• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سلام حنفي: طالبان د روغتیا سکټور پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه‌والي ته ژمن دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱

طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د علي‌اباد او امیري کمپلکس روغتونونو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې یاده ډله د روغتیايي سکټور پیاوړتیا، د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه‌والي او هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالسلام حنفي له یادو روغتونونو څخه د لیدني پرمهال د روغتونونو مسولانو ته سپارښتنه کړې، چې د اړوندو بنسټونو سره په همغږي د ستونزو د حل، د اړیتاوړ تجهیزاتو د تامین، د خدماتو د ښه‌والي او ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو ته د مناسب چاپېریال برابرولو کې لازم اقدامات وکړي.

نوموړي پرداسې مهال ویلي، چې د طالبانو اداره په افغانستان کې د روغتیا سکټور پیاوړتیا ته ژمنه ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې پیلېدو راهیسې په افغانستان نسبي روغتیايي خدمات هم کمزوري شوي او تر ډېره د افغانستان خلک د بې‌کیفیته او قاچاقي درملو څخه استفاده کوي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې میلیونونه ښځې له روغتیايي ننګونو سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د مې ۲۸مه د میاشتنۍ ناروغۍ (حیض) د حفظ‌الصحې نړۍواله ورځ ده، چې دا موضوع په نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې د میلیونونو ښځو او نجونو لپاره یوه جدي ننګونه ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو بې‌وزلۍ او بې‌سوادۍ امله روغتیايي زده‌کړو ته د ښځو لاسرسی خورا کم شوی دی.

دمګړۍ په افغانستان کې ډېری ښځې مناسبو روغتیايي توکو او پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري. په افغانستان کې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله طبي او روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی خورا ستونزمن شوی دی؛ ورسره هم‌مهاله تنکۍ نجونې هم د دغو محدودیتونو له کبله ښوونځیو ته له تګ او په رسمي ډول د بنسټیزو روغتیايي زده‌کړو له ترلاسه کولو څخه محرومې پاتې دي.

د همدغو ټولنیزو دودونو، سختو شرايطو او په ټولنه کې د ناسمو قضاوتونو له امله، ډېری افغان نجونې خپله د میاشتنۍ ناروغۍ دوره د رواني وېرې او شرم په فضا کې تېروي.

د دغو شته ننګونو په غبرګون کې، په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د حیض د روغتیا د بنسټیز اهمیت او په دې اړه عامو خلکو ته د شعور او پوهاوي ورکولو په موخه یو پراخ کمپاین پیل کړی دی، ترڅو د ښځو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره غږ پورته کړي.

اصف درانی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو په تړلو او هوايي بریدونو سوله نه راځي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د اسلا‌اباد او کابل ستونزه د لارو په تړلو او هوايي بریدونو نه حلیږي، بلکې د ستونزې حل په دوامداره خبرو اترو، د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او اقتصادي همکاریو کې دی.

اصف دراني د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ روان کړکېچ ته په اشاره د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۷مه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې پرځای دي، خو د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په اړه د طالبانو اندېښنې هم باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان او افغانستان د جغرافيې، سوداګرۍ او نورو لارو څخه له یو او بل سره تړلي دي او پرله پسې نښتې به یوازې وسله‌والي ډلې پیاوړې کړي، چې له امله یې بې‌باورې ژوره کړي او سیمه به د ناارامۍ ښکار کړي.

نوموړي د ایران، اسراییل او امرکیا د وروستیو نښتو په تړاړ د اسلام‌اباد او کابل د ګډ دریځ پر نشتوالي خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې پاکستان او افغانستان باید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډ غږ درلودلی وای.

اصف دراني په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې حل په ډیپلوماټیکو خبرو، د استخباراتي معلوماتو په شریکولو، سرحدي همغږۍ، اقتصادي راکړه ورکړه او د ترهګرۍ ضد ګډ کار کې نغښتي ده.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د شخړې د حل لپاره دې، اسلام‌اباد پر طالبانو د فشار راوړلو پرځای د همکارۍ لاره غوره کړي او ټینګار یې کړی، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

پاکستاني پولیسو افغان خبریال سید قاسم هاشمي نیولی دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د سید قاسم هاشمي کورنۍ ویلي، چې پاکستاني پولیسو نوموړی د ایبټ‌اباد او اسلام‌اباد پر لویه لاره نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د افغان خبریال سیدقاسم هاشمي کورنۍ ویلي، چې نوموړی نن د پنجشنبې په ورځ، د ایبټ‌اباد او اسلام‌اباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې اوس له هاشمي سره هېڅ ټیلیفوني اړیکه نه لري.

پر همدغه مهال د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو د‌پاکستاني پولیسو له لوري د سیدقاسم هاشمي پر نیول کېدو ژوره خواشیني ښودلې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښاغلي هاشمي د روغتیا او امنیت ډاډ ورکړي او نوموړړی په سملاسي توګه خوشې کړي.

امسو ویلي، چې د سیدقاسم هاشمي د بندي کېدو د ځای او د هغه د نیول کېدو د علتونو پټ ساتل د قانون خلاف عمل دی.

