ندیم امیري د فوټبال لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام کې لوبېدو ته نږدې شوی

د ماینتس لوبډلې ۲۹کلن لوبغاړی ندیم امیري د یولیان ناګلزمان لهخوا د جرمني فوټبال ملي لوبډلې ته بلل شوی او دې ته نږدې شوی، چې د فوټبال نړۍوال جام په تاریخ کې لومړنی لوبېدونکی افغان لوبغاړی شي.
امیري چې د جرمني لپاره یې په بېلابېلو ملي کټګوریو کې نږدې ۶۰ لوبې کړې دي، په بوندس لیګا فوټبال سیالیو کې یې یو ځلانده فصل تېر کړ او وتوانېد چې د جرمني ملي لوبډلې د تخنیکي کادر پام یو ځل بیا ځان ته واړوي.
ماینتس لوبډله د بوندس لیګا فصل په پای کې د ۴۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په لسم ځای کې راغلې او ندیم امیري د یادې لوبډلې په بریا کې مهم رول لاره. د هغه ښه ځلیدا د دې لامل شوه، چې د یولیان ناګلزمان له نظره پټ پاتې نهشي او د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د جرمني په وروستي نوملړ کې ځای ومومي.
امیري د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ فصل په ترڅ کې د ماینتس لوبډلې لپاره ټولټال ۲۶ لوبې ترسره کړې، ۱۲ ګولونه یې وهلي او دوه ګول پاسونه یې هم ورکړي دي. یولیان ناګلزمان د جرمني د لوبغاړو د نوملړ تر اعلان وروسته ویلي، چې د نړۍوال جام د بریا لپاره یې د خپلو لوبغاړو پر یووالي، همغږۍ او ټیمي روحیې ځانګړی حساب کړی دی.
د جرمني ملي لوبډله به راتلونکې میاشت د نړۍوال جام پیل په (يي) ګروپ کې د کوراکاو، اېکواډور او عاج ساحل پر وړاندې لوبې وکړي.
