• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې په هرو ۱۴ دقیقو کې یو ملکي وګړی وژل شوی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د جګړو په ترڅ کې د جنسي تاوتریخوالي پر ضد ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د جګړو له امله انساني تلفات خورا درانه وو او ملکي وګړي په دوامداره ډول د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

دغه ادارې په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، په اوسط ډول په هرو ۱۴ دقیقو کې یو ملکي وګړی وژل شوی.

دوی زیاته کړې، چې په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی لا هم د جګړې، وېرې او ځپلو د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان یې قرباني شوي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په بېلابېلو شخړو کې د انسانیت هغه ګډ احساس چې د تاوتریخوالي مخه نیسي، د سیاسي پرېکړو له امله کمزوری کېږي.

په بیان کې ویل شوي: «جګړې قوانین لري، او د ملکي وګړو ساتنه اختیاري نه ده.»

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ: په نړۍ کې ۱۵۳ میلیون ماشومان د خوړو ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال خیریه بنسټ «Save the Children» ویلي، چې په نړۍ کې د خوړو ناامنۍ بحران مخ په زیاتېدو دی او شاوخوا ۱۵۳ میلیون ماشومان د کافي خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې جګړې، اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزې د خوړو نړیوال بحران لا پسې ژور کړی او په ځانګړي ډول یې د افریقا له سوډان څخه تر منځني ختیځ پورې کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ کړې دي.

سیف د چلډرن زیاتوي چې یوازې په تېرو کلونو کې یې له ۳۵ میلیونو زیات ماشومانو ته د خوړو د خوندیتوب اړوند بېلابېلې مرستې رسولې دي، خو د مرستو په برخه کې کمښت د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

په راپور کې راغلي چې نږدې ۷۸۳ میلیونه خلک نه پوهېږي چې راتلونکی خواړه به له کومه کوي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د مړینې له هر پنځم مورد څخه یو د شدیدې خوارځواکۍ له امله رامنځته کېږي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د خوړو بحران درې اساسي عوامل لري؛ جګړې، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي فشارونه، چې په ګډه د نړۍ د خوړو سیسټمونه تر سخت فشار لاندې راولي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د دوی د پروګرامونو له لارې سلګونه زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ته د تغذیې مشورې ورکړل شوي، د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شوې او میلیونونو کورنیو ته د نقدي مرستو او روزنیزو پروګرامونو له لارې ملاتړ برابر شوی دی.

سیف د چلډرن ټینګار کړی چې د خوړو نړیوال بحران د بېوزلۍ د دورې دوام ته لاره هواروي، خو د کافي خوړو او تغذیې په برابرېدو سره کورنۍ کولای شي له دې دورې ووځي او د خپلو ماشومانو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.

تل ابیب د انتونیو ګوترېش سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې دروي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱

اسراییل اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره خپلې اړیکې ځنډوي. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د راپورونه له مخې، ښايي اسراییل د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي اړوند د ملګرو ملتونو په «تور لېست» کې شامل شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د پنجشنبې په ورځ ویلي، د ملګرو ملتونو له اوسني سرمنشي سره د اسرابیل اړیکې نورې دوام نه کوي. هغه په یوې ویډیویي وینا کې چې پر اېکس خپره شوې، ویلي: «له دغه سرمنشي سره زموږ کار پای ته رسېدلی دی».

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازولۍ ویلي، له دې پرېکړې وروسته به د انتونیو ګوترش د ماموریت تر پای، یعنې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتر سره اړیکې ځنډول شوې وي.

ډني ډانون د اسراییل د احتمالي شاملېدو په اړه ویلي چې پر اسراییل د جنسي تاوتریخوالي د جګړه‌ییزې وسلې په توګه د کارولو تور «رسوایي» ده. هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي تورن کړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ برابري رامنځته کوي.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کړې چې د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په اړه چمتو شوی، خو لا تر اوسه نه دی خپور شوی او د اړوندو هېوادونو له لوري ارزول کېږي.

د ملګرو ملتونو په یوه کلني راپور کې تېر اګست خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اسراییل د هغو لورو په نوملړ کې شامل شي چې په وسله‌والو شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په ترسره کولو شکمن یا مسوول بلل کېږي. په دغه نوملړ کې د حماس نوم هم شامل دی.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د اسراییلي امنیتي ځواکونو له خوا د جنسي تاوتریخوالي «باور وړ راپورونه» موجود دي، خو د دې سازمان پلټونکو ته زندانونو او نورو توقیف ځایونو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.