یاد سازمان پر نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د خوندیتوب پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو د جدي امنیتي ګواښونو مخنیوي ته پاملرنه وکړي او د هغوی د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

کندهار کې د لوی اختر پیکه مېلې؛ د امر بالمعروف محدودیتونو د اختر دودیزه خوښي کمزورې کړې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په کندهار کې د لوی اختر له پيل سره، سره هغه دودیز شور او ځوږ، د مېلو ګڼه‌ګوڼه او د ځوانانو خوښۍ چې پخوا به د اختر په ورځو کې د ښار په پارکونو، تفریحي ځایونو او مېله‌ځایونو کې لیدل کېدې؛ سږ کال تر ډېره پیکه ښکاري.

د ښار اوسېدونکي وایي، ګرمې هوا او د طالبانو د امربالمعروف ادارې سخت څار او محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری خلک او په ځانګړي ډول ځوانان مېلو او پارکونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د کندهار یو اوسېدونکی عبدالواسع وایي، چې د تېرو کلونو پرتله سږکال د اختر فضا بې‌خونده شوې ده. هغه وویل: «پخوا به د اختر په دویمه او درېیمه ورځ پارکونه دومره ډک وو، چې پښه به نه اېښودل کېده؛ خو اوس خلک زړه نه ښه کوي چې ووځي، نه لوبې شته، نه خوشحالي، نه هغه ازادي، هر ځای امربالمعروف والا درته ولاړ وي».

د ښار یو بل ځوان صدیق‌الله هم ورته نظر لري او وایي، د امربالمعروف د محتسبینو دوامداره حضور او د ځینو دودیزو لوبو بندیزونو د خلکو ذهني فضا اغېزمنه کړې ده. هغه وايي: «کله چې ځوانان ویني هره شېبه څوک درته وايي دا مه کوه، موسیقي مه اوره، هګۍ مه جنګوه؛ نو طبیعي ده چې خلک مېلو ته زړه نه ښه کوي، لا سپکې هم وایي، چې ږېره مو ولې وهلې ده، ورښتان مو ولې د انګرېزانو په شان جوړ کړي دي؛ نو داسې حالت مایوسه کوونکی وي».

په کندهار کې د اختر پرمهال د هګیو جنګول، دودیزې لوبې او د کورنیو تفریح هغه دودونه وو چې کلونه یې دوام درلود؛ خو اوس د طالبانو د امربالمعروف له‌خوا ځینې دغه دودونه نامناسب بلل شوي او محدود شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو په عامه ځایونو، پارکونو او بازارونو کې خپل حضور پراخ کړی دی. د خلکو په خبره؛ د دوی سخت چلند او دوامداره سپارښتنې د دې لامل شوې، چې د تفریح عامه فضا محدوده شي.

یوشمېر ځوانان وایي، په پارکونو کې د ګرځېدو، تصویر اخیستلو او ان له ملګرو سره د ناستې پرمهال هم له پوښتنو او محدودیتونو سره مخ کېږي. عینومېنې ښارګوټی، د ښار مشهور پارکونه، د ارغنداب سیمې، د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې اوبو بند، تفریحي باغونه او د ښار شاوخوا مېله‌ځایونه به د زرګونه خلکو کوربه وو.

سره له دې چې خلک د طالبانو د امربالمعروف محدودیتونه د اختر د پیکه‌والي بنسټیز لامل بولي؛ خو اقتصادي ستونزې او ګرمه هوا هم مهم لاملونه ګڼل کېږي. خو بیا هم ډېری ځوانان ټینګار کوي، که فضا ازاده او د خوښۍ دودیزو مراسمو ته اجازه ورکړل شي؛ نو خلک به بېرته پارکونو او مېلو ته راوګرځي.

په هلمند کې هر کال له پنبې څخه ۵۰۰ زره ټنه غوړي تولیدېږي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې په هلمند کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هر کال له پنبې څخه شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه غوړي او اته ټنه صابون تولیدېږي.

هلمند چې د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، په دغه ولایت کې د پنبې له کر وروسته د‌ پروسس په فابریکو د غوړیو او صابون په ګډون نور توکي هم له یادې پنبې څخه تولیدېږي.

په هلمند کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وايي:« هلمند د پنبه و ۵۰ فابریکي لري. په دې فابریکو کې ټولټال ۵ سوه زره ټنه غوړي تولیديږي».

په یادو فاریکو کې هر کال شاوخوا اته ټنه صابون هم تولیدېږي.

هلمند وايي، په هلمند کې تولیدیدونکي غوړي او صابون د نورو غوړیو او صابونونو په پرتله لوړ کیفیت لري او د یاد ولایت ګڼ اوسېدونکي له همدي هلمندي تولیداتو څخه استفاده کوي.

د معلوماتو له‌مخې، هلمند کې هر کال پر زرګونه جریبه ځمکه دانه لرونکي پنبه کرل کېږي او د یادې پنبې ډېره برخه، پاکستان، هند او بنلګه دېش ته هم صادرېږي.