• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان: کډوالي او ژورنالېزم جرم نه دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان خبریالانو نیولو ته په اشارې سره وایي چې «کډوالي او ژورنالېزم جرم ده دی». یاد سازمان په دغه هېواد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي په نیول کېدو اندېښه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هاشمي د ایبټ‌اباد–اسلام‌اباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شوی او وروسته یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، تر اوسه پورې د هغه د ځای پر ځای کېدو او روغتیايي وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه سازمان د خبریالانو نیول او په نامعلوم ځای کې ساتل «د رسنیزې ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض» بللی او د پاکستان د پولیسو دغه اقدام یې غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نیول کېدو د ځای او دلایلو پټ ساتل له قانون سره په ټکر کې دي او د هاشمي کورنۍ او د رسنیو ټولنه حق لري چې د هغه له وضعیت او ځای څخه خبر وي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د سید قاسم هاشمي د ژوند خوندیتوب تضمین کړي او هغه ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه بنسټ همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته پام وکړي او د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې «کډوالي او ژورنالیزم جرم نه دی» او ویلي یې دي چې تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د سید قاسم هاشمي د برخلیک روښانه کېدل او بشپړه ازادي یقیني شي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

د قطر په ملاتړ طالبانو په پکتیکا او کندهار کې ۱۲۸۰ کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د قطر هېواد په ملاتړ یې د لوی اختر په مناسبت په پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې ده.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په پکتیکا کې ۶۴۰ او په کندهار کې ۶۴۰ نورو کورنیو ته ټول ۶،۴ټنه غوښه وېشل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د قطر سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته پنځه کیلوګرامه غوښه ورکړل شوې ده.

افغاني سرې میاشتې ویلي، دا مرستې د لوی اختر په ورځو کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د بشري مرستو د پر وخت رسولو په موخه ترسره شوې دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي بشري مرستې اړمنو کسانو ته په منظم ډول ورسوي.

د طالبانو دفاع وزیر: د افغانانو لپاره قونسلي خدمات باید معیاري او پر وخت وي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د سفارت د کارکوونکو د فعالیتونو، منظمې همغږۍ او په روسیه کې د طالبانو د استازولۍ د چارو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمات باید معیاري او پر وخت وي.

د دغه سفارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د سفارت له ودانۍ او اداري څانګو لیدنه کړې او د سفارت له طالب ډېپلوماټانو او کارکوونکو سره یې ناسته ترسره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ملا یعقوب د سفر پر مهال د سفارت د چمتووالي او د چارو د تنظیم ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانانو ته باید معیاري، اغېزمن او پر وخت قونسلي او اداري خدمات وړاندې شي.

هغه همدارنګه د سفارت له مسولینو غوښتي چې د افغانانو د ستونزو د حل او د خدماتو د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه: میلیونونه ښځې او نجونې لا هم د حیض له امله د تبعیض او محرومیت سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په نړۍ کې لا هم میلیونونه ښځې او نجونې د حیض یا میاشتني عادت له امله د تبعیض، شرم او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې په کې د حیض اړوند ناسم دودونه او د امکاناتو کمښت د نجونو پر ژوند اغېز کوي.

دې ادارې د «د حیض د حفظ‌الصحې نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه ایکس‌پوسټ کې ویلي، ګڼې نجونې د حیض پر مهال ښوونځي پرېږدي یا له اساسي حفظ‌الصحې وسایلو بې‌برخې پاتې کېږي او دا وضعیت «طبیعي نه، بلکې د نابرابرۍ پایله» ده.

په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارو مخکې ویلي وو چې د حیض په اړه ناسم باورونه، د پوهاوي کمښت او د حفظ‌الصحې د اسانتیاوو نشتوالی د نجونو پر زده‌کړو او رواني وضعیت منفي اغېز کوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې د حیض پر مهال ښوونځي له تولنیز ژوند او پرمختګ پاتې کیږي او د حیض په اړه ټولنیز شرم او ناسم دودونه هم د نجونو د زده‌کړو پر دوام اغېز کوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي چې په افغانستان کې ګڼې نجونې د حیض اړوند کافي معلوماتو او اساسي وسایلو ته لاسرسی نه لري او د ښوونځیو محدودیتونو د دوی د روغتیايي پوهاوي فرصتونه هم کم کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې باید د نړۍ ټولې ښځې او نجونې د حیض اړوند روغتیا، حفظ‌الصحې او انساني وقار ته برابر لاسرسی ولري او حکومتونه او مرستندویه بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدامات زیات کړي.