ډني ډانون ویلي، اسراییل د ملګرو ملتونو استازي وربللي وو څو دغه تورونه وڅېړي، خو د هغه په وینا هغوی اسراییل ته د ورتګ پر ځای د اسراییل ضد دریځ ته دوام ورکړی دی.

د اسراییل او ملګرو ملتونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې پاتې شوې دي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې، په غزه کې د جګړې له پیل وروسته، دغه اړیکې لا پسې خرابې شوې دي.

اسراییلي چارواکو د غزې جګړې په تړاو د ملګرو ملتونو د انتقادي دریځونو له امله پر انتونیو ګوترش او د دې سازمان پر نورو چارواکو سختې نیوکې کړې دي. اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې انتونیو ګوترش «نامطلوب شخص» هم اعلان کړی و.

په کولمبیا کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کولمبیا په سوېل ختیځ کې د کوکایینو د تولید او قاچاق یوې مهمې سیمې د کنټرول پر سر د دوو سیالو وسله‌والو ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۲ وسله وال وژل شوي دي.

دغه نښتې، چې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، د ګواویاره ولایت په ځنګلونو کې د بارانکو کولوراډو کلي ته نږدې شوې دي.

کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچېز په ټولنیزو رسنیو کې د جګړو پخلی کړی او پوځ هم دا تایید کړې، خو د دواړو ډلو د وژل شویو وسله والو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړي. سانچېز ویلي، سیمې ته ځواکونه استول شوي څو د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

دا جګړې د کولمبیا د انقلابي وسله‌والو ځواکونو د بېلې شوې ډلې، چې مشري یې نېستور ګرېګوریو ویرا مشهور په «ایوان مورډیسکو» کوي او بلې ډلې، چې مشري یې الکساندر دیاز مېندوزا مشهور په «کالارکا کوردوبا» کوي، ترمنځ شوې دي.

مارک بوتنګا: اروپا د خپلو ارزښتونو په نوم له روسیې ډډه کوي خو طالبانو ته «سرې غالۍ» غوړوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د اروپا په پارلمان کې د بلجیم استازي، مارک بوتنګا، بروکسل ته د طالبانو پر بلنې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه له روسیې سره د خپلو «ارزښتونو» په نوم له خبرو ډډه کوي، خو طالبانو ته بیا «سرې غالۍ» غوړوي.

بوتنګا ویلي، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو او دیموکراتیکو اصولو خبره کوي، د طالبانو هرکلی د دغو ارزښتونو خلاف اقدام ګڼل کېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د افغان کډوالو سپارل «د انسانانو له ژوند سره لوبې» دي او دا چاره کولای شي د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د اروپا د پارلمان دغه غړي ټینګار کړی چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، لا هم د نړیوالې اندېښنې وړ دي او اروپايي هېوادونه باید په دې برخه کې له احتیاطه څخه کار واخلي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره د ځینو اروپايي چارواکو اړیکو او لیدنو کتنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

عمان ته د امریکا خبرداری؛ د هُرمز تنګي د محصول په راټولولو کې ښکېل لوري به مجازات شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، خبرداری ورکړی چې واشنګټن به هر هغه لوری په سختۍ په نښه کړي چې د هُرمز تنګي کې د محصول د اخیستو په بهیر کې رول ولري.

بسنټ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې عمان باید په دې پوه شي چې د امریکا حکومت به د هُرمز تنګي لپاره د محصول ټولولو د نظام د پلي کولو هېڅ ډول هڅه ونه زغمي.

هغه ویلي: «د امریکا د خزانې وزارت به په تهاجمي ډول هر هغه شخص یا بنسټ هدف وګرځوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هرمز تنګي د محصول په راټولولو کې مرسته کوي، او هر شریک چې دې کار ته لېواله وي، هغه به هم مجازات شي.»

د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړې چې ټول هېوادونه باید د ایران هغه هڅې په کلکه رد کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ ازاد بهیر ګډوډوي.

بسنت ویلي: «د تهران له لوري د سیمې او نړۍ د وېرولو دوره پای ته رسېدلې ده.»

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد یوه ستره برخه ترې تېرېږي. د دې سیمې په اړه هر ډول ترینګلتیا د نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو مستقیم اغېز لرلی شي.