• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کولمبیا کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کولمبیا په سوېل ختیځ کې د کوکایینو د تولید او قاچاق یوې مهمې سیمې د کنټرول پر سر د دوو سیالو وسله‌والو ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۲ وسله وال وژل شوي دي.

دغه نښتې، چې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، د ګواویاره ولایت په ځنګلونو کې د بارانکو کولوراډو کلي ته نږدې شوې دي.

کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچېز په ټولنیزو رسنیو کې د جګړو پخلی کړی او پوځ هم دا تایید کړې، خو د دواړو ډلو د وژل شویو وسله والو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړي. سانچېز ویلي، سیمې ته ځواکونه استول شوي څو د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

دا جګړې د کولمبیا د انقلابي وسله‌والو ځواکونو د بېلې شوې ډلې، چې مشري یې نېستور ګرېګوریو ویرا مشهور په «ایوان مورډیسکو» کوي او بلې ډلې، چې مشري یې الکساندر دیاز مېندوزا مشهور په «کالارکا کوردوبا» کوي، ترمنځ شوې دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

مارک بوتنګا: اروپا د خپلو ارزښتونو په نوم له روسیې ډډه کوي خو طالبانو ته «سرې غالۍ» غوړوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د اروپا په پارلمان کې د بلجیم استازي، مارک بوتنګا، بروکسل ته د طالبانو پر بلنې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه له روسیې سره د خپلو «ارزښتونو» په نوم له خبرو ډډه کوي، خو طالبانو ته بیا «سرې غالۍ» غوړوي.

بوتنګا ویلي، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو او دیموکراتیکو اصولو خبره کوي، د طالبانو هرکلی د دغو ارزښتونو خلاف اقدام ګڼل کېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د افغان کډوالو سپارل «د انسانانو له ژوند سره لوبې» دي او دا چاره کولای شي د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د اروپا د پارلمان دغه غړي ټینګار کړی چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، لا هم د نړیوالې اندېښنې وړ دي او اروپايي هېوادونه باید په دې برخه کې له احتیاطه څخه کار واخلي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره د ځینو اروپايي چارواکو اړیکو او لیدنو کتنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

عمان ته د امریکا خبرداری؛ د هُرمز تنګي د محصول په راټولولو کې ښکېل لوري به مجازات شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، خبرداری ورکړی چې واشنګټن به هر هغه لوری په سختۍ په نښه کړي چې د هُرمز تنګي کې د محصول د اخیستو په بهیر کې رول ولري.

بسنټ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې عمان باید په دې پوه شي چې د امریکا حکومت به د هُرمز تنګي لپاره د محصول ټولولو د نظام د پلي کولو هېڅ ډول هڅه ونه زغمي.

هغه ویلي: «د امریکا د خزانې وزارت به په تهاجمي ډول هر هغه شخص یا بنسټ هدف وګرځوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هرمز تنګي د محصول په راټولولو کې مرسته کوي، او هر شریک چې دې کار ته لېواله وي، هغه به هم مجازات شي.»

د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړې چې ټول هېوادونه باید د ایران هغه هڅې په کلکه رد کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ ازاد بهیر ګډوډوي.

بسنت ویلي: «د تهران له لوري د سیمې او نړۍ د وېرولو دوره پای ته رسېدلې ده.»

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد یوه ستره برخه ترې تېرېږي. د دې سیمې په اړه هر ډول ترینګلتیا د نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو مستقیم اغېز لرلی شي.

واشنګټن پوسټ: ټرمپ غواړي د امریکا پر نویو ۲۵۰ ډالري بانکنوټونو د ده انځور چاپ شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکي د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د نوموړي له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ د چاپولو طرحه تعقیبوي، خو د امریکا اوسنی قانون پر بانکنوټ د ژوندیو کسانو د انځورونو چاپول منع کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت ګومارل شویو چارواکو له تېر کال راهیسې په وار وار د دغه وزارت د حکاکۍ او چاپ پر ادارې فشار راوړی ترڅو د ډونالډ ټرمپ له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ لومړنۍ نمونه ډیزاین کړي. که دا اقدام عملي شي، دا به په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د یو ژوندي کس انځور د امریکا پر بانکنوټونو باندې راڅرګندېږي.

د باوري سرچینو په وینا، د امریکا خزانه‌دار برانډن بیچ او د هغه جګپوړي سلاکار مایک براون د تېر کال د اګسټ او سېپټمبر په میاشتو کې ازمایښتي طرحې وړاندې کړې وې، چې په یوه کې یې د ډونالډ ټرمپ انځور د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ په منځ کې ښکاري. دغه راز بریتانوي هنرمند ایین الکساندر وایي دا نمونه ده ډیزاین کړې، ټینګار یې کړی چې دا طرحه یې په خپله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همغږۍ او د هغه د نظرونو او فیډبیک له مخې چمتو کړې ده.

بلخوا د امریکا د خزانې وزارت یوه ویاند ویلي، د حکاکۍ او چاپ اداره د قانوني طرحې په ځواب کې اړینه ارزونه ترسره کوي او که دا طرحه په قانون بدله شي، د ۲۵۰ ډالري یادګاري بانکنوټ د تولید لپاره به لاس په کار شي. په همدغه مهال د خزانې وزارت څلورو کارمندانو ویلي، د امریکا د پیسو د چاپ او حکاکۍ ادارې مشره پاټریشیا پېټي سولیمین وروسته له هغې له خپلې دندې ګوښه او په وزارت کې بل پړاو ته واستول شوه چې د دغې طرحې په اړه یې خپل ملاحظات او مخالفتونه څرګند کړل. هغې خبرداری ورکړی و چې په‌دې لاره کې جدي حقوقي او تخنیکي خنډونه شتون لري او د داسې بانکنوټ ډیزاین کول ښايي کلونه وخت ونیسي. هم‌مهاله ویل کېږي چې د ډونالډ ټرمپ له لاسلیک سره د ۱۰۰ ډالري نوو بانکنوټونو د چاپ کار هم روان دی.

کارپوهان په‌دې باور دي چې د کانګرس له تصویب پرته د ۲۵۰ ډالري بانکنوټونو چاپول ممکن نه دي؛ ځکه دا کار د قانوني محدودیتونو ترڅنګ، له مالي او امنیتي بنسټونو سره پراخې او جدي همغږۍ ته اړتیا لري.

د چین دفاع وزارت: بېجینګ او اسلام‌اباد د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د چین د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد او پاکستان د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګند او بریالیو پروژو بدل شوي او دواړه هېوادونه د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي.

د چین د دفاع وزارت ویاند ډګروال جیانګ بین ویلي، چین او پاکستان د غرونو او سیندونو له لارې تړلي ښه ګاونډیتوب او یو پر بل باور لري.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو لړۍ د ستراتیژیکو اړیکو، ګډو تمرینونو او روزنې، د پرسونل د تبادلې او د دفاعي تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې خورا رغنده پایلې لرلې دي.

د چین د دفاع وزارت ویاند روښانه کړه، د دواړو هېوادونو د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ چې په کې د «واریئرز»، «اوشین ګارډز» او «ایګلز» ګډ تمرینونه شامل دي، د دوه‌اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګندو او بریالیو پروژو بدل شوي دي. نوموړي وویل، بیجینګ چمتو دی چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو لارښوونو لاندې کار وکړي، ترڅو دودیزه ملګرتیا کې پرمختګ وکړي او ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په همدې اونۍ کې چین ته څلور ورځنی رسمي سفر وکړ او د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه هم لاسلیک کړل.

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې د بندیزونو له تور نوملړه د ۷۶ کسانو، بېړییو او ادارو نومونه لرې کوي.یاد وزارت ویلي چې دا اقدام به د بندیزونو د سرغړونې او تېښتې د مخنیوي لپاره پر پېچلو او لوړ خطر لرونکو هدفونو د لا زیات تمرکز لامل شي.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد نومونه زاړه او کم‌خطره وو او د هغوی څارنه د شرکتونو او مالي بنسټونو لپاره اضافي لګښتونه او اداري بار رامنځته کاوه.

د وزارت په وینا، ځینو شرکتونو شکایت کړی و چې دوی اړ دي د هغو هدفونو د ارزونې لپاره پراخې سرچینې ولګوي چې یا نور نشته او یا هم ډېر کم خطر لري.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي: «موږ د دې بار د کمولو لارې چارې لټو، څو د بندیزونو عملي کول اغېزناک شي او د بندیزونو د تېښتې پر پېچلو او لوړ خطر لرونکو مواردو لا زیات تمرکز وشي».

په وروستیو کلونو کې امریکا پر ایران، روسیې، سوریې او وینزویلا د بندیزونو کارول پراخ کړي دي. د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د نوو بندیزونو شمېر په ۲۰۱۷ کال کې ۸۸۰ و، خو دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له ۳۰۰۰ څخه اوښتی دی.

په نړیواله کچه امریکا د بندیزونو له وسیلې د خپلو بهرنیو سیاستونو د پلي کولو لپاره پراخه استفاده کوي، خو منتقدین وایي د بندیزونو د لېستونو پراخوالی د مالي او سوداګریزو بنسټونو لپاره پیچلتیاوې هم زیاتوي.