• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو شکایت؛ دوه سمستره کېږي چې بدل اعاشه نه ده راکړل شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر محصلان شکایت کوي چې له تېرو دوو سمسترونو راهیسې ورته د بدل اعاشې پیسې نه دي ورکړل شوې او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یوه محصل ویلي چې مخکې به مسوولینو ورته ویل د بدل اعاشې لپاره بودیجه نشته، خو اوس چې بودیجه تصویب شوې، بیا هم پیسې نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ په بازار کې د اوسېدو او مصرف توان نه لرو. کله چې لیلیې ته مراجعه کوو، راته وایي ځای نشته او لیلیه نه درکول کېږي».

د محصلانو په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر زده‌کوونکي له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نه شي کولای د کرایې، خوړو او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه برابر کړي.

دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بدل اعاشې د ورکړې بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي او د لیلیې ستونزې ته هم عملي حل پیدا کړي، څو محصلان وکولای شي خپلو زده کړو ته په مناسب ډول دوام ورکړي.

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان له مهمو دولتي پوهنتونونو څخه دی چې د خوست ولایت په مرکز کې موقعیت لري. دا پوهنتون په اصل کې په ۲۰۰۰ کال کې د “افغان پوهنتون” په نوم په پېښور کې جوړ شو، خو وروسته خوست ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۳ کال کې یې رسمي فعالیت پیل کړ. وروسته د متحده عربي اماراتو د بنسټ‌ايښودونکي شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په نوم ونومول شو، ځکه د پوهنتون د ودانۍ او پراختیا په برخه کې یې مالي ملاتړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو روایت دی. افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د ترکمنستان او ملګرو ملتونو چارواکي د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا غږېدلي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د هرمزتنګي له تړل کېدو وروسته، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورو ټینګار کړی چې لویې سیمه‌ییزې زیربنايي پروژې کولی شي په مرکزي او سویلي اسیا کې د سولې، اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي. په خبرو کې د ټاپي پروژې پر وړاندې د جیوپولیټیکي او لوژستیکي خنډونو د حل موضوع هم یاده شوې ده.

بل لور ته، په هرات کې د یوناما نوي مشر پاول یرشوف د ترکمنستان له قونسل جنرال باتیر ییولوف سره لیدلي او د افغانستان د اقتصادي رغونې او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي پلي کېدو پر څرنګوالي ځانګړی تمرکز شوی دی. د یوناما چارواکي باور لري چې دا ډول سترې پروژې کولی شي سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی او خلکو ته دوامدار کاري فرصتونه برابر کړي.

په افغانستان کې میلیونونه ښځې له روغتیايي ننګونو سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د مې ۲۸مه د میاشتنۍ ناروغۍ (حیض) د حفظ‌الصحې نړۍواله ورځ ده، چې دا موضوع په نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې د میلیونونو ښځو او نجونو لپاره یوه جدي ننګونه ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو بې‌وزلۍ او بې‌سوادۍ امله روغتیايي زده‌کړو ته د ښځو لاسرسی خورا کم شوی دی.

دمګړۍ په افغانستان کې ډېری ښځې مناسبو روغتیايي توکو او پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري. په افغانستان کې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله طبي او روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی خورا ستونزمن شوی دی؛ ورسره هم‌مهاله تنکۍ نجونې هم د دغو محدودیتونو له کبله ښوونځیو ته له تګ او په رسمي ډول د بنسټیزو روغتیايي زده‌کړو له ترلاسه کولو څخه محرومې پاتې دي.

د همدغو ټولنیزو دودونو، سختو شرايطو او په ټولنه کې د ناسمو قضاوتونو له امله، ډېری افغان نجونې خپله د میاشتنۍ ناروغۍ دوره د رواني وېرې او شرم په فضا کې تېروي.

د دغو شته ننګونو په غبرګون کې، په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د حیض د روغتیا د بنسټیز اهمیت او په دې اړه عامو خلکو ته د شعور او پوهاوي ورکولو په موخه یو پراخ کمپاین پیل کړی دی، ترڅو د ښځو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره غږ پورته کړي.

