• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: د افغانستان په ختیځ کې سېلاب ځپلې کورنۍ لاهم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې مشرې اېمي مارټین ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ لاهم له سختو بشري ستونزو سره مخ دي او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې ویلي، په وروستیو اوونیو کې د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې سېلابونو هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړې چې د سیند غاړې ته یې لنډمهاله استوګنځایونه جوړ کړي وو؛ د سېلابونو له امله دغه خلک یو ځل بیا بې‌ځایه شوي دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې؛ مرستندویه بنسټونو اغېزمن شویو کورنیو ته خېمې، خوراکي توکي، نغدي مرستې او نور د اړتیا وړ وسایل وېشلي؛ خو لا هم وضعیت پېچلی دی. اېمي مارټین ویلي، ځینې کورنۍ نه‌شي کولای خپلو پخوانیو سیمو ته ستنې شي؛ ځکه د سیند غاړې د دایمي اوسېدو لپاره خوندي نه‌دي او دوی شخصي ځمکې هم نه‌لري.
نوموړې زیاته کړه، هغه کورنۍ چې بېرته ستنېږي د خپلو کورونو د بیارغونې او ترمیم لپاره منځ‌مهاله او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري. د اوچا مشرې د بودجې کمښت د بشري مرستو ستره ستونزه بللې او ویلي یې دي، چې تر اوسه یوازې ۱۴ سلنه اړینې مالي سرچینې برابرې شوې دي.
هغې خبرداری ورکړی، د واورو وېلې کېدو له پیلېدو سره د نورو سېلابونو ګواښ هم شته چې ښايي د خلکو وضعیت نور هم کړکېچن کړي. اوچا ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو ډېر زیان‌منونکی هېواد دی.

د یادې ادارې په وینا؛ همدغه سیمه نهه میاشتې وړاندې د زلزلې له امله هم زیانمنه شوې وه او ډېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ لا هم دایمي حل‌لارې ته نه‌دي رسېدلې. اېمي مارټین له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې نه یوازې د بېړنیو بشري اړتیاوو لپاره بلکې د خلکو د خوندي او دایمي استوګنځایونو برابرولو لپاره هم پراخ ملاتړ وکړي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا کې پر جنسي تېري د ۷ افغان پناه غوښتونکو تر تورنېدو وروسته د کډوالۍ ضد لاریون وشو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

وروسته له هغه چې اووه افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو پر وړاندي په جنسي ځورونې او تېري تورن شول، د برېتانیا په ختیځ نارویچ ښار کې یوشمېر د کډوالۍ ضد لاریون کوونکي په یوې راټولېدنه کې سره راغونډ شول. دغه راټولېدنه د چهارشنبې په ورځ د نارویچ ښاروالۍ ودانۍ مخې ته ترسره شوه.

لاریون کوونکو د برېتانیا د لومړي وزیر کې‌ير سټارمر پر ضد شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو پر لویو پاڼو په لیکل شویو شعارونو کې د برېتانیا له حکومته غوښتي وو، چې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي او د هغوی د اېستلو بهیر پیل کړي.

د نورفولک سیمې پولیسو ویلي، چې د یادې قضیې دوه قربانیان تنکي ځوانان وو. دغه اووه کسان د ماشومانو د ډله‌‌ییزې جنسي استفادې د یوې قضیې په تړاو تورن شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي، چې دغه اووه کسان افغانان دي. په دغه راټولېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، لاریون کوونکو د لوډسپیکر له لارې ویناوې کولې او د برېتانیا بېرغونه یې پورته کړي وو.

تورن کسان د تېرې جمعې په ورځ د نورویچ مجسټریټ محکمې ته حاضر شول. قاضي امر وکړ، چې هغوی دې تر راتلونکې محکمې په توقیف خونه کې وساتل شي. د نارویچ یوشمېر اوسېدونکي چې د کډوالۍ پر وړاندې د دغه لاریون مخالف وو، له سیمې د تېرېدو پرمهال یې شعارونه ورکول؛ خو پولیسو هغوی له هغه ځایه لرې کړل.

د یادې قضیې راتلونکې محکمه به (د غبرګولي په ۲۹مه) د نورویچ کراون په محکمه کې ترسره شي.

