امریکا د ایران په بوشهر کې د خپلې الوتکې د نسکورېدو ادعا رد کړه

یو امریکایي چارواکي د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا یوه الوتکه د ایران د بوشهر ولایت په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.

یو امریکایي چارواکي د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا یوه الوتکه د ایران د بوشهر ولایت په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بوشهر ته نږدې هېڅ امریکایي الوتکه نه ده ویشتل شوې.
تر دې وړاندې د ایران دولتي ټلوېزیون د جمعې په سهار راپور ورکړی و چې د بوشهر ولایت د «جم» ولسوالۍ په سیمه کې یوه امریکایي الوتکه له منځه وړل شوې ده.
د ایران رسنیو دغه ادعا د ایراني دولتي چارواکي مسعود تنګستاني له قوله خپره کړې، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه نور جزیات یا خپلواک تایید نه دی وړاندې شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په لبنان، اوکراین، هایتي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې جګړو، ناامنۍ او ناروغیو د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې یې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.
اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځو ولایتونو کې د ایبولا ناروغي مخ په پراخېدو ده او تر اوسه له زرو زیات شکمن موارد، ۱۲۱ تایید شوې پېښې او لږ تر لږه ۱۷ مړینې ثبت شوې دي، چې شپږ روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي.
ادارې خبرداری ورکړی چې د تګ راتګ محدودیتونه او د پولو تړل کېدل د روغتیايي ټیمونو د فعالیت او د مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
په اوکراین کې اوچا ویلي چې په وروستیو ورځو کې پر مرستندویه کارکوونکو او بشري تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د خوراک نړیوال پروګرام یوه ګودام د توغندي په برید کې زیانمن شوی، چې د ۱۳۰ زره کسانو لپاره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې پکې ساتل کېدې.
اوچا زیاته کړې چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې په اوکراین کې له ۲۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
د هایتي په اړه راپور کې ویل شوي چې د وسلهوالو ډلو تاوتریخوالي نږدې ۱،۵ میلیون کسان بېځایه کړي دي. د نړیوال کډوالۍ سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له ډسمبر راهیسې تر ۹۵ زره زیات کسان نوي بېځایه شوي دي.
اوچا ویلي، ډېری بېځایه شوي کسان یا له خپلو خپلوانو سره اوسېږي او یا هم په سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي، او خوراک، سرپناه، روغتیايي خدمات او پاکې اوبه یې تر ټولو عاجلې اړتیاوې دي.
په لبنان کې هم اوچا د روانو جګړو او د اسراییلي ځواکونو د نوو خبرداریو له امله د سلګونه زره کسانو د بېځایه کېدو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، یوازې د مې په ۲۶مه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اوچا ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۳۲۶۹ او د ټپیانو شمېر ۹۸۴۰ ته رسېدلی دی.
اوچا ټینګار کړی چې سره له امنیتي او لوژستیکي ستونزو، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې لا هم د ژوند ژغورنې مرستو ته دوام ورکوي، خو د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له امله د نړیوال ملاتړ پراخېدو ته جدي اړتیا شته.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په نړۍ کې لا هم میلیونونه ښځې او نجونې د حیض یا میاشتني عادت له امله د تبعیض، شرم او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې په کې د حیض اړوند ناسم دودونه او د امکاناتو کمښت د نجونو پر ژوند اغېز کوي.
دې ادارې د «د حیض د حفظالصحې نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه ایکسپوسټ کې ویلي، ګڼې نجونې د حیض پر مهال ښوونځي پرېږدي یا له اساسي حفظالصحې وسایلو بېبرخې پاتې کېږي او دا وضعیت «طبیعي نه، بلکې د نابرابرۍ پایله» ده.
په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارو مخکې ویلي وو چې د حیض په اړه ناسم باورونه، د پوهاوي کمښت او د حفظالصحې د اسانتیاوو نشتوالی د نجونو پر زدهکړو او رواني وضعیت منفي اغېز کوي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې د حیض پر مهال ښوونځي له تولنیز ژوند او پرمختګ پاتې کیږي او د حیض په اړه ټولنیز شرم او ناسم دودونه هم د نجونو د زدهکړو پر دوام اغېز کوي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي چې په افغانستان کې ګڼې نجونې د حیض اړوند کافي معلوماتو او اساسي وسایلو ته لاسرسی نه لري او د ښوونځیو محدودیتونو د دوی د روغتیايي پوهاوي فرصتونه هم کم کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې باید د نړۍ ټولې ښځې او نجونې د حیض اړوند روغتیا، حفظالصحې او انساني وقار ته برابر لاسرسی ولري او حکومتونه او مرستندویه بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدامات زیات کړي.
د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د جګړو په ترڅ کې د جنسي تاوتریخوالي پر ضد ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د جګړو له امله انساني تلفات خورا درانه وو او ملکي وګړي په دوامداره ډول د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
دغه ادارې په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، په اوسط ډول په هرو ۱۴ دقیقو کې یو ملکي وګړی وژل شوی.
