• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارک بوتنګا: اروپا د خپلو ارزښتونو په نوم له روسیې ډډه کوي خو طالبانو ته «سرې غالۍ» غوړوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د اروپا په پارلمان کې د بلجیم استازي، مارک بوتنګا، بروکسل ته د طالبانو پر بلنې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه له روسیې سره د خپلو «ارزښتونو» په نوم له خبرو ډډه کوي، خو طالبانو ته بیا «سرې غالۍ» غوړوي.

بوتنګا ویلي، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو او دیموکراتیکو اصولو خبره کوي، د طالبانو هرکلی د دغو ارزښتونو خلاف اقدام ګڼل کېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د افغان کډوالو سپارل «د انسانانو له ژوند سره لوبې» دي او دا چاره کولای شي د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د اروپا د پارلمان دغه غړي ټینګار کړی چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، لا هم د نړیوالې اندېښنې وړ دي او اروپايي هېوادونه باید په دې برخه کې له احتیاطه څخه کار واخلي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره د ځینو اروپايي چارواکو اړیکو او لیدنو کتنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

عمان ته د امریکا خبرداری؛ د هُرمز تنګي د محصول په راټولولو کې ښکېل لوري به مجازات شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، خبرداری ورکړی چې واشنګټن به هر هغه لوری په سختۍ په نښه کړي چې د هُرمز تنګي کې د محصول د اخیستو په بهیر کې رول ولري.

بسنټ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې عمان باید په دې پوه شي چې د امریکا حکومت به د هُرمز تنګي لپاره د محصول ټولولو د نظام د پلي کولو هېڅ ډول هڅه ونه زغمي.

هغه ویلي: «د امریکا د خزانې وزارت به په تهاجمي ډول هر هغه شخص یا بنسټ هدف وګرځوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هرمز تنګي د محصول په راټولولو کې مرسته کوي، او هر شریک چې دې کار ته لېواله وي، هغه به هم مجازات شي.»

د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړې چې ټول هېوادونه باید د ایران هغه هڅې په کلکه رد کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ ازاد بهیر ګډوډوي.

بسنت ویلي: «د تهران له لوري د سیمې او نړۍ د وېرولو دوره پای ته رسېدلې ده.»

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد یوه ستره برخه ترې تېرېږي. د دې سیمې په اړه هر ډول ترینګلتیا د نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو مستقیم اغېز لرلی شي.

طالبان: د اختر په ورځو کې روغتیايي مرکزونو ته د خدمت د دوام او چمتووالي سپارښتنه شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د لوی اختر په ورځو کې د کابل روغتونونو د عاجلو او دوامدارو روغتیايي خدمتونو پر فعال ساتلو ټینګار کړی او له روغتیايي مرکزونو یې غوښتي چې ناروغانو ته پر وخت او منظم خدمات وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او د پالیسۍ او پلان عمومي رییس ډاکټر سیدرسول منګل د اختر په ورځو کې د کابل د علي جناح او استقلال روغتونونو له بېلابېلو څانګو لیدنه کړې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، پلاوي د روغتونونو عاجلې څانګې، د ناروغانو د خدمتونو بهیر، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او د روغتیايي کارکوونکو حضور ارزولی او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه تنظیم لپاره یې سپارښتنې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د اختر په شپو او ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو ته د بشپړ چمتووالي او دوامدار فعالیت سپارښتنه شوې، څو ناروغانو ته پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې او بېړنیو حالتونو ته ژر رسېدنه وشي.

د وزارت په وینا، د روغتونونو مسئولینو هم ډاډ ورکړی چې د اختر په ورځو کې به عاجل او نور روغتیايي خدمات په منظم ډول دوام ولري.

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو شکایت؛ دوه سمستره کېږي چې بدل اعاشه نه ده راکړل شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر محصلان شکایت کوي چې له تېرو دوو سمسترونو راهیسې ورته د بدل اعاشې پیسې نه دي ورکړل شوې او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یوه محصل ویلي چې مخکې به مسوولینو ورته ویل د بدل اعاشې لپاره بودیجه نشته، خو اوس چې بودیجه تصویب شوې، بیا هم پیسې نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ په بازار کې د اوسېدو او مصرف توان نه لرو. کله چې لیلیې ته مراجعه کوو، راته وایي ځای نشته او لیلیه نه درکول کېږي».

د محصلانو په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر زده‌کوونکي له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نه شي کولای د کرایې، خوړو او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه برابر کړي.

دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بدل اعاشې د ورکړې بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي او د لیلیې ستونزې ته هم عملي حل پیدا کړي، څو محصلان وکولای شي خپلو زده کړو ته په مناسب ډول دوام ورکړي.