د اوسلو سولې څېړنیز بنسټ: د افغانستان او پاکستان شخړه د سویلي اسیا تر ټولو پېچلی بحران دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د اوسلو د سولې څېړنیز بنسټ (پي ار ای او) په یوه تازه شننه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د سویلي اسیا له تر ټولو دوامدارو او پېچلو سیمه‌ییزو بحرانونو څخه ده او سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو لا هم د حل لپاره روښانه لید نه تر سترګو کېږي.

په دې شننه کې راغلي چې دا شخړه یوازې سرحدي یا امنیتي اختلاف نه دی، بلکې تاریخي، سیاسي، امنیتي او اقتصادي عوامل د دې کړکېچ په رامنځته کېدو او دوام کې مهم رول لري.

دغه بنسټ ویلي چې د بحران ریښې د ډیورنډ کرښې پر سر پخوانیو اختلافاتو او همدارنګه د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ متقابلې بې‌باورۍ ته رسېږي.

د شننې له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، پاکستان تمه لرله چې نوی حکومت به د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد جدي اقدامات وکړي، خو د دې تمې نه پوره کېدو د دواړو لورو ترمنځ کړکېچونه د پام وړ زیات کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډیورنډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، پرله‌پسې ناامنۍ او د پاکستان په خاوره، په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه، د اختلافاتو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دي.

له بلې خوا، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسۍ، لکه جبري ایستل او د لارو محدودیتونه، پر افغانستان انساني او سیاسي فشارونه زیات کړي او د دواړو غاړو اړیکې یې لا پېچلې کړې دي.

د اوسلو د سولې څېړنیز بنسټ د خپلې شننې په دوام کې د سیمه‌ییزو لوبغاړو رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په سویلي اسیا کې د سیمه‌ییزو قدرتونو سیالي او د سیاسي او امنیتي نفوذ پراختیا، د بې‌باورۍ فضا لا پیاوړې کړې او د دوامدارو خبرو اترو بهیر یې ستونزمن کړی دی.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د اوسني وضعیت دوام کولای شي د سیمې پر ثبات پراخې اغېزې ولري، په ځانګړي ډول داسې مهال چې افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې د منظمې خبرې اترې چوکاټ، د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د باور جوړونې او د سیمه‌ییزو لوبغاړو له فعال ګډون پرته، دا شخړه به د سویلي اسیا د بې‌ثباتۍ له اصلي عواملو څخه پاتې شي.

ملګري ملتونه: د لبنان جګړې د امیندواره ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یو این اېف پي اې) ویلي، په لبنان کې د روان تاوتریخوالي له امله د دغه ادارې تر ملاتړ لاندې د روغتیايي مرکزونو نیمایي فعالیتونه بند شوي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ او امیندواره ښځې له اساسي روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوې دي.

دغه اداره په خپل راپور کې وایي، چې تر ۵۸ زرو زیات کسان بې‌ځایه شوي، چې په کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې شاملې دي او اوس په ګڼ‌مېشتو سرپناهونو یا لنډمهاله شرایطو کې ژوند کوي، چې د روغتیا او حفظ‌الصحې اساسي اسانتیاوو ته محدود لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق زیاتوي چې د اغېزمنو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۶ زره او ۸۰۰ د زیږون عمر ښځې او ۴ زره او ۸۰۰ تنکۍ نجونې دي، چې بېړنیو روغتیايي او ملاتړیزو خدماتو ته اړتیا لري. همدارنګه نږدې ۷۰۰ امیندواره ښځې اوس مهال په داسې شرایطو کې دي چې د روغتیايي څارنې منظم لاسرسی نه لري او د راتلونکو اونیو په ترڅ کې به د زېږون له ننګونو سره مخ شي.

په راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ټیمونه هڅه کوي بې‌ځایه شویو ټولنو ته د ګرځنده روغتیايي خدماتو او «د وقار بستو» په رسولو سره ښځو او نجونو ته د حفظ‌الصحې او اساسي اړتیاوو ملاتړ برابر کړي.

دغه بستې د حفظ‌الصحې وسایل، د اړتیا وړ جامې او نور ضروري توکي لري، چې د بې‌ځایه کېدو پر مهال د ښځو او نجونو د روغتیا، خوندیتوب او انساني وقار په ساتنه کې مهم رول لري.

یو این اېف پي اې ټینګار کړی چې د نړیوالو مرستو په دوام سره کولای شي خپلو خدماتو ته پراختیا ورکړي او هغو ښځو او نجونو ته لاسرسی زیات کړي چې تر ټولو زیاتې مرستې ته اړتیا لري.