له هبتالله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

یوه افغان کډوال چې تازه له تاجکستان څخه په زوره اېستل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رالېږلې ویډیو کې د طالبانو له مشر مولوي هبتالله اخوندزاده څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې غواړي په هېواد کې له خپلې کورنۍ سره عادي او ارام ژوند وکړي.
