• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې هر کال له پنبې څخه ۵۰۰ زره ټنه غوړي تولیدېږي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې په هلمند کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هر کال له پنبې څخه شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه غوړي او اته ټنه صابون تولیدېږي.

هلمند چې د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، په دغه ولایت کې د پنبې له کر وروسته د‌ پروسس په فابریکو د غوړیو او صابون په ګډون نور توکي هم له یادې پنبې څخه تولیدېږي.

په هلمند کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وايي:« هلمند د پنبه و ۵۰ فابریکي لري. په دې فابریکو کې ټولټال ۵ سوه زره ټنه غوړي تولیديږي».

په یادو فاریکو کې هر کال شاوخوا اته ټنه صابون هم تولیدېږي.

هلمند وايي، په هلمند کې تولیدیدونکي غوړي او صابون د نورو غوړیو او صابونونو په پرتله لوړ کیفیت لري او د یاد ولایت ګڼ اوسېدونکي له همدي هلمندي تولیداتو څخه استفاده کوي.

د معلوماتو له‌مخې، هلمند کې هر کال پر زرګونه جریبه ځمکه دانه لرونکي پنبه کرل کېږي او د یادې پنبې ډېره برخه، پاکستان، هند او بنلګه دېش ته هم صادرېږي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۳
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۵

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پولیو ویروس د خپرېدو اندېښنې؛ د افغانستان په ۱۱ ځایونو کې د پولیو چاپېریالي نښې لیدل شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱

افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو هڅو سره، سره د پولیو ویروس د خپرېدو نوې چاپېریالي نښې لاهم د خپرېدو په حال کې دي. تازه راپورونه ښيي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د چاپېریالي څار له لارې د پولیو ویروس ۱۱ نوې مثبتې بېلګې موندل شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ دغه مثبتې بېلګې له ننګرهار، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو ترلاسه شوې دي. تر ټولو ډېرې بېلګې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي، چې درې یې د جلال‌اباد ښار او پاتې یې د بټي‌کوټ او بهسودو ولسوالیو پورې تړاو لري.

همداراز هلمند ولایت کې د نهرالسراج او لښکرګاه ولسوالیو څخه درې مثبتې نمونې ترلاسه شوې دي. په کندهار ښار کې دوه او د زابل ولایت په قلات ولسوالۍ کې یوه مثبته بېلګه هم ثبت شوې ده.

د راپور له مخې؛ دغه نمونې د روان ۲۰۲۶کال د اپرېل میاشتې د ۲۵مې او ۲۷مې ترمنځ راټولې شوې دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس ګواښ
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۷۴۵ د پولیو ویروس مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوې وې، چې له ډلې یې ۹۴ په افغانستان او ۶۵۱ په پاکستان کې موندل شوې وې. همداراز، په ۲۰۲۶کال کې تر دې مهاله ۱۱۵ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي، چې ۳۴ یې په افغانستان او ۸۱ یې په پاکستان پورې تړاو لري.
کارپوهان وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو پراخ تګ‌راتګ، د واکسیناسیون نیمګړتیاوې او ناامني هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د بشپړ له‌منځه تلو مخه نیسي.

د یادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کې څلور او په پاکستان کې درې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې وروستۍ پېښه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په ماشوم کې یې د ناروغۍ نښې د ۲۰۲۶کال د اپرېل په ۲مه څرګندې شوې وې.

طالبان: په بلخ کې سږکال پر نږدې ۲۳۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۳۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي. د یاد ریاست په وینا؛ په دې کې د بادامو، انګورو، زردالو او شفتالو بڼونه شامل دي.

په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست د نباتاتو د ودې او پراختیا مدیر محمد حسین عظیمي وايي، چې یوازې په یوه دولتي بڼ کې چې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه جوړ شوی؛ په طبعیي ډول ۱۵۰زره بوټي کېنول شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ په دې برخه کې پر شاوخوا ۲۵۰ هکټاره ځمکه یوازې د پستې شاوخوا ۱۵۰زره ونې کېنول شوې دي. د عظمي په خبره؛ سږکال د مرستندویه ادارو په همکارۍ یې ۱۶زره د بادامو، زردالو او پستې نوي بوټي هم لګولي دي.

دغه طالب مسولین دا هم ویلي، که څه هم سږکال وچکالۍ یوشمېر کروندې او باغونه ځپلي؛ خو د بڼوالۍ د پراختیا لپاره دوی پراخې هڅې کوي. په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه ولایت کې د انار، انګور، شفتالو، بادام، پستې، هندواڼې او خټکیو حاصلات ښه دي او په کور دننه سربېره نړۍوال بازار هم لري.

ملګري ملتونه: یوازې په لغمان ولایت کې وروستیو سېلابونو او ورښتونو ۵ کسان مړه کړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اسیا او ارام سمندر اړوند د سیمه‌ییزو بشري مرستو په راپور کې ویلي، چې یوازې د افغانستان په لغمان ولایت کې (د مئ په ۲۲مه) سېلابونو او ورښتونو ۵ کسان مړه کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه اغېزمن شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې د ډنمارک د کډوالو شورا یو کارکوونکی هم شامل دی. دوی زیاته کړې، چې دغه سېلابونو کرنیزې ځمکې او د تګ‌راتګ لارې هم زیانمنې کړې او لویې لارې هم په لنډمهالي ډول تړل شوې دي.

یاد سازمان وايي، چې (د مئ په ۲۲مه او ۲۳مه) د افغانستان په شمالي‌ ولایتونو بغلان، تخار او بدخشان کې هم سېلابونو یوشمېر کورنۍ اغېزمنې کړې دي. په راپور کې د مړو او ټپیانو یادونه هم شوې؛ خو شمېره یې نه‌ده ښودلې.

