افغانستان په قرغیزستان کې د نړۍ د کوچیانو د دودیزو لوبو په شپږم پړاو کې ګډون کوي

د قرغیزستان د پلازمېنې بیشکک چارواکي وایي، د نړۍ د کوچيانو د دودیزو لوبو شپږم پړاو ته د افغانستان په ګډون د ۵۰هېوادونو استازو تر اوسه خپل ګډون تایید کړی دی.

د قرغیزستان د پلازمېنې بیشکک چارواکي وایي، د نړۍ د کوچيانو د دودیزو لوبو شپږم پړاو ته د افغانستان په ګډون د ۵۰هېوادونو استازو تر اوسه خپل ګډون تایید کړی دی.
د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو لوبو د تنظیم د دارالانشا مشر نور سلطان ادنوف ویلي چې د نړۍ ۱۰۰هېوادونو ته د ګډون بلنلیکونه لېږل شوي او تر دې دمه د ۵۰هېوادونو استازو په رسمي ډول د ګډون چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړې چې د ګډونوالو د نوملیکنې او اعتبارپاڼو ترلاسه کولو بهیر به د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي او تمه کېږي چې د شاوخوا ۹۵هېوادونو استازي په دغو سیالیو کې برخه واخلي.
ادنوف ویلي چې پرېکړه شوې، څو بیشکک ښار د نړۍ د کوچيانو د دودیزو لوبو د دایمي مرکز په توګه وټاکل شي. د هغه په وینا، پخوا به د دغو سیالیو د کوربتوب له پای وروسته پروژه نورو هېوادونو ته لېږدول کېده.
نوموړي همداراز ویلي چې د راتلونکو لوبو د کوربه هېواد په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې، خو اوس مهال له درېیو هېوادونو سره خبرې روانې دي او د دغو لوبو لپاره لېوالتیا زیاته ده.
ټاکل شوې د نړۍ د کوچيانو د دودیزو لوبو شپږم پړاو د ۲۰۲۶کال د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۶مې پورې په قرغیزستان کې ترسره شي.
د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې زره ورزشکاران به په ۴۳بېلابېلو دودیزو ورزشي څانګو کې سیالي وکړي.
دغه لوبې چې هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي، لومړی ځل په ۲۰۱۴کال کې د قرغیزستان د حکومت په نوښت پیل شوې وې او هغه مهال د افغانستان په ګډون د ۱۹هېوادونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.