امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم پهکې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.
د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه
ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونهلري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».
د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نهکړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅه کوي، خو واشنګټن تر اوسه له وړاندیز شوې طرحې راضي نه دي او کېدای شي وروسته راضي شي او که نه پاتې کار به بشپړ کړي.
ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران «ډېر لیواله دی چې معامله وکړي»، خو په وینا یې دا پروسه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.
هغه زیاته کړه: «موږ تر اوسه راضي نه یو، خو کېدای شي وروسته راضي شو او که نه، نو بیا به اړ شو چې کار بشپړ کړو».
د امریکا ولسمشر د دې جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو څرګنده یې کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بهیر روان دی.