• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره ویني

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د‌پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار سبا واشنګټن ډي سي ته رسمي سفر کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې به سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې اسحاق ډار به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو رسمي غونډو تر بشپړېدو وروسته واشنګټن ته ولاړ شي. د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې به د پاکستان او امریکا پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې وشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه لوري به په مهمو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا سفر له امریکا سره د اسلام‌اباد د اوږدمهالو او پراخو اړیکو د لا ژورولو لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي.

ټاکل شوې اسحاق ډار خپلې رسمي لیدنې تر بشپړېدو وروسته په همهغه ورځ بېرته اسلام‌اباد ته ستون شي. د دې سفر اعلان په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د بیا فعالېدو هڅې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۴
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۵

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین پارلمان د دفاعي لګښتونو لپاره له اروپا سره د ۹۰ میلیارده یورو پور تړون تایید کړ

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د اوکراین پارلمان د دفاعي لګښتونو لپاره له اروپایي ټولنې سره د ۹۰ میلیارده یورو د پور تړون په رسمي توګه تصویب کړ. دا ګام د اوکراین لپاره د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لاره هواروي او حکومت ته اجازه ورکوي، چې دغه بې‌سارې مالي سرچینې د یاد هېواد د دفاع او له روسیې سره په جګړه کې ولګوي.

د اوکراین پارلمان دغه تړون ته د ۲۹۸ موافقو رایو په ورکولو سره تایید کړ، چې د اړتیا وړ اکثریت ۲۲۶ رایو څخه خورا لوړ و. اروپایي ټولنې تېره میاشت وروسته له هغه د دغه ۹۰ میلیارده یورو پور وروستی تایید ورکړ، چې هنګري خپل ویټو لیرې کړه او د میاشتو میاشتو ځنډ ته یې د پای ټکی کېښود.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون ډیر لاین وویل، چې د پارلمان دغه رایه په جون میاشت کې د لومړنیو پیسو د ورکړې لاره هواروي. اوکراین تمه لري چې راتلونکې میاشت ۳،۲ میلیارده یورو او په روان ۲۰۲۶ کال کې په ټولیزه توګه ۴۵ میلیارده یورو ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پاتې ۴۵ میلیارده یورو به د ۲۰۲۷ کال لپاره وساتل شي.

د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې یولیا سوېریډینکو وویل: «دا پانګې به ملي دفاع، امنیت، د انرژۍ د مقاومت پیاوړتیا او د بودیجې د کسر پوره کولو ته ځانګړې شي.»

د اوکراین پارلمان د ۲۰۲۶ کال د دولتي بودیجې د تعدیل لومړنی ملاتړ هم وکړ، چې له مخې یې حکومت ۳۱،۸ میلیارده یورو په دفاعي هڅو او ۱۳،۲ میلیارده یورو د بودیجې د تشې پر ډکولو لګوي. د راپورونو له‌مخې، دا کار به د اوکراین ټولیز دفاعي لګښتونه په روان کال کې له وړاندې شوي ۶۴ میلیارد ډالرو څخه نږدې ۱۰۰ میلیارد ډالرو بې‌ساري ریکارډ ته ورسوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا لګښت ۶۱،۴ میلیارد ډالره و. دغه راز دا مالي مرسته به د ۲۰۲۶ کال د بودیجې کسر له ټاکل شوي ۱۸،۵ سلنې څخه د ناخالص کورني تولید ۱۲،۱ سلنې ته راکم کړي.

د اسراییل پوځ: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د حزب‌الله له ۱۳۵ څخه ډېر هدفونه په نښه کړي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په صور، بقاع او سویلي سیمو کې د حزب‌الله له ۱۳۵ څخه ډېر هدفونه له منځه وړي دي.