اوچا د مرستندویه ادارو د لومړنیو ارزونو له مخې ویلي، چې شاوخوا ۲۶۰ کورنۍ د سېلابونو له امله د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې اغېزمنې شوې دي. یاد سازمان په بنګله‌دېش او چین کې هم د موسمي ناروغیو، سېلابونو او بې‌ځایه شویو کورنیو په اړه راپور او شمېرې خپرې کړې دي.

برېتانیا کې پر جنسي تېري د ۷ افغان پناه غوښتونکو تر تورنېدو وروسته د کډوالۍ ضد لاریون وشو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

وروسته له هغه چې اووه افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو پر وړاندي په جنسي ځورونې او تېري تورن شول، د برېتانیا په ختیځ نارویچ ښار کې یوشمېر د کډوالۍ ضد لاریون کوونکي په یوې راټولېدنه کې سره راغونډ شول. دغه راټولېدنه د چهارشنبې په ورځ د نارویچ ښاروالۍ ودانۍ مخې ته ترسره شوه.

لاریون کوونکو د برېتانیا د لومړي وزیر کې‌ير سټارمر پر ضد شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو پر لویو پاڼو په لیکل شویو شعارونو کې د برېتانیا له حکومته غوښتي وو، چې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي او د هغوی د اېستلو بهیر پیل کړي.

د نورفولک سیمې پولیسو ویلي، چې د یادې قضیې دوه قربانیان تنکي ځوانان وو. دغه اووه کسان د ماشومانو د ډله‌‌ییزې جنسي استفادې د یوې قضیې په تړاو تورن شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي، چې دغه اووه کسان افغانان دي. په دغه راټولېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، لاریون کوونکو د لوډسپیکر له لارې ویناوې کولې او د برېتانیا بېرغونه یې پورته کړي وو.

تورن کسان د تېرې جمعې په ورځ د نورویچ مجسټریټ محکمې ته حاضر شول. قاضي امر وکړ، چې هغوی دې تر راتلونکې محکمې په توقیف خونه کې وساتل شي. د نارویچ یوشمېر اوسېدونکي چې د کډوالۍ پر وړاندې د دغه لاریون مخالف وو، له سیمې د تېرېدو پرمهال یې شعارونه ورکول؛ خو پولیسو هغوی له هغه ځایه لرې کړل.

د یادې قضیې راتلونکې محکمه به (د غبرګولي په ۲۹مه) د نورویچ کراون په محکمه کې ترسره شي.

فرید حمیدي: افغانستان اوس مهال هېڅ ښځینه څارنواله او قاضي نه‌لري

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د قضایي سیسټم په له منځه وړلو سره د ښځو غږ په بشپړ ډول بند شوی دی. نوموړي ویلي، چې د تېر نظام تر سقوط وروسته لږ تر لږه ۵۷ څارنوالان او د هغوی د کورنۍ غړي په نښه شوي او وژل شوي دي.

حمیدي په یوې تازه لیکنه کې ویلي، د طالبانو په محکمو کې هېڅ ښځینه وکیله، قاضي یا څارنواله نشته او دا مهال په زندانونو کې د بندي ښځو شمېر ۱ زرو ۸۲۵ کسانو ته رسېږي چې د تېر په پرتله ۴۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال په خپله لیکنه کې روښانه کړې، کله چې ده په ۲۰۱۶ کال کې دنده پیل کړه، په عدلي سیسټم کې د ښځو ونډه له درې سلنې څخه کمه وه، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا د پراختیایي ادارې په مرسته دا کچه ۲۳ سلنې ته ورسېده او ۲۵۰ ښځینه څارنوالانې په بېلابېلو کچو پر دندو وګومارل شوې.

هغه زیاتوي: «د دغو ښځو موجودیت د دې لامل شو، چې په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې ثبت شي، ځکه ښځو د لومړي ځل لپاره داسې څوک لیدل چې د دوی درد یې حس کاوه. خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د کابل په سقوط سره دا شل کلن سیسټم په ۱۱ ورځو کې له منځه لاړ او طالبانو زرګونه بندیان او قاتلین له زندانونو خوشې کړل».

محمد فرید حمیدي زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د قانون مفهوم له منځه تللی او یوازې یو قاضي چې د مسلکي زده کړو پر ځای مذهبي زده‌کړې لري، هم د دوسیې څېړنه کوي او هم پرېکړه صادروي. د طالبانو د جزایي اجراتو د نوي قانون له‌مخې، پر ښځو کورنی تاوتریخوالی یوازې هغه وخت جرم ګڼل کېږي، چې د هغې هډوکی مات شي یا پر وجود یې نښې پاتې شي او که یوه ښځه د مېړه له اجازې پرته خپلوانو کره لاړه شي، په درې میاشتې زندان محکومېږي.

هغه وایي،‌ اوسمهال په زرګونه څارنوالان په افغانستان کې په پټه خوله ژوند کوي او له لوږې سره مخ دي او په وینا یې یو شمېر نور یې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تښتېدلي چې هلته هم د بېرته شړلو له ګواښ سره مخ دي.

پخواني لوی څارنوال پر نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې د افغان څارنوالانو د خوندیتوب او لېږد لپاره د «څارنوال د څارنوال لپاره» کمپاین په مستقیم ډول تمویل کړي او هغو کسانو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي، چې د کاغذ پرانۍ له امله پاتې شوي دي.

هغه همداراز غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د حقونو شورا او د جرمونو نړیواله محکمه دې د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د ښځو د ځورونې او د څارنوالانو د هدفي وژنو دوسیې په جدي توګه وڅېړي او د هغوی دوسیې دې ثبت کړي.