دوی زیاته کړې، چې په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی لا هم د جګړې، وېرې او ځپلو د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان یې قرباني شوي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په بېلابېلو شخړو کې د انسانیت هغه ګډ احساس چې د تاوتریخوالي مخه نیسي، د سیاسي پرېکړو له امله کمزوری کېږي.
په بیان کې ویل شوي: «جګړې قوانین لري، او د ملکي وګړو ساتنه اختیاري نه ده.»
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال خیریه بنسټ «Save the Children» ویلي، چې په نړۍ کې د خوړو ناامنۍ بحران مخ په زیاتېدو دی او شاوخوا ۱۵۳ میلیون ماشومان د کافي خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې جګړې، اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزې د خوړو نړیوال بحران لا پسې ژور کړی او په ځانګړي ډول یې د افریقا له سوډان څخه تر منځني ختیځ پورې کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ کړې دي.
سیف د چلډرن زیاتوي چې یوازې په تېرو کلونو کې یې له ۳۵ میلیونو زیات ماشومانو ته د خوړو د خوندیتوب اړوند بېلابېلې مرستې رسولې دي، خو د مرستو په برخه کې کمښت د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
په راپور کې راغلي چې نږدې ۷۸۳ میلیونه خلک نه پوهېږي چې راتلونکی خواړه به له کومه کوي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د مړینې له هر پنځم مورد څخه یو د شدیدې خوارځواکۍ له امله رامنځته کېږي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د خوړو بحران درې اساسي عوامل لري؛ جګړې، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي فشارونه، چې په ګډه د نړۍ د خوړو سیسټمونه تر سخت فشار لاندې راولي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د دوی د پروګرامونو له لارې سلګونه زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ته د تغذیې مشورې ورکړل شوي، د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شوې او میلیونونو کورنیو ته د نقدي مرستو او روزنیزو پروګرامونو له لارې ملاتړ برابر شوی دی.
سیف د چلډرن ټینګار کړی چې د خوړو نړیوال بحران د بېوزلۍ د دورې دوام ته لاره هواروي، خو د کافي خوړو او تغذیې په برابرېدو سره کورنۍ کولای شي له دې دورې ووځي او د خپلو ماشومانو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.
اسراییل اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره خپلې اړیکې ځنډوي. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د راپورونه له مخې، ښايي اسراییل د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي اړوند د ملګرو ملتونو په «تور لېست» کې شامل شي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د پنجشنبې په ورځ ویلي، د ملګرو ملتونو له اوسني سرمنشي سره د اسرابیل اړیکې نورې دوام نه کوي. هغه په یوې ویډیویي وینا کې چې پر اېکس خپره شوې، ویلي: «له دغه سرمنشي سره زموږ کار پای ته رسېدلی دی».
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازولۍ ویلي، له دې پرېکړې وروسته به د انتونیو ګوترش د ماموریت تر پای، یعنې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتر سره اړیکې ځنډول شوې وي.
ډني ډانون د اسراییل د احتمالي شاملېدو په اړه ویلي چې پر اسراییل د جنسي تاوتریخوالي د جګړهییزې وسلې په توګه د کارولو تور «رسوایي» ده. هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي تورن کړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ برابري رامنځته کوي.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کړې چې د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په اړه چمتو شوی، خو لا تر اوسه نه دی خپور شوی او د اړوندو هېوادونو له لوري ارزول کېږي.
د ملګرو ملتونو په یوه کلني راپور کې تېر اګست خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اسراییل د هغو لورو په نوملړ کې شامل شي چې په وسلهوالو شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په ترسره کولو شکمن یا مسوول بلل کېږي. په دغه نوملړ کې د حماس نوم هم شامل دی.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د اسراییلي امنیتي ځواکونو له خوا د جنسي تاوتریخوالي «باور وړ راپورونه» موجود دي، خو د دې سازمان پلټونکو ته زندانونو او نورو توقیف ځایونو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.
ډني ډانون ویلي، اسراییل د ملګرو ملتونو استازي وربللي وو څو دغه تورونه وڅېړي، خو د هغه په وینا هغوی اسراییل ته د ورتګ پر ځای د اسراییل ضد دریځ ته دوام ورکړی دی.
د اسراییل او ملګرو ملتونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې پاتې شوې دي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې، په غزه کې د جګړې له پیل وروسته، دغه اړیکې لا پسې خرابې شوې دي.
اسراییلي چارواکو د غزې جګړې په تړاو د ملګرو ملتونو د انتقادي دریځونو له امله پر انتونیو ګوترش او د دې سازمان پر نورو چارواکو سختې نیوکې کړې دي. اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې انتونیو ګوترش «نامطلوب شخص» هم اعلان کړی و.