امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم پهکې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.
د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه
ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونهلري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».
د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نهکړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».