• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرید حمیدي: افغانستان اوس مهال هېڅ ښځینه څارنواله او قاضي نه‌لري

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۵۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د قضایي سیسټم په له منځه وړلو سره د ښځو غږ په بشپړ ډول بند شوی دی. نوموړي ویلي، چې د تېر نظام تر سقوط وروسته لږ تر لږه ۵۷ څارنوالان او د هغوی د کورنۍ غړي په نښه شوي او وژل شوي دي.

حمیدي په یوې تازه لیکنه کې ویلي، د طالبانو په محکمو کې هېڅ ښځینه وکیله، قاضي یا څارنواله نشته او دا مهال په زندانونو کې د بندي ښځو شمېر ۱ زرو ۸۲۵ کسانو ته رسېږي چې د تېر په پرتله ۴۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال په خپله لیکنه کې روښانه کړې، کله چې ده په ۲۰۱۶ کال کې دنده پیل کړه، په عدلي سیسټم کې د ښځو ونډه له درې سلنې څخه کمه وه، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا د پراختیایي ادارې په مرسته دا کچه ۲۳ سلنې ته ورسېده او ۲۵۰ ښځینه څارنوالانې په بېلابېلو کچو پر دندو وګومارل شوې.

هغه زیاتوي: «د دغو ښځو موجودیت د دې لامل شو، چې په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې ثبت شي، ځکه ښځو د لومړي ځل لپاره داسې څوک لیدل چې د دوی درد یې حس کاوه. خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د کابل په سقوط سره دا شل کلن سیسټم په ۱۱ ورځو کې له منځه لاړ او طالبانو زرګونه بندیان او قاتلین له زندانونو خوشې کړل».

محمد فرید حمیدي زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د قانون مفهوم له منځه تللی او یوازې یو قاضي چې د مسلکي زده کړو پر ځای مذهبي زده‌کړې لري، هم د دوسیې څېړنه کوي او هم پرېکړه صادروي. د طالبانو د جزایي اجراتو د نوي قانون له‌مخې، پر ښځو کورنی تاوتریخوالی یوازې هغه وخت جرم ګڼل کېږي، چې د هغې هډوکی مات شي یا پر وجود یې نښې پاتې شي او که یوه ښځه د مېړه له اجازې پرته خپلوانو کره لاړه شي، په درې میاشتې زندان محکومېږي.

هغه وایي،‌ اوسمهال په زرګونه څارنوالان په افغانستان کې په پټه خوله ژوند کوي او له لوږې سره مخ دي او په وینا یې یو شمېر نور یې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تښتېدلي چې هلته هم د بېرته شړلو له ګواښ سره مخ دي.

پخواني لوی څارنوال پر نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې د افغان څارنوالانو د خوندیتوب او لېږد لپاره د «څارنوال د څارنوال لپاره» کمپاین په مستقیم ډول تمویل کړي او هغو کسانو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي، چې د کاغذ پرانۍ له امله پاتې شوي دي.

هغه همداراز غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د حقونو شورا او د جرمونو نړیواله محکمه دې د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د ښځو د ځورونې او د څارنوالانو د هدفي وژنو دوسیې په جدي توګه وڅېړي او د هغوی دوسیې دې ثبت کړي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

عبدالکبیر: ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، مشروع ګټو او مداخلې نه‌کولو سیاست مخې ته وړو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر له ارګ څخه جلا په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ په مراسمو کې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو له ټينګار سربېره وویل، له ټولو هېوادونو سره د مداخلې نه‌کولو سیاست مخې ته وړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې ادا کړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري.

په دې مراسمو کې په کابل کې د ځینو هېوادونو مېشتو سفیرانو او ډیپلوماتانو هم ګډون درلود.

مولوي عبدالکبیر تر لمانځه وروسته د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي له ټینګار سربېره وویل، چې دوی له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او همداراز پر اقتصادي همکاریو تمرکز لري.

هغه زیاته کړه، چې با ثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی او تلپاتي ثبات ته د رسېدو لپاره په کور دننه د ملي اقتصاد د پياوړي کولو، د بې‌کارۍ د راکمولو او کورني صنعت د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو دغه وزیر چې په خپل وزارت کې د مېشتېدو پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې اوسېدنه غوره کړې همداراز په ډاګه کړه: «دوی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، مشروع ګټو او عدم مداخلې سیاست مخې ته وړي».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په سپیدار ماڼۍ کې په اختریزو مراسمو کې ګډون درلود.

طالبانو په غور کې د ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو له ترلاسه کولو خبر ورکړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۱

د هېواد په لویدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، په غور ولایت کې یې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او یوه وسله یې ترلاسه کړي دي. خو دغې قول اردو په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویلي.

په لویدیځ زون کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چې په جمهوري نظام کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو نومېده د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي یې د مرکز فیروز کوه ښار له پوزلج سیمې څخه تېره ورځ ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې د ترلاسه شویو نشه‌يي توکو د نوعیت او همداراز په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تیوره ولسوالۍ کې یې یوه وسله هم ترلاسه کړې، خو بیا یې هم په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

شهباز شریف: د طالبانو «رژیم» له هند سره په ګډه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره همکاري کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د اټومي ځواک د ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو «رژیم» د پاکستان پر ضد له هند سره مرسته کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد به د افغانستان په خاوره کې د ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره د افغان طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د پاکستان د اټومي ازموینو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، که پاکستان اټومي ځواک نه وای ګرځېدلی، دښمن به له هرې پولې اوښتی وای. هغه زیاته کړه، چې اټومي سپر او وسله‌وال ځواکونه د پاکستان د دښمنانو پر وړاندې اصلي خنډ دي.

د پاکستان لومړي وزیر هند ته په اشارې سره وویل: «د افغانستان رژیم د دښمن د موخو د عملي کېدو لپاره زمینه برابروي. دښمن له ماتې وروسته اوس د نیابتي ډلو لکه فتنه الخوارج (تحریک طالبان پاکستان) او فتنه هندوستان (بلوڅ بېلتون‌پالو) ملاتړ کوي».

هغه خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د «غضب للحق» پوځي عملیاتو له لارې دا ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. طالبانو بیا د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونه «ردالظلم» بللي دي.

د پاکستان د پوځي عملیاتو پراختیا او د مرګ‌ژوبلې شمېر

وروسته له هغې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې نښتې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې، د پاکستان پوځ د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل، څو د افغانستان پر خاوره بریدونه ترسره کړي. تر دې وړاندې هم اسلام‌اباد د «عزم استحکام» تر نوم لاندې د بلوڅ وسله‌والو او د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد ورته عملیات پیل کړي وو.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر مهال تر اوسه له ۷۰۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي؛ خو افغان طالبانو دغه شمېرې رد کړي دي.

طالبانو بیا د پاکستان د بریدونو پر وړاندې خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړی او ورسره یې له اسلام‌اباد سربېره د پاکستان پر بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه پر پوځي مرکزونو د بریدونو او پاکستاني پوځیانو ته د مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

اسلام‌اباد هیله لري، چې پوځي فشارونه او ګواښونه به د طالبانو اداره اړه کړي، څو پاکستاني جنګیالي له افغانستانه وباسي یا یې په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو مخه ونیسي.

افغان طالبانو د پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان مساله یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او همداراز یې د بریدونو پر مهال متقابل پوځي بریدونه کړي دي. دغو نښتو د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین اندېښمن کړي دي.

له دې سره سره، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د لوی اختر د درېیو ورځو لپاره د اوربند اعلان کړی، خو تر اوربند مخکې په خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو لمن پراخه شوې وه.

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو د قومندانانو له قوله په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۹۹۸ کال اټومي ازموینو په سویلي اسیا کې ستراتیژیک توازن رامنځته کړی دی.

د پاکستان پوځ دغه لاسته‌ راوړنه د ملي یووالي ټینګښت او ملي حاکمیت نښه بللې او د هېواد دفاعي او ستراتیژیک وړتیاوې یې «مقدس ملي امانت» او په سیمه کې د سولې تضمین یاد کړی دی.

سره له دې چې پاکستان په افغانستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي، د دغو وسله‌والو بریدونه نه دي درېدلي او پاکستاني ځواکونه د ټي‌ټي‌پي په ځانمرګو او چریکي بریدونو کې په پرله‌پسې ډول وژل او یا هم ټپيان کېږي.

د ۳۰زره افغان حاجیانو په ګډون؛ سږ کال نږدې ۲ میلیونه مسلمانانو د حج مراسمو کې ګډون کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د سعودي عربستان د احصایې عمومي ادارې ویلي، چې د روان کال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو شمېر له یو میلیون او ۷۰۷ زرو کسانو اوښتی دی. له دې ډلې څه باندې یو میلیون او ۵۴۶ زره حاجیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلي دي. په دې کې ۳۰ زره افغان حاجیان هم شامل دي.

د سږکال د حج په مراسمو کې د ښځو حضور هم د پام وړ بلل شوی دی. د سعودي عربستان د احصایې ادارې د راپور له‌مخې، له ۸۱۳ زرو څخه ډېرو ښځو د سږني حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

سږکال د افغانستان لپاره د حج ونډه ۳۰ زره کسانو ته ځانګړې شوې وه.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له‌مخې، سږ کال دېرش زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی او د اختر په لومړۍ ورځ یې د قربانۍ مراسمو تر څنګ د ویښتانو قصر ترسره کړ. د طالبانو تازه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب تر څار لاندې د افغان حاجیانو مراسمو ترسره کېږي.

حج د سعودي عربستان تر سوځنده ګرمۍ لاندې

حاجیانو په منا کې، د حج د وروستیو ورځو په یوه کې، د «رمي جمرات» یا شیطان وېشتلو مراسم د سانتي‌ګراد له ۴۲ درجو څخه په لوړه ګرمۍ کې ترسره کړل. هم‌مهاله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانانو د چهارشنبې له سهاره د لوی اختر نمانځنه پیل کړې ده.

ډېری حاجیانو له ګرمۍ د ځانونو د ساتلو لپاره پر سرونو اوبه شیندلې او یا یې چترۍ کارولې. سعودي چارواکو د اوبو پر څښلو او د لمر د مستقیمو وړانګو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

سږکال لوی اختر، د تېرو کلونو په څېر، په ډېرو هېوادونو کې د څارویو په حلالولو او اړمنو خلکو ته د غوښې په وېشلو سره نمانځل کېږي، خو اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې په ځینو سیمو کې د جګړو او اقتصادي فشارونو له امله د دې ورځې نمانځنه کمرنګه شوې ده.

په لبنان کې لوی اختر د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې تر سیوري لاندې تېرېږي او هغه کورنۍ چې ښوونځیو او خیمو ته کډه شوي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

په غزه تړانګه کې هم د اختر لمونځ د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د نازک اوربند په فضا کې ترسره شو. یو شمېر ځايي اوسېدونکو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د ماتم او د خوښۍ د نښو د نشتوالي خبره کړې ده.

یوه بې‌ځایه شوی لبنانی ربیع خریس ویلي: «زموږ لپاره هېڅ اختر نشته. موږ بې‌ځایه شوي یو، اړ شو چې خپلې ځمکې او کورونه پرېږدو».

له خان‌یونس څخه بې‌ځایه شوي فلسطیني محمود صقر ویلي: «دا اختر نه‌دی. موږ مړه شوي یو».

په خان‌یونس او غزه ښار کې لمونځ کوونکي د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د جشن له ډېرو کمو مراسمو سره د اختر لمانځه ته راټول شوي وو.

له غزې ښار څخه بې‌ځایه شوې عایده البنا، چې له خپلې لمسۍ سره یې دعا کوله ویلي: «اختر نشته. زما زامن وژل شوي دي. اختر یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې څوک یې له لاسه نه‌دي ورکړي».

د سږني حج مراسم داسې مهال ترسره کېږي، چې سیمه د ۱۴۰۴ کال له کب میاشتې راهیسې د امریکا، اسراییل او ایران د جګړې له امله له بې‌ثباتۍ سره مخ ده.

دا جګړه، چې د ۱۹۹۱ کال وروسته د منځني ختیځ تر ټولو ستر پوځي بحران بلل کېږي، د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو او هوايي بریدونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته نوي پړاو ته ننوتله او ایران د بالستیک توغندیو په توغولو سره ځواب ورکړ.

د دغې جګړې اغېزو د انرژۍ پر بازار او سمندري تګ‌راتګ پراخ اغېز کړی او د سیمې پر مذهبي مراسمو او اخترونو یې هم سیوری غوړولی دی.

طالبانو په مالیزیا کې له افغان متخصصینو د هېواد بیارغونې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست په دغه هېواد کې له یو شمېر افغان سوداګرو، محصلینو او یو شمېر نورو افغانانو سره د اختر په مناسبت لیدنه کې د هېواد بیارغونې او پرمختګ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي په پلازمېنه کوالالمپور کې مېشتو افغانانو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ویلو سره، د افغانستان د وروستیو پرمختګونو، د ولس پر وړاندې د طالبانو د ژمنتیاوو او د هغوی د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په دغو مراسمو کې له افغان متخصصینو او علمي کادرونو څخه په ټینګار سره وغوښتل، چې د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره خپلې طرحې، تجربې او علمي وړتیاوې له دوی سره شریکې کړي.

په مالیزیا کې مېشتو افغانانو او د غونډې ګډونوالو د دغه ډول مراسمو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او داسې ناستې یې د افغانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او متقابل تفاهم لپاره خورا مهمې وبللې.