د بلوچستان په ګلستان کې د ځمکې پر سر شخړه؛ دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي
د بلوچستان ایالت عبدالله کلا ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې د اختر په ورځ د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ نښته شوې، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې؛ د سید صداماغا او نور احمد اغا په نومونو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې د سید صدام اغا ورور دلاور اغا او سید نور احمد اغا ووژل شول. پولیس وایي، په دې پېښه کې سید صدام اغا او درې نور کسان هم ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کوټې ښار ته لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په بلوچستان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ځمکې په سر د شخړو له امله لږترلږه اووه کسان وژل شوي دي. تر دې وړاندې د کوټې ښار د سریاب په سیمه کې هم د یوې کورنۍ پر کور ډزې شوې وې، چې له امله یې د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي وو. د پولیسو په وینا؛ د هغې پېښې تر شا هم د ځمکې لانجه وه.
هغه خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د «غضب للحق» پوځي عملیاتو له لارې دا ټول ګواښونه لهمنځه یوسي. طالبانو بیا د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونه «ردالظلم» بللي دي.
د پاکستان د پوځي عملیاتو پراختیا او د مرګژوبلې شمېر
وروسته له هغې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې نښتې په بېسارې ډول زیاتې شوې، د پاکستان پوځ د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل، څو د افغانستان پر خاوره بریدونه ترسره کړي. تر دې وړاندې هم اسلاماباد د «عزم استحکام» تر نوم لاندې د بلوڅ وسلهوالو او د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد ورته عملیات پیل کړي وو.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر مهال تر اوسه له ۷۰۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي؛ خو افغان طالبانو دغه شمېرې رد کړي دي.
طالبانو بیا د پاکستان د بریدونو پر وړاندې خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړی او ورسره یې له اسلاماباد سربېره د پاکستان پر بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه پر پوځي مرکزونو د بریدونو او پاکستاني پوځیانو ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
اسلاماباد هیله لري، چې پوځي فشارونه او ګواښونه به د طالبانو اداره اړه کړي، څو پاکستاني جنګیالي له افغانستانه وباسي یا یې په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو مخه ونیسي.
افغان طالبانو د پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان مساله یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او همداراز یې د بریدونو پر مهال متقابل پوځي بریدونه کړي دي. دغو نښتو د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین اندېښمن کړي دي.
له دې سره سره، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د لوی اختر د درېیو ورځو لپاره د اوربند اعلان کړی، خو تر اوربند مخکې په خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو لمن پراخه شوې وه.
له دغو څرګندونو سره هممهاله، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو د قومندانانو له قوله په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۹۹۸ کال اټومي ازموینو په سویلي اسیا کې ستراتیژیک توازن رامنځته کړی دی.
د پاکستان پوځ دغه لاسته راوړنه د ملي یووالي ټینګښت او ملي حاکمیت نښه بللې او د هېواد دفاعي او ستراتیژیک وړتیاوې یې «مقدس ملي امانت» او په سیمه کې د سولې تضمین یاد کړی دی.
سره له دې چې پاکستان په افغانستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي، د دغو وسلهوالو بریدونه نه دي درېدلي او پاکستاني ځواکونه د ټيټيپي په ځانمرګو او چریکي بریدونو کې په پرلهپسې ډول وژل او یا هم ټپيان کېږي.