بنیامین نتنیاهو: په ایران کې زمونږ کار لا هم بشپړ شوی نه دی

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د جګړې په پیل کې یې اعلان کړی و چې د منځني ختیځ بڼه به بدله کړي او له پیله روښانه وه چې د حـ. ـماس او حـ. ـزبالله ډلو تر شا د ایران اسلامي جمهوریت ولاړ دی.
هغه زیاته کړه چې هره ورځ له ټرمپ سره خبرې کوي او په ایران کې یې لا هم کار بشپړ شوی نه دی. د هغه په وینا، د اټومي ګواښ د شنډولو ترڅنګ باید د بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو ګواښ هم مهار شي.