فرید حمیدي: افغانستان اوس مهال هېڅ ښځینه څارنواله او قاضي نه‌لري

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د قضایي سیسټم په له منځه وړلو سره د ښځو غږ په بشپړ ډول بند شوی دی. نوموړي ویلي، چې د تېر نظام تر سقوط وروسته لږ تر لږه ۵۷ څارنوالان او د هغوی د کورنۍ غړي په نښه شوي او وژل شوي دي.

حمیدي په یوې تازه لیکنه کې ویلي، د طالبانو په محکمو کې هېڅ ښځینه وکیله، قاضي یا څارنواله نشته او دا مهال په زندانونو کې د بندي ښځو شمېر ۱ زرو ۸۲۵ کسانو ته رسېږي چې د تېر په پرتله ۴۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال په خپله لیکنه کې روښانه کړې، کله چې ده په ۲۰۱۶ کال کې دنده پیل کړه، په عدلي سیسټم کې د ښځو ونډه له درې سلنې څخه کمه وه، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا د پراختیایي ادارې په مرسته دا کچه ۲۳ سلنې ته ورسېده او ۲۵۰ ښځینه څارنوالانې په بېلابېلو کچو پر دندو وګومارل شوې.

هغه زیاتوي: «د دغو ښځو موجودیت د دې لامل شو، چې په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې ثبت شي، ځکه ښځو د لومړي ځل لپاره داسې څوک لیدل چې د دوی درد یې حس کاوه. خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د کابل په سقوط سره دا شل کلن سیسټم په ۱۱ ورځو کې له منځه لاړ او طالبانو زرګونه بندیان او قاتلین له زندانونو خوشې کړل».

محمد فرید حمیدي زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د قانون مفهوم له منځه تللی او یوازې یو قاضي چې د مسلکي زده کړو پر ځای مذهبي زده‌کړې لري، هم د دوسیې څېړنه کوي او هم پرېکړه صادروي. د طالبانو د جزایي اجراتو د نوي قانون له‌مخې، پر ښځو کورنی تاوتریخوالی یوازې هغه وخت جرم ګڼل کېږي، چې د هغې هډوکی مات شي یا پر وجود یې نښې پاتې شي او که یوه ښځه د مېړه له اجازې پرته خپلوانو کره لاړه شي، په درې میاشتې زندان محکومېږي.

هغه وایي،‌ اوسمهال په زرګونه څارنوالان په افغانستان کې په پټه خوله ژوند کوي او له لوږې سره مخ دي او په وینا یې یو شمېر نور یې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تښتېدلي چې هلته هم د بېرته شړلو له ګواښ سره مخ دي.

پخواني لوی څارنوال پر نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې د افغان څارنوالانو د خوندیتوب او لېږد لپاره د «څارنوال د څارنوال لپاره» کمپاین په مستقیم ډول تمویل کړي او هغو کسانو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي، چې د کاغذ پرانۍ له امله پاتې شوي دي.

هغه همداراز غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د حقونو شورا او د جرمونو نړیواله محکمه دې د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د ښځو د ځورونې او د څارنوالانو د هدفي وژنو دوسیې په جدي توګه وڅېړي او د هغوی دوسیې دې ثبت کړي.

عبدالکبیر: ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، مشروع ګټو او مداخلې نه‌کولو سیاست مخې ته وړو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر له ارګ څخه جلا په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ په مراسمو کې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو له ټينګار سربېره وویل، له ټولو هېوادونو سره د مداخلې نه‌کولو سیاست مخې ته وړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې ادا کړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري.

په دې مراسمو کې په کابل کې د ځینو هېوادونو مېشتو سفیرانو او ډیپلوماتانو هم ګډون درلود.

مولوي عبدالکبیر تر لمانځه وروسته د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي له ټینګار سربېره وویل، چې دوی له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او همداراز پر اقتصادي همکاریو تمرکز لري.

هغه زیاته کړه، چې با ثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی او تلپاتي ثبات ته د رسېدو لپاره په کور دننه د ملي اقتصاد د پياوړي کولو، د بې‌کارۍ د راکمولو او کورني صنعت د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو دغه وزیر چې په خپل وزارت کې د مېشتېدو پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې اوسېدنه غوره کړې همداراز په ډاګه کړه: «دوی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، مشروع ګټو او عدم مداخلې سیاست مخې ته وړي».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په سپیدار ماڼۍ کې په اختریزو مراسمو کې ګډون درلود.