د اسراییل د پوځ د معلوماتو له‌مخې، په دغو بریدونو کې د راکټ توغولو شاوخوا ۱۰ هغه ځایونه په نښه شوي، چې حزب‌الله ترې د اسراییلي پوځیانو او ملکي وګړو پر وړاندې کار اخیست. د اسراییل پوځ همداراز ویلي، دغه د توغندیو اډې د بقاع او د سویلي لبنان په اړوندو سیمو کې هدف ګرځول شوې دي.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د بقاع په «بریتال» سیمه کې یې د حزب‌الله ډلې یو لوی روزنیز کمپ هم تر سختو هوايي بریدونو لاندې راوستی او زیانمن کړی دی. د اسراییل پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو تېره شپه د لبنان په ساحلي ښار «صور» کې د حزب‌الله شاوخوا ۱۵ پوځي تاسیسات او بنسټونه هم په نښه کړي، چې د دوی په وینا یادې ډلې ترې د خپلو عملیاتو او بریدونو د پرمخ بېولو لپاره استفاده کوله.
په ورته مهال د اسراییل هوايي ځواک ادعا کړې، چې د حزب‌الله یو شمېر وسله وال یې هم په هغو شیبو کې هدف ګرځولي او وژلي دي، چې د راکټ توغولو له یوه کارول شوي ځای څخه د وتلو او تېښتې په حال کې وو. د حزب‌الله ډلې تر اوسه پورې د اسراییل د پوځ د دغو ادعاوو او بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په سویس کې د چاقو په برید کې درې کسان ټپیان شوي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د سویس پولیسو ویلي، چې زوریخ ته نږدې د وینټرتور ښار د اورګاډي په تمځای کې یې یو ۳۱ کلن سویسي وګړی وروسته له هغه نیولی، چې د قاچو به برید کې یې درې کسان ټپیان کړل. پولیسو ویلي، چې د پېښې قربانیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګر د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې یاده پېښه د پنجشنبې په سهار رامنځته شوې ده او د سویس د پولیس د معلوماتو له‌مخې، بریدګر ۳۱ کلن او د سویس وګړی دی.

د راپورنو له‌مخې، له برید سمدستي وروسته مرستندویه ځواکونه او د ګڼ شمېر پولیس سیمې ته ورسېدل او سیمه کې یې پراخ عملیات ترسره کړل.

د سویس بلیک ورځپاڼې لیکلي، دوی داسې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې یو کس د اورګاډي تمځای په انګړ کې په منډه د تېښتې په حال کې لېدل کېږي او د «الله اکبر» نارې وهي.

دغې رسنۍ د یو عینی شاهد له قوله راپور ورکړی، چې د بریدګر په لاس کې چاقو و او هممهاله عام خلک په وېره او چیغو سره له سیمې څخه د تېښتې په حال کې وو.

پر همدغه مهال د سویس چارواکو ټینګار کړی چې د پېښې د انګیزې روښانه کولو لپاره جدي څېړنې دوام لري، خو لا تر اوسه یې د دغه برید په اړه کومه غوڅه څرګندونه نه ده کړې.

محمودخان اڅکزي د سیمې خلکو ته د طبیعي سرچینو د حقونو پر نه ورکولو د پاڅون خبرداری ورکړ

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د بلوچستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې که پښتنو او بلوڅو ته د خپلو طبیعي سرچینو حق ورنه‌کړل شي، هغوی به د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره پراخ احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.

محمودخان اڅګزي د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پښتونخوا او بلوچستان د کانونو، تېلو او ګازو له بې‌شمېره او بډایه زېرمو څخه ډک دي، خو ځايي خلک یې له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که د یادو سیمو اوسېدونکو ته په خپلو طبیعي کانونو کې حق ورنه‌کړل شي، نو خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره احتجاج او پاڅون کولو ته اړ شي.

اڅګزي ویلي:« که د موند غوره مرمر، د بنو تېل که د سویلي سیمو ګار او سره زر په تخت رستم کې د یورانیمو زېرمې د اټوم جوړولو لپاره کارول کېږي، خو د افسوس ځای دی چې د دې ټولو سرچینو سربیره د سیمې خلک اوبو او بنسټیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د راپورونو له‌مخې،، د پښتونخوا خټک مېشتې سیمې ۷۰ سلنه اوسېدونکي پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او په سیمه کې په فعالو حکومتي فابریکو کې هم د ځايي خلکو په ګمارنه کې ونډه نه ورکول کېږي.

د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ زده کوونکې مړې شوې دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د کینیا حکومت ویلي، چې د دغه هېواد په «ریفټ ویلي» سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي په لیلیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ زده کوونکې مړې شوې دي. د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر ویلي، چې دا پېښه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده.

د کینیا د ښوونې او روزنې وزیر جولیوس میګوس د‌ پنجشنبې په ورځ ویلي، چې کینیا په لوېدیځه مرکزي برخه کې د ګیلګیل ښار په اوتومیشي د نجونو عالي اکاډمۍ په لیلیه کې د شپې په نیمايي کې د اورلګېدنې پېښه رامنځته وې چې له امله یې ۱۶ نجونې مړې شوې او ۷۹ نورې ټپیانې شوې دي.

جولیوس میګوس ویلي:«په دې اړه څېړنې روانې دي، خو په اوتومیشي اکاډمۍ کې د دغه اورلګېدلو اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی».

د راپورونو له‌مخې د کینیا په ښوونځیو کې اور لګېدنې یو مروج کار دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ښوونځیو کې د اورلګېدنې تر ۱۰۰‌ ډیرې پېښې ثبت شوې دي.