهمخې، له برید سمدستي وروسته مرستندویه ځواکونه او د ګڼ شمېر پولیس سیمې ته ورسېدل او سیمه کې یې پراخ عملیات ترسره کړل.
د سویس بلیک ورځپاڼې لیکلي، دوی داسې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې یو کس د اورګاډي تمځای په انګړ کې په منډه د تېښتې په حال کې لېدل کېږي او د «الله اکبر» نارې وهي.
دغې رسنۍ د یو عینی شاهد له قوله راپور ورکړی، چې د بریدګر په لاس کې چاقو و او هممهاله عام خلک په وېره او چیغو سره له سیمې څخه د تېښتې په حال کې وو.
پر همدغه مهال د سویس چارواکو ټینګار کړی چې د پېښې د انګیزې روښانه کولو لپاره جدي څېړنې دوام لري، خو لا تر اوسه یې د دغه برید په اړه کومه غوڅه څرګندونه نه ده کړې.
د بلوچستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې که پښتنو او بلوڅو ته د خپلو طبیعي سرچینو حق ورنهکړل شي، هغوی به د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره پراخ احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.
محمودخان اڅګزي د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پښتونخوا او بلوچستان د کانونو، تېلو او ګازو له بېشمېره او بډایه زېرمو څخه ډک دي، خو ځايي خلک یې له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د یادو سیمو اوسېدونکو ته په خپلو طبیعي کانونو کې حق ورنهکړل شي، نو خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.
اڅګزي ویلي:« که د موند غوره مرمر، د بنو تېل که د سویلي سیمو ګار او سره زر په تخت رستم کې د یورانیمو زېرمې د اټوم جوړولو لپاره کارول کېږي، خو د افسوس ځای دی چې د دې ټولو سرچینو سربیره د سیمې خلک اوبو او بنسټیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د راپورونو لهمخې،، د پښتونخوا خټک مېشتې سیمې ۷۰ سلنه اوسېدونکي پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او په سیمه کې په فعالو حکومتي فابریکو کې هم د ځايي خلکو په ګمارنه کې ونډه نه ورکول کېږي.
د کینیا حکومت ویلي، چې د دغه هېواد په «ریفټ ویلي» سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي په لیلیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ زده کوونکې مړې شوې دي. د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر ویلي، چې دا پېښه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده.
د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر جولیوس میګوس د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې کینیا په لوېدیځه مرکزي برخه کې د ګیلګیل ښار په اوتومیشي د نجونو عالي اکاډمۍ په لیلیه کې د شپې په نیمايي کې د اورلګېدنې پېښه رامنځته وې چې له امله یې ۱۶ نجونې مړې شوې او ۷۹ نورې ټپیانې شوې دي.
جولیوس میګوس ویلي:«په دې اړه څېړنې روانې دي، خو په اوتومیشي اکاډمۍ کې د دغه اورلګېدلو اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی».
د راپورونو لهمخې د کینیا په ښوونځیو کې اور لګېدنې یو مروج کار دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ښوونځیو کې د اورلګېدنې تر ۱۰۰ ډیرې پېښې ثبت شوې دي.
وروسته له هغه چې اووه افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو پر وړاندي په جنسي ځورونې او تېري تورن شول، د برېتانیا په ختیځ نارویچ ښار کې یوشمېر د کډوالۍ ضد لاریون کوونکي په یوې راټولېدنه کې سره راغونډ شول. دغه راټولېدنه د چهارشنبې په ورځ د نارویچ ښاروالۍ ودانۍ مخې ته ترسره شوه.
لاریون کوونکو د برېتانیا د لومړي وزیر کېير سټارمر پر ضد شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو پر لویو پاڼو په لیکل شویو شعارونو کې د برېتانیا له حکومته غوښتي وو، چې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي او د هغوی د اېستلو بهیر پیل کړي.
د نورفولک سیمې پولیسو ویلي، چې د یادې قضیې دوه قربانیان تنکي ځوانان وو. دغه اووه کسان د ماشومانو د ډلهییزې جنسي استفادې د یوې قضیې په تړاو تورن شوي دي.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې دغه اووه کسان افغانان دي. په دغه راټولېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، لاریون کوونکو د لوډسپیکر له لارې ویناوې کولې او د برېتانیا بېرغونه یې پورته کړي وو.
تورن کسان د تېرې جمعې په ورځ د نورویچ مجسټریټ محکمې ته حاضر شول. قاضي امر وکړ، چې هغوی دې تر راتلونکې محکمې په توقیف خونه کې وساتل شي. د نارویچ یوشمېر اوسېدونکي چې د کډوالۍ پر وړاندې د دغه لاریون مخالف وو، له سیمې د تېرېدو پرمهال یې شعارونه ورکول؛ خو پولیسو هغوی له هغه ځایه لرې کړل.
د یادې قضیې راتلونکې محکمه به (د غبرګولي په ۲۹مه) د نورویچ کراون په محکمه کې ترسره شي.
یو امریکایي چارواکی وايي، امریکایي پوځ په ایران کې پر یوه پوځي سایټ تازه بریدونه کړي دي. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغې وشول چې ټرمپ د دغې ستراتیژیکې اوبولارې له لارې د بېړیو د تګ راتګ د بېرته پیلولو په اړه د ایران له لوري د یوې هوکړې په تړاو راپور رد کړ.
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۷مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکايي پوځ څو ایراني بریدګرې بېپيلوټه الوتکې چې د هُرمز تنګي په شاوخوا کې یې ګواښ پېښاوه، راغورځولې دي. چارواکي زیاته کړه، په دغه برید سره په ساحلي ښار بندر عباس کې د ایران د ځمکني کنټرول یو مرکز په نښه شوی، چې په وینا یې، غوښتل یې پنځم ډرون هم وتوغوي.
له دې سره سم، د ایران د یوې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په سهار وختي د یاد بندر په شاوخوا کې درې چاودنې شوې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تړون د اپریل په لومړیو کې نافذ شوی وو.
یاد امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: «دا اقدامات په بشپړ ډول د دفاعي موخو لپاره او د اوربند د ساتلو په نیت ترسره شوي دي».
امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم پهکې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.
ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونهلري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».
د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نهکړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».
دغې درې میاشتنۍ جګړې په زرګونو کسان وژلي او د انرژۍ نړیوالې بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي. ټرمپ په وار وار ویلي، چې یوې هوکړې ته رسېدل نږدې دي.
د هُرمز تنګی، چې تر جګړې وړاندې یې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز لېږداوه، د ایران د اټومي وړتیاوو له منځه وړل او روان بندیزونه د هغو خبرو اترو اصلي ستونزې دي، چې د دغې درې میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره لا هم پر خپل ځای دي.
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دوی په اجازه ۲۳ بېړۍ، چې پهکې د تېلو ټانکرونه، د کانټینرونو بېړۍ او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې، له هُرمز څخه تېرې شوي، چې دا له جګړې وړاندې د ورځني د ۱۲۵ تر ۱۴۰ بېړیو پر تله یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.