طالبانو په غور کې د ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو له ترلاسه کولو خبر ورکړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۱

د هېواد په لویدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، په غور ولایت کې یې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او یوه وسله یې ترلاسه کړي دي. خو دغې قول اردو په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویلي.

په لویدیځ زون کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چې په جمهوري نظام کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو نومېده د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي یې د مرکز فیروز کوه ښار له پوزلج سیمې څخه تېره ورځ ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې د ترلاسه شویو نشه‌يي توکو د نوعیت او همداراز په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تیوره ولسوالۍ کې یې یوه وسله هم ترلاسه کړې، خو بیا یې هم په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

شهباز شریف: د طالبانو «رژیم» له هند سره په ګډه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره همکاري کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د اټومي ځواک د ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو «رژیم» د پاکستان پر ضد له هند سره مرسته کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد به د افغانستان په خاوره کې د ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره د افغان طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د پاکستان د اټومي ازموینو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، که پاکستان اټومي ځواک نه وای ګرځېدلی، دښمن به له هرې پولې اوښتی وای. هغه زیاته کړه، چې اټومي سپر او وسله‌وال ځواکونه د پاکستان د دښمنانو پر وړاندې اصلي خنډ دي.

د پاکستان لومړي وزیر هند ته په اشارې سره وویل: «د افغانستان رژیم د دښمن د موخو د عملي کېدو لپاره زمینه برابروي. دښمن له ماتې وروسته اوس د نیابتي ډلو لکه فتنه الخوارج (تحریک طالبان پاکستان) او فتنه هندوستان (بلوڅ بېلتون‌پالو) ملاتړ کوي».

هغه خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د «غضب للحق» پوځي عملیاتو له لارې دا ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. طالبانو بیا د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونه «ردالظلم» بللي دي.

د پاکستان د پوځي عملیاتو پراختیا او د مرګ‌ژوبلې شمېر

وروسته له هغې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې نښتې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې، د پاکستان پوځ د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل، څو د افغانستان پر خاوره بریدونه ترسره کړي. تر دې وړاندې هم اسلام‌اباد د «عزم استحکام» تر نوم لاندې د بلوڅ وسله‌والو او د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد ورته عملیات پیل کړي وو.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر مهال تر اوسه له ۷۰۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي؛ خو افغان طالبانو دغه شمېرې رد کړي دي.

طالبانو بیا د پاکستان د بریدونو پر وړاندې خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړی او ورسره یې له اسلام‌اباد سربېره د پاکستان پر بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه پر پوځي مرکزونو د بریدونو او پاکستاني پوځیانو ته د مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

اسلام‌اباد هیله لري، چې پوځي فشارونه او ګواښونه به د طالبانو اداره اړه کړي، څو پاکستاني جنګیالي له افغانستانه وباسي یا یې په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو مخه ونیسي.

افغان طالبانو د پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان مساله یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او همداراز یې د بریدونو پر مهال متقابل پوځي بریدونه کړي دي. دغو نښتو د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین اندېښمن کړي دي.

له دې سره سره، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د لوی اختر د درېیو ورځو لپاره د اوربند اعلان کړی، خو تر اوربند مخکې په خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو لمن پراخه شوې وه.

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو د قومندانانو له قوله په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۹۹۸ کال اټومي ازموینو په سویلي اسیا کې ستراتیژیک توازن رامنځته کړی دی.

د پاکستان پوځ دغه لاسته‌ راوړنه د ملي یووالي ټینګښت او ملي حاکمیت نښه بللې او د هېواد دفاعي او ستراتیژیک وړتیاوې یې «مقدس ملي امانت» او په سیمه کې د سولې تضمین یاد کړی دی.

سره له دې چې پاکستان په افغانستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي، د دغو وسله‌والو بریدونه نه دي درېدلي او پاکستاني ځواکونه د ټي‌ټي‌پي په ځانمرګو او چریکي بریدونو کې په پرله‌پسې ډول وژل او یا هم ټپيان کېږي.