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

یوه افغان کډوال چې تازه له تاجکستان څخه په زوره اېستل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رالېږلې ویډیو کې د طالبانو له مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې غواړي په هېواد کې له خپلې کورنۍ سره عادي او ارام ژوند وکړي.

دغه کس وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو اړوند لاریونونو کې ګډون کړی و. د نوموړي په خبره، وروسته یې په ۲۰۲۴ کال کې په یوه بل اعتراض کې هم برخه اخیستې وه چې موخه یې د طالبانو د مشر موندل او ورسره حضوري لیدل وو. نوموړی ادعا کوي چې غوښتل یې له ملا هبت‌الله څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو، د ښځو د کار حق او نورو مدني حقونو غوښتنه وکړي، خو وایي له همدې امله له ستونزو سره مخ شو او اړ شو افغانستان پرېږدي او تاجکستان ته کډه شي.

نوموړي په خپلې ویډیو کې له ملا هبت‌الله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې اجازه دې ورکړل شي څو افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند وکړي.

دغه افغان همداراز ویلي، ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره «ناوړه چلند» کوي. هغه په ځانګړي ډول د ایران، پاکستان او تاجکستان نومونه یاد کړي او ادعا یې کړې چې افغان کډوال په دغو هېوادونو کې له فشارونو او ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې له تاجکستان څخه د یوه افغان اېستل شوي کډوال روایت دی. افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د کابل د پنځمې حوزې له محکمې څخه رسېدلي اسناد ښيي، چې د دغې حوزې درېیو قاضیانو "مولوي نعمت الله فیصل، مولوي حضرت ولي صفي الله او مولوي نقیب الله" د پېسو په بدل د پنځمې ناحیې اړوند د یو کور قباله د جعلي شهادت پر بنیاد ورکړې ده.

د پنځمې حوزې اړوند یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې یاده کشاله د دغې حوزې د محکمې له رییس سره هم شریکه شوې ده.

نوموړی وايي: "قضیه داسې ده چې موکیل او شاهدان له افغانستانه بېرون دي، مګر وکیل او قاضیانو په جعلي شهادت د کور قباله یو بل چا ته ورکړې ده."

په تر لاسه شویو اسنادو کې ښکاري چې د پنځمې حوزې اړوند درېیو قاضیانو پر جعلي شهادت لیک لاسلیکونه هم کړي دي او پر بنسټ یې کور پلورل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې د طالبانو له خوا د بهرمېشتو افغانانو د کورونو د خپلسري پلور قضیه راپورته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته له ننګرهار، کابل، لغمان، کندهار او بلخ ولایتونو څخه ورته سندونه رسېدلي وو.

اصف درانی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو په تړلو او هوايي بریدونو سوله نه راځي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د اسلا‌اباد او کابل ستونزه د لارو په تړلو او هوايي بریدونو نه حلیږي، بلکې د ستونزې حل په دوامداره خبرو اترو، د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او اقتصادي همکاریو کې دی.

اصف دراني د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ روان کړکېچ ته په اشاره د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۷مه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې پرځای دي، خو د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په اړه د طالبانو اندېښنې هم باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان او افغانستان د جغرافيې، سوداګرۍ او نورو لارو څخه له یو او بل سره تړلي دي او پرله پسې نښتې به یوازې وسله‌والي ډلې پیاوړې کړي، چې له امله یې بې‌باورې ژوره کړي او سیمه به د ناارامۍ ښکار کړي.

نوموړي د ایران، اسراییل او امرکیا د وروستیو نښتو په تړاړ د اسلام‌اباد او کابل د ګډ دریځ پر نشتوالي خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې پاکستان او افغانستان باید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډ غږ درلودلی وای.

اصف دراني په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې حل په ډیپلوماټیکو خبرو، د استخباراتي معلوماتو په شریکولو، سرحدي همغږۍ، اقتصادي راکړه ورکړه او د ترهګرۍ ضد ګډ کار کې نغښتي ده.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د شخړې د حل لپاره دې، اسلام‌اباد پر طالبانو د فشار راوړلو پرځای د همکارۍ لاره غوره کړي او ټینګار یې کړی، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.