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان له مهمو دولتي پوهنتونونو څخه دی چې د خوست ولایت په مرکز کې موقعیت لري. دا پوهنتون په اصل کې په ۲۰۰۰ کال کې د “افغان پوهنتون” په نوم په پېښور کې جوړ شو، خو وروسته خوست ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۳ کال کې یې رسمي فعالیت پیل کړ. وروسته د متحده عربي اماراتو د بنسټ‌ايښودونکي شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په نوم ونومول شو، ځکه د پوهنتون د ودانۍ او پراختیا په برخه کې یې مالي ملاتړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو روایت دی. افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

واشنګټن پوسټ: ټرمپ غواړي د امریکا پر نویو ۲۵۰ ډالري بانکنوټونو د ده انځور چاپ شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکي د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د نوموړي له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ د چاپولو طرحه تعقیبوي، خو د امریکا اوسنی قانون پر بانکنوټ د ژوندیو کسانو د انځورونو چاپول منع کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت ګومارل شویو چارواکو له تېر کال راهیسې په وار وار د دغه وزارت د حکاکۍ او چاپ پر ادارې فشار راوړی ترڅو د ډونالډ ټرمپ له انځور سره د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ لومړنۍ نمونه ډیزاین کړي. که دا اقدام عملي شي، دا به په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د یو ژوندي کس انځور د امریکا پر بانکنوټونو باندې راڅرګندېږي.

د باوري سرچینو په وینا، د امریکا خزانه‌دار برانډن بیچ او د هغه جګپوړي سلاکار مایک براون د تېر کال د اګسټ او سېپټمبر په میاشتو کې ازمایښتي طرحې وړاندې کړې وې، چې په یوه کې یې د ډونالډ ټرمپ انځور د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ په منځ کې ښکاري. دغه راز بریتانوي هنرمند ایین الکساندر وایي دا نمونه ده ډیزاین کړې، ټینګار یې کړی چې دا طرحه یې په خپله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همغږۍ او د هغه د نظرونو او فیډبیک له مخې چمتو کړې ده.

بلخوا د امریکا د خزانې وزارت یوه ویاند ویلي، د حکاکۍ او چاپ اداره د قانوني طرحې په ځواب کې اړینه ارزونه ترسره کوي او که دا طرحه په قانون بدله شي، د ۲۵۰ ډالري یادګاري بانکنوټ د تولید لپاره به لاس په کار شي. په همدغه مهال د خزانې وزارت څلورو کارمندانو ویلي، د امریکا د پیسو د چاپ او حکاکۍ ادارې مشره پاټریشیا پېټي سولیمین وروسته له هغې له خپلې دندې ګوښه او په وزارت کې بل پړاو ته واستول شوه چې د دغې طرحې په اړه یې خپل ملاحظات او مخالفتونه څرګند کړل. هغې خبرداری ورکړی و چې په‌دې لاره کې جدي حقوقي او تخنیکي خنډونه شتون لري او د داسې بانکنوټ ډیزاین کول ښايي کلونه وخت ونیسي. هم‌مهاله ویل کېږي چې د ډونالډ ټرمپ له لاسلیک سره د ۱۰۰ ډالري نوو بانکنوټونو د چاپ کار هم روان دی.

کارپوهان په‌دې باور دي چې د کانګرس له تصویب پرته د ۲۵۰ ډالري بانکنوټونو چاپول ممکن نه دي؛ ځکه دا کار د قانوني محدودیتونو ترڅنګ، له مالي او امنیتي بنسټونو سره پراخې او جدي همغږۍ ته اړتیا لري.

د چین دفاع وزارت: بېجینګ او اسلام‌اباد د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د چین د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد او پاکستان د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګند او بریالیو پروژو بدل شوي او دواړه هېوادونه د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي.

د چین د دفاع وزارت ویاند ډګروال جیانګ بین ویلي، چین او پاکستان د غرونو او سیندونو له لارې تړلي ښه ګاونډیتوب او یو پر بل باور لري.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو لړۍ د ستراتیژیکو اړیکو، ګډو تمرینونو او روزنې، د پرسونل د تبادلې او د دفاعي تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې خورا رغنده پایلې لرلې دي.

د چین د دفاع وزارت ویاند روښانه کړه، د دواړو هېوادونو د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ چې په کې د «واریئرز»، «اوشین ګارډز» او «ایګلز» ګډ تمرینونه شامل دي، د دوه‌اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګندو او بریالیو پروژو بدل شوي دي. نوموړي وویل، بیجینګ چمتو دی چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو لارښوونو لاندې کار وکړي، ترڅو دودیزه ملګرتیا کې پرمختګ وکړي او ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په همدې اونۍ کې چین ته څلور ورځنی رسمي سفر وکړ او د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه هم لاسلیک کړل.