سپاه پاسداران د امریکا پر یوې هوايي اډې د برید خبر ورکړ

سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د پنجشنبې په سهار یې د بندر عباس هوايي ډګر پر شاوخوا سیمو د امریکا د برید په ځواب کې د دغه هېواد یوه هوايي اډه په نښه کړې. که څه هم سپاه پاسداران د یادې امریکایي اډې نوم نهدی اخیستی؛ خو د کوېټ پوځ د توغندیو او ډرون بریدونو د شنډولو خبر ورکړی.
