سنټکام: د ایران د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۱۱۱ سوداګریزو بېړیو لاره بدله کړې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان وکړ، چې د ایران د سمندري محاصرې له پیل څخه تراوسه پورې ۱۱۱ روسي او د نورو هېوادونو سوداګریزې بېړۍ مجبورې شوې دي، چې د خپلو سفرونو لوری بدل کړي.
سنتکام دغه راز د «یواساس تریپولي»په نوم د خپلې یوې مشهورې جنګي بېړۍ د انځور په خپرولو سره په ډاګه کړې، چې دا ستره بېړۍ د هغو څه باندې ۲۰ پرمختللو جنګي بېړیو له ډلې څخه ده، چې د ایران د دغې سمندري محاصرې په پلي کولو او د دغه ماموریت په پرمخ بېولو کې فعاله برخه